د زړه حملې ۵ «غیر متوقع» لاملونه او حل لارې

د انسان په ژوند کې د زړه حمله یوه دوامداره اندېښنه ده ځکه چې دا ناڅاپي او وژونکي وي، او دا څیړونکي دېته هڅوي تر څو ددې پر لاملونو تمرکز وکړي، په ځانګړي توګه هغه لاملونه چې «غیر متوقع» یا نه منونکي وي.

د «Times news now» ورځپاڼې یو راپور خپور کړی چې په کې یې د څیړونکو له لوري پنځه هغه «غیر متوقع» لاملونه په ډاګه کړي چې د زړه حملې لامل کیږي.

ترافیکي ګڼه ګوڼه

تاسو ته به دا حیرانونکي هم وي خو څیړونکو ترافیکي ګڼه ګوڼې او د زړه حملې خطر زیاتېدو سره ربط ورکړی دی، په دې ښه پوهیږئ که په سړک ودریږئ او د یوې لارې نه تر بلې لارې او د یوې اشارې نه تر بلې پورې ایسار پاتې شئ، پر بدن څومره سخت فشار راولي.

څیړونکي وایي چې د سړک پرمنځ د یوه ساعت لپاره په ترافیکي اشارو کې ایسارېدل د زړه حملې خطر زیاتوي. دغه راز لوړ غږ هم د زړه ناروغۍ سره تړاو لري.

حل لاره: که چیرې ستاسې سفر د یوه ساعت لپاره په ګڼه ګوڼه کې وي نو په داسې حال کې په سوکه غږ د داسې څه اوریدو هڅه وکړئ چې ورسره مو فشار راکم شي.

کاري بدلون (په شفټونو کار کول)

څیړونکو خبرداری ورکړی چې کاري بدلون یا شفټي سیستم د بدن په داخلي بیولوژوکي ساعت بد اغیز کوي کوم چې کولی شي ستاسې زړه ته زیان ورسوي.

د کاناډا ویسټرن پوهنتون د یوې څيړنې له مخې دې نتیجې ته رسېدلی چې د شپې لخوا او یا په غیرو منظمو ساعتونو کې کار کول د زړه حملې خطر زیاتوي.

حل لاره: په داسې حال کې صحي ژوند غوره کړئ، د بېلګې په ډول متوازن خواړه او منظم تمرین ترسره کړئ، که چیرې درته شیفټي کار پریښودل ممکن نه وي نو په منظم ډول د زړه معاینات ترسره کړئ.

د غاښونو ستونزې

څیړونکي پرته له کوم لامل ښودلو وایي هغه کسان چې د ورۍ ناروغۍ لري د زړه ناروغۍ خطر یې هم زیات وي، خو دوی په دې باوري دي چې د وریو باکتریاوې د وینې بهیر ته ننوځي، دا د وینې د رګونو انفیکشن او په زړه کې د نورو ستونزو لامل کیږي.

حل لاره: که چیرې په وریو کې سوروالی یا زخم وي په سمدستي ډول د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړئ، دغه راز د غاښونو او وریو سالم ساتلو لپاره په هرو شپږو میاشتو کې د غاښونو ډاکټر ولاړ شئ.

اضافي وازګې او غوړ

اضافې وازګې یا غوړ کولی شي بدن کې ځینې هرمونونه او کیمیاوي مواد رامنځته کړي چې د وینې فشار لوړوي او د وینې په رګونو او د کولیسترول په کچو منفي اغیز کوي.

یوې څيړنې موندلې هغه میرمنې چې په خیټه کې اضافي وازګې لري د هغو په اندازه چې کمې وازګې لري، ۹۱ سلنه زیات د زړه ناروغۍ د خطر سره مخ کیږي.

حل لاره: ډاکټر سره د خوراکي رژیم او د ورزش پلان په اړه خبرې وکړئ، د هغوی سپارښتنې عملي کړئ تر څو مو د بدن پياوړتیا او روغتیا دواړه سالمې پاتې شي.

کم خوب

که تاسې په پرلپسې ډول له شپږو ساعتونو کم خوب کوئ د لوړ فشار او د کولیسترولو زیاتوالي خطر سره مخ کیږئ. کافي اندازه خوب نه کول د چاغوالي او په شکر ناروغۍ د اخته کېدو خطر هم زیاتوي.

حل لاره: روغتیا پوهان د یوه بالغ کس لپاره هره شپه د ۸-۹ ساعتونو د خوب سپارښتنه کوي.

کاپي…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button