د زکام د مخنیوي لارې چارې

ډاکټره پلوشه حلیم

موږ ولې زکام کيږو او د زکام ناروغي د ژمي په مياشتو کې ولې ډيره وي؟

حقيقت دا دی چې يواځې یخني موږ نه شي ناروغه کولای.
زکام که څه هم په هر موسم کې پیدا کیدونکي ناروغي ده؛ خو د سړې هوا له کبله په ژمي موسم کې ډيره پېښیږي؛ ډیر پوهان په دې نظر دي چې د زکام د مخنیوي لپاره تر دې دمه دقیق درمل نه دي وړاندې شوي.
ځینې خلک د موسم په بدلېدو یا د ځای او هوا بدلېدو له کبله پر زکام اخته کیږي؛ دېته الرژي ویل کیږي، او ځانګړې درملنه لري؛ خو په عام ډول زکام ناروغي لږ تر لږه تر یوې اوونۍ اوږدیږي، د ډاکټرانو په وینا که د زکام مخنیوي لپاره له سختو درملو کار واخیستل شي نورې ناروغۍ لکه دماغي ناروغۍ، سردردي او داسې نور رامنځته کوي.
د زکام د رامنځته کېدلو اصلي لامل د بدن دفاعي وړتیا کمزورې کېدل او د بدن خوشکېدل دي؛ چې په اسانه بدن ته هر ډول ویروس داخلیږي، د دې لپاره ویل کیږي چې د زکام په مخنیوي کې درمل کارول زیاتره د نورو ناروغیو لامل کیږي، نو غوره ده چې له هغو طبیعي لارو کار واخیستل شي چې هم مو د زکام مخنیوی وکړي او هم مو د یخنۍ موسم په ښه او روغتیایي انداز پېل شي.

د زکام اصلي دليل راينوويروسونه يا د انسانانو د زکام ويروسونه دي. دا په ټوله نړۍ کې موجود دي.
دا ويروسونه زیاتره د انسانانو د لاسونو له لارې خپريږي، خو کيدای شي انسان پرې د هوا له لاري هم ککړ شي.

پر دې سربیره په يخه هوا کې زموږ د بدن ډېرو برخو ته وينه په سمه توګه نه رسيږي. په دې کې زموږ پوزه هم شامله ده. زموږ د بدن ايمني حجرې د کال په يخو شپو او ورځو کې دومره فعالې نه وي چې د ويروس پر ضد مبازره وکړي او مخه یې ونيسي. په ژمي کې د بدن ايمني سیسټم ډېر تر فشار لاندې وي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په حواله په ځانګړي توګه هغه کسان چې ساه بندي لري، په يخه هوا کې یې د زکام کيدو او يا په نورو تنفسي ناروغيو د اخته کيدو امکانات ډېر وي.

څنګه کولای شو چې د زکام مخنیوی وکړو؟

د لاسونو نظافت

د لاسونو نظافت مو د زکام څخه په ژغورلو کې مهم رول لري؛ ځکه چې د زکام وایروس د دویم کس نه د ټوخي، پرنجي او په بېلا بېلو شیانو باندې لاس وهلو څخه خولې، پوزې او غوږ ته انتقالیږي؛ چې ورسره انسان په زکام ناروغۍ اخته کیږي، د دې لپاره هر مهال د خوراک، څښاک یا پرمخ لاس وهلو نه وړاندې لاسونه پاک کړئ.

ارامه خوب

د ارامه خوب پرمهال بدن د حجرو په رغولو بوخت وي؛ چې له ۶ نه تر ۸ ساعتو پورې خوب ددې په رغولو کې ښه رول لري، په دې سره مو بدن ته د زکام وایروس نه داخلیږي؛ خو برعکس د خوب کمښت د ذهني فشار سربېره د بدن دفاعي پياوړتیا کمزورې کوي چې له کبله یې پر انسان د زکام وایروس غالبه کیږي.

ورزش

د انسان بدن د ورزش په ترسره کېدلو د وینې جریان چټکوي او ورسره په دې کې سپینې حجرې د دغې ویروس په مخنیوي کې مرسته کوي، د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه تر یوه ساعته ورزش کول زیاته ګټه کوي.

هوږه
مکروب وړونکې سبزي او داسې نور شیان د یخنۍ موسم ځانګړې باکتریاو او ویروسونو پر وړاندې مقاومت کوي، په دې کې ګډې برخې د «الیسین» انفیکشن او تاثر مخه نیسي؛ هوږه په خپلو بېلا بېلو خوړو کې استعمال کړئ! حیرانونکې ګټې به یې وګوری.

اوبه څښل

په یخنۍ کې اوبه څښل زمونږ په ټولنه کې یو غلط تاثر ګڼل کیږي، ویل کیږي چې په دې سره انسان په زکام اخته کیږي، خو په حقیقت کې په بشپړه توګه اوبه څښل بدن ته مناسبه نمو ورکوي او د بدن دفاعي نظام او په کار اچول شوې حجرې په سمه توګه کاروي؛ اړینه ده چې د زکام مخنیوي لپاره زیاتې اوبه وڅښل شي، تر څو د بدن اوبه بشپړې شي او د فاعي نظام یې سم شي.

سربېره پر دې عسل خوړل د زکام په مخنیوي کې ښه ثابتیږي؛ هر سهار په نهاره یوه کاشوغه عسل خوړل د نورو ناروغیو سربېره د زکام مخه هم نیسي، همدا ډول مالګینې اوبه هم د زکام په دوران کې غوره ثابتیږي، چې ورسره مو د ستونې څخه باکتریاوې او لعاب له منځه ځي.

د زکام پر مهال باید له کومو خوړو ځان وژغورئ؟

د زکام پرمهال سخت خواړه بدن کې خوشکي رامنځته کوي او د زکام ناروغي سختوي او بل دا چې ګازي څښاک، سره کړي خوراکونه، تروشې میوې، مساله دار او ترخه خوراکونه، خواږه، شیریني او داسې نور خواړه چې په مصنوعي ډول چمتو شوي د زکام په لا زیاتولو کې مرسته کوي، باید پرهیز ورڅخه وشي.

لیکنه: ډاکټره پلوشه حلیم

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button