د زړه غیر نورمال ضربان (Arrhythmia)

ژباړن او راټولوونکی: احسان الله ژمن

د زړه نورمال ضربان (حرکت) په یوه دقیقه کي 72 ځله دی، که چېري له دې اندازې څخه د زړه ضربان زیات یا کم سي او یا د نورمال ضربان تر څنګ بل اضافه ضربان رامنځته سي دا حالت عبارت له arrhythmia څخه دی. ارتمیا هم په نورمال او هم په غیرنورمال حالت کي واقع کېږي. د زړه ټول نسجونه د rhythmicity ځانګړتیا لري، سربېره پر دې زړه یو حساس جوړښت لري، چي د ټولو نسجو په پرتله زیاتي سیالې تولیدوي، دغه ځانګړی جوړښت د pacemaker په نوم یادېږي. 

Pacemaker د زړه هغه جوړښت دی، چي د زړه د ضربان لپاره برقي سیالې تولیدوي. په انسان کي د زړه sinoatrial (SA) node ته pacemaker وایي، چي په 1918 م کال کي د Lewis Sir Thomas عالم په مرسته د  pacemaker په نوم ونومول سو. 

د arrhythmia طبقه بندي

په ارتمیا کي یوازي SA node د pacemaker په حیث دنده نه تر سره کوي، بلکي د بطین عضله، د دهلېز عضله او AV node هم د pacemaker په حیث دنده اجرا کوي، د دې پر اساس ارتمیا پر دوه ډوله طبقه بندي سوې ده؛ (1)  Normotopic arrhythmia (2) Ectopic arrhythmia

  1. Normotopic arrhythmia:

 د زړه هغه غیر نورمال ضربان، چي د SA node د نامنظم برقي سیالو د تولید له کبله را منځته کېږي. دا ډول ارتمیا پر درې ډوله ده؛  (1)  (2) Sinus arrhythmia Sinus tachycardia (3) Sinus bradycardia.

  1. Sinus arrhythmia:

په نورمال ډول د زړه د حرکاتو زیاتېدل او کمېدل، چي د تنفس سره مستقیمه رابطه ولري عبارت له Sinus arrhythmia څخه ده. د زړه نورمال ضربان په یوه دقیقه کي 72 ځله دی، په فزیولوژیک حالت کي، په نورمال او صحتمند شخص کي د تنفس له زیاتېدو او کمېدو سره مستقیم زیاتېږي او کمېږي.

د زړه ضربان د ساه اخستلو په وخت کي زیات او د ساه ایستلو په وخت کي کمېږي. د ساه اخیستلو په وخت کي سږي له هوا څخه ډکېږي، حجم یې زیاتېږي، د سینې په قفس کي فشار کمېږي، د دې له کبله د وریدي ویني جریان (venous return) د زړه پر طرف زیاتېږي په پایله کي د زړه ضربان (heart rate) زیاتېږي.

له بلي خوا کله چي د سږو حجم زیات سي، په سږو کي د stretch  په نوم اخذې تنبه کېږي او د vagus  عصب په مرسته سیالې د رګونو د پراخېدو مرکز (cardioinhibitory center) ته استوي او دا مرکز نهي کېږي، په پایله کي د زړه ضربان زیاتېږي.

د ساه ایستلو په وخت کي د سږو حجم او د سینې د قفس داخلي فشار کمېږي، د زړه پر طرف د وریدي ویني جریان کمېږي، د دې کبله د سږو د stretch اخذو تنبه صورت نه نیسي، cardioinhibitory center هم نه نهي کېږي او په دوامدار ډول دنده اجرا کوي، په پایله کي د vagus عصب فعالیت زیاتېږي او د زړه ضربان کمېږي. 

  1. Sinus tachycardia: 

له SA node څخه د زیاتو برقي سیالو د تولید له کبله د زړه ضربان زیاتېدل عبارت له Sinus tachycardia څخه دی. په دې ډول ارتمیا کي د زړه ضربان په یوه دقیقه کي له 100 څخه تر 150 رسېږي. دا ډول ارتمیا هم په فزیولوژیک (نورمال) او هم په پتالوژیک (غیر نورمال) حالت کي رامنځته کېږي.

