د زده کوونکو لپاره سهارنۍ څومره اړینه ده؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هغه زده کوونکي چې سهارنۍ نه خوري د نورو په پرتله ستړي او بې پامه وي.

د زده کړیالۍ پر مهال تغذیه له دوو اړخونو ډېره مهمه ده، لومړی دا چې په ځوانۍ او یا نوې ځوانۍ کې د انسان بدن ورځ تر بلې وده کوي او د سالمې ودې لپاره انرژۍ ته اړتیا وي او دویم دا چې درس ویل خپله ځانګړې انرژي غواړي چې باید پوره پاملرنه ورته وشي.

په دې مرحله کې نه یوازې دا چې د ماشوم یا نوي ځوان بدني وده مهمه ده، بلکي دوی باید یوه قوي حافظه ولري چې د لرلو لپاره یې مغذي موادو ته اړتیا لیدل کېږي.

میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو سهارنۍ ته پوره پام وکړي.

په ټوله کې هېڅ غذایي وخت د سهارنۍ ځای نه شي نیولی، خو د ماشومانو لپاره بیا تر بل هر وخت ارزښتناک دی؛ ځکه درس ویل یا فکري کار تر فزیکي کار ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري. که سهارنۍ سمه وخوړل شي، د ورځې په اوږدو کې په وینه کې د قندو د کنټرول لامل کېږي او دا د زده کړیالانو د حافظې له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

دغه راز پر میندو او پلرونو دا هم لازمه ده چې په ښوونځي کې د خپلو ماشومانو د تفریح پر مهال هم د یو څه خوراکي توکو غم وکړي. ډوډۍ او پنیر، مېوه او یا نور مغذي مواد یې ښې بېلګې کېدای شي.

زده کوونکو ته په کار ده چې د بې خاصیته غذایي موادو لکه چېپس، پفک، ساندویچ، سوسیس، چاکلېت، شيرینۍ او ګازداره نوشابو او هغو توکو څخه چې په غیر صحي ډول تیارېږي، ډډه وکړي.

د ښوونیزو مرکزونو د تغذیې د برخې متخصص (موسوي) وایي، په زده کړیالانو کې ډېری روغتیایي ستونزې د ناسالم غذایي رژيم له کبله پیدا کېږي؛ ځکه دوی په بېلابېلا وختونو کې ښوونځي ته ځي او خپل غذایي رژیم ته یې پام نه وي.

دی وایي که څه هم چې د بېلابېلو عمرونو کسانو لپاره بېلابېل غذایي رژیمونه په پام کې نیول کېږي، خو د ماشومانو په تېره بیا د زده کوونکو لپاره ځکه غذایي رژیم مهم دی چې دوی په یو وخت کې دوه برابره انرژۍ ته اړتیا لري، یو د سالمې ودې لپاره او بل هغه انرژۍ پوره کول چې دوی په درس ویلو لګوي.

دی زیاتوي مېوې او سبزۍ د فیبرو او نورو معدني موادو تر ټولو ښه سرچینه ګڼل کېږي. سره غوښه، حبوبات هم د ماشومانو او زده کوونکو لپاره تر ټولو ښه غذایي توکي ګڼل کېدای شي؛ ځکه دغه څه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه پروتین لري او پروتین په سالمه وده کې مهم رول لوبوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button