د زعفران (۱۰) روغتیايي اوپه زړه پوري ګټې!

۱. زعفران د مختلفو ویټامینونو او د بدن ضرورت وړ مختلف عناصر، منرالونه او شحمي موادو لري او په درملنه کې یې اغېز مثبت دی.

۲. زعفران خپله نورو خوراکي توکو ته خوند او رنګ ورکوي، وازګې له منځه وړي او په وینه کې د کلسترول د زیاتوالي مخه نیسي. که غواړئ ذهني ارامتیا ولرئ، زعفران وکاروئ.

۳. زعفران د پښتورګو او مثانې تېږې، تبې، زيړي، شکر، پوستکي ژیړ زخم، د سترګو خارښت، د کولمو درد او همدا ډول عضلاتي دردونو د ښه کولو لپاره ګټور دي.

۴. زعفران اشتها زیاتوي او د پوستکي، سترګو، زړه او سرطاني ناروغیو مخه نیسي، حافظه قوي کوي او د وینې فشار په ټيټولو کې پوره مرسته کوي.

۵. همدارنګه د زعفرانو په استعمال سره عصبي، هضمي او تنفسي سیستمونه د ځینو ناروغیو لکه د اعصابو کمزوري، خستګي، درد،بې خوبي، کم خوراکي او تنفسي بې نظمي ورسره حلېږي.

۶. که له زعفرانو څخه په خوړو کې ګټه واخیستل شي، هضم اسانه کوي، معده قوي کوي او دردونه یې له منځه وړي.

۷. زعفران د لیدو او اورېدو قوت هم ډېروي او هغه کسان چې د زړه له رنځه ځورېږي د زعفرانو د استعمال توصیه ورته کېږي.

۸. پر زعفرانو وروستیو څېړنو ښودلي چې زعفران د ستړیا او خپګان د له منځه وړو خاصیت لري.

۹. زعفران کولای شي هغه سلولونه له سره ترمیم او بیا ژوندي کړي چې د لیدو په حس کې مرسته کوي.

۱۰. څېړنو ثابته کړې چې په زعفرانو کې شته انتي اکسیدان په بدن کې د سرطاني ناروغیو مخه نیسي.

یادونه: د څېړنو پایلو ښودلي چې په ورځني ډول باید له زعفرانو په خوړو کې ګټه واخیستل شي او یا هم یوه پیاله د زعفرانو چای وڅښل شي. په هېڅ څه کې هم افراط نه دی په کار؛ که د زعفران په خوړو کې هم افراط وشي، نو د ګټو پر ځای به درته زیانونه واړوي.

کاپي: ډاګتر په کور کې له پاڼې څخه…

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button