فزیولوژیک حالتونه لکه؛ تمرین کول، احساساتي کېدل، امیدواري او لوړه ارتفاع. پتالوژیک حالتونه لکه؛ تبه، کمخوني، د تایراید د غدې د دندي زیاتوالی، د زړه او رګونو ناروغۍ. که چېري شخص ته sinus tachycardia پیدا سي، د لاندي ستونزو سره مخ کېږي؛ د زړه ضربان حس کول  (palpitation)، سالنډي (dyspnea) ، د سینې درد (angina) او د بدن کمزوري.

  1. Sinus bradycardia

له SA node څخه د کمو برقي سیالو د تولید له کبله د زړه ضربان کمېدل عبارت له Sinus bradycardia څخه ده. په دې ډول ارتمیا کي د زړه ضربان په یوه دقیقه کي له 60 ځله څخه کم وي. دا ډول ارتمیا هم په فزیولوژیک حالت کي (لکه خوب) او هم په پتالوژیک حالت کي رامنځته کېږي لکه؛ د بدن تودوخه کمېدل، د تایراید افرازات کمېدل، د زړه حمله، د زړه ولادي ناروغۍ او SA node ناروغۍ. 

که شخص ته sinus bradycardia پیدا سي، له لاندي ستونزو سره مخ کېږي؛ خستګي، کمزوري، ساه لنډي، په بدني فعالیت کي ستونزه او Sick sinus syndrome. 

  1. Ectopic arrhythmia

د زړه هغه غیر نورمال ضربان دی، چي د بطین د عضلې، د دهلېز د عضلې، AV node  یا د زړه د بلي برخي د نامنظمو برقي سیالو د تولید له کبله را منځته کېږي (یاني له SA node څخه پرته د زړه بله برخه د pacemaker په حیث دنده اجرا کوي). هغه برقي سیالې، چي په دې ارتمیا کي تولیدېږي د ectopic foci په نوم یادېږي. دا ارتمیا پر دوه ډوله ده؛

  1. Homotopic arrhythmia:

د زړه هغه غیر نورمال ضربان، چي د زړه د انتقالي سیستم (conductive system) د نامنظمو سیالو د تولید له کبله رامنځته کېږي. 

  1. Heterotopic arrhythmia:

د زړه هغه غیر نورمال ضربان، چی د زړه د عضلې (myocardium) د نامنظمو سیالو د تولید له کبله رامنځته کېږي. 

د موضوع اړوند د ځینو اصطلاحاتو تشریح:

  1. Rhythmicity: دنسج هغه توان، چي په منظم ډول برقي سیالې تولید کړي (د برقي سیالو د تولید توان).
  2. SA node :یو وړوکی جوړښت دی، د زړه د عضلې څخه جوړ سوی دی، د ښی دهلېز د وحشي جدار په پورتنۍ برخه کي، د SVC څخه لاندي موقعیت لري، دنده یې د زړه د حرکت لپاره د برقي سیالو تولید دی. 
  3. Superior vena cave (SVC) :هغه ورید دی، چي د سر، غاړي او علوي اطرافو څخه وریدي وینه د زړه ښی دهلېز ته راوړي.  
  4. Sick sinus syndrome: په دې سندروم کي بدن کمزوری کېږي او شخص بېهوښه کېږي. دا سندروم د sinus bradycardia یو عام ډول دی.
  5. Conductive system: د انسان زړه یو ځانګړی سیستم لري، چي د SA node څخه برقي سیالې د زړه ټولو برخو ته انتقالوي. نوموړی سیستم د زړه د عضلې د رشتو څخه را منځته سوی دی، دا رشتې د یو لړ ځانګړو نسجو څخه جوړي سوي دي، چي د junctional tissues په نوم یادېږي.
نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button