د زړه حملې او ورسره تړلیوفشار ناروغیو لپاره بیړنۍ او په زړه پورې نسخه

غورځنګ څپاند

د زړه ناورغی، چې د وینې لوړ فشار، د زړه بې موازنه حرکتونو او بالاخره د زړه حملې او د زړه درېدا، هغه ناروغیانې دی، چې هر کال د نړۍ په لر او بر کې د سلګونه زره کسانو ژوند اخلی. د زړه حمله ډېره ویرونکې ده او کولی شی، چې ډېر ژر د انسان د مړینې لامل شی. خو د امریکا د نباتی وښو ډاکتر کریستوفر ادعا کوی، چې له دې ویرونکی حالت څخه، د یوې دقیقې په موده کې مخنیوی کیدای شی.
نوموړی وایی، که په خپل کور کې یوه غذایی ماده تیاره ولرﺉ، نو د یوې دقیقې په موده کې کولی شئ، چې د زړه له حملې څخه مخنیوی وکړﺉ.
هغه زیاتوی، چې له ۳۵ کلونو راهیسې، چې دی د طب او روغتیا په برخه کې کار کوی، د ده هیڅ ناروغ د زړه د درېدا په پایله کې نه دی مړ شوی. نوموړی په دې برخه کې د یوې غذایی نسخې، چې یوازې په ده پورې تړلې ده، کار اخلی. د ده غذایی نسخه، سور مرچ دی، چې ویل کیږی، چې د زړه د حملې په مخنیوی کې مهم رول لری.
دغه ډاکتر وایی، چې د زړه له حملې څخه د مخنیوی لپاره باید تل په خپل کور کې سره مرچک ولرﺉ. که ستاسې په کور کې، د زړه کوم ناروغ وی او یا داسې ناروغ وی، چې پخوا څو ځلې د زړه حملې پرې راغلې، نو هرو مرو د سره مرچ د چایو یو ګیلاس په خپل کور کې چمتو ولرﺉ. د دغه چای برابرول سخت نه دی، او یوازې کفایت کوی، چې په یو ګیلاس اوبو کې، د سره مرچو یو قاشق ورواچوﺉ. دغه مخلوط هغه ناروغ ته ورکړﺉ، چې د زړه له حملې سره مخ شوی، چې په چټکۍ سره هوسا شی. یوازې دې ته پام وکړﺉ، چې ناروغ ته د سره مرچ د چای د ورکړې پرمهال، هغه باید په هوښ کې وی.
د هغه ناروغ لپاره، چې د زړه له حملې سره مخ شوی، د دغه چایو یوازې له ۵ تر ۱۰ څاڅکو کفایت کوی. که د ناروغ وضعیت ښه شی، نو تاسې کولی شی، تر ۵ دقیقو وروسته، له ۵ تر ۱۰ څاڅکې نور هم ورکړﺉ.
که چیرې ناروغ د زړه حملې په پایله کې بیخوده شوی وی، نو بیا هم کولی شئ، د سرو مرچو له عصارې څخه کار واخلئ. دلته یوازې اندازې ته یې پام او دقت اړین دی. د دغه کار لپاره، د سره مرچ د عصارې یوه اندازه، د ناروغ تر ژبې لاندې کیږدﺉ. په ورته وخت، په ناروغ کې د چټک ښه والی د رامنځته کیدو لپاره کولی شی، له مصنوعی تنفس څخه استفاده وکړﺉ.
ولې سور مرچ: سور مرچ یو ځواکمن محرک دی او په همدغه حالکې د انسان پر هوښیارتیا اغیزه نه کوی. دغه ماده، د زړه حرکت او غړو ته د وینې رسولو چارې چټکوی. دغه ډول مرچ، له خونریزی څخه د مخنیوی په برخه کې هم اغیزمن دی. له بلې خوا سور مرچ ډېره مصرفیدونکې ماده او په اسانۍ سره د ترلاسه کیدو وړ ده. نوځکه خو زیاتره کورنۍترې ګټه اخلی.
خو دا باید په یاد ولرﺉ، چې له دغې کړنلارې څخه له ناروغ سره یوازې د لومړنیو روغتیایی مرستو په توګه کار اخیستل کېږی، له دې سره سره، د یادو عوارضو له پیدا کیدو سره سم، ناروغ باید ژر تر ژره ډاکتر او روغتون ته ورسول شی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button