د روژې حکمت

ليکنه: محمد رفيق مؤمن الشوبکي

ژباړه/لنډيز: م.ش کاموی

پدې ښه پوهيږو چې الله تعالی زموږ روژې ته هيڅ اړتيا نلري، که روژه ونيسو، يا يې وخورو الله تعالی ته نه څه ضرر رسيږي نه فايده، دا هرڅه زموږ د فائدې لپاره دي، او د دې شاته ډېر حکمتونه دي، څه يې موږ او زموږ عالمانو ته ښکاري، او ډېر به ترې پټ هم وي، نو زه دلته د “محمد رفيق مؤمن الشوبکي” له مقالې څخه د روژې حکمتونه په ډېر اختصار، لنډيز او يو څه تغير سره را اخلم:

اول: تقوی

الله تعالي فرمايي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”

د روژې يو حکمت تقوی ده، ځکه تقوی انسان کې ويښتيا پيدا کوي، او دا خاصيت بيا نمو کوي، او الله تعالی انسان ته د نورو عباداتو توفيق ورکوي، او دا عالمانو منلې؛ کله چې انسان مباحات پرېږدي، عباداتو ته يې توجه زياتيږي، او همداراز، کله چې ته يو عبادت پټ کوې، او هغه يواځې د ده او الله تعالی ترمنځ وي، دا نورو عباداتو کې د اخلاص سبب ګرځي، نو تر دېرش ورځو په مسلسل ډول روژه ساتل يې دېته ښه تيارولای شي. داچې روژه کې د اعمالو اجر زياتيږ، نو مؤمن ډېر اعمال کوي، چې دا هم د عبادت ښه کولو يوه وسيله ده.

دويم: د الله نعمتونه درک کول

کله چې روژتي له خوراک، څښاک، او کوروالي څخه بند کړای شي، او بيا له روژه ماتي ټول قيود پورته شي، روژتي د بي قيده شته نعمتونو پر خوند پوهه شي، نو د الله تعالی شکر اداء کړي، الله تعالی فرمايي: ” وَإِن تَعُدُّواْ نِعْمَتَ اللّهِ لاَ تُحْصُوهَا إِنَّ الإِنسَانَ لَظَلُومٌ كَفَّارٌ ” (إبراهيم:34)

دريم: د مسکينانو او فقيرانو له حاله خبريدل

کله چې روژتي لوږه او تنده و څکي، نو پدې پوهه شي، چې زما چاپيره فقيرانو يولس مياشتی دا ډول ژوند تير کړی، نو ضرور يې زړه کې رقت او نرمي پيداکيږي، او هر ډول مالي قربانۍ ته تياريږي، الله تعالی فرمايي: : ” وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلَا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ ” (النساء:36).

امام کمال بن الهمام رحمه الله خپل کتاب فتح القدير کي ويلي: روژه “له لا اله الا الله” او لمونځ وروسته د اسلام دريم رکن دی، او داچې الله تعالی مشروع کړې، ډېرې فائدئ لري:

“… روژه پر مسکينانو د رحمت او نرمۍ سبب دی، ځکه غني چې د لوږې درد وڅکي، بيا هميشه ورته دا حالت معلوم وي، نو نرمي پکې پيدا کيږي”.

امام ابن رجب الحنبلي رحمه الله خپل کتاب “لطائف المعارف” کې وايي: “له ځينو سلفو چا پوښته وکړه، روژه ولي فرض شوې؟
هغه ووې: ترڅو غني د لوږۍ درد وڅکي، او وږی هيرنکړي”.

روژه شيطان غصه کوي

شيطان د شهواتو له لارې انسان بې لاری کوي، کله چې روژه کې انسان له شهواتو چې خوراک، څښاک… څځه ځان بند كي، د وينو رګونه تنګيږي، نو د شيطان لاره هم تنګيږي، نو انسان يي له وسوسو څخه امن کيږي، دا کار شيطان سخت غصه کوي.
صفية رضي الله عنها روايت کوي، چې رسو الله صلی الله عليه وسلم ويلي: “شيطان د انسان رګونو کې لکه د ويني ګرځي”. (رواه البخاري)

ابن تيمية رحمه الله خپل کتاب “مجموع الفتاوی” کې ويلي:” وينه له خوراک او څښاک څخه جوړيږي، کله چې انسان خوراک او څښاک کوي، نو د شيطان لاره – وينه – پراخيږي، کله چې روژه ونيسي، د شيطان لارې تنګې شي نو د انسان نيکيو ته مخه شي، او بد کارونه پرېږدي”.

ابن رجب الحنبلي خپل کتاب “لطائف المعارف” کې ويلي: “روژه د وينو لارې تنګوي، کومو كي چې شيطان ګرځي، روژې سره انسان له شيطاني وساوسو اراميږي”.

روژه شهوت ماتوي

روژه د انسان شهوت ماتوي، او دوام يي مسلمان پر استقامت، د نظر ساتنه او نفس سره په مجاهدې بريالی کوي، نو ځکه نبي – صلی الله عليه وسلم – ځوانانو ته وصيت کړی، ترڅو روژه ونيسي.

عبدالله بن مسعود – رضي الله عنه – ويلي: “موږ ځوانان ؤ, هيڅ مو نه لرل, رسول الله صلی الله عليه وسلم سره ؤ، رسول – صلی الله عليه وسلم – مونږ وويل: ای ځوانانو! هغه څوک چې توان لری ودونه وکړئ، ځکه دې سره مو سترګې له پردو ښځو ښکته، او شرمګاه مو ساتل کيږي. او هغه چې توان نلري، روژه دې ونيسي، ځکه روژه مو شهوت سړوي. (بخاري او مسلم)
شيخ ابن جبرين رحمه الله د “عمدة الأحکام” شرح کې وايي:

“ډېرو ځوانانو راته ويلي چې زياتره وخت روژه نيسو، شهوت مو پر خپل حال وي.

د دې سبب دوه شيان دي: اول داچې دوی طبعا ډېر قوي شهوت لري.

دويم: ځينې داسې خوراکونونه لکه ميوې، غوښې او نور شيان دي چې شهوت قوي کوي، نو څوک چې د خپل شهوت اور سړول غواړي، ښايي دا ډول خوراکونه رژماتي او پيشلمي پرمهال کم کړي”.

روژه فطري مدرسة ده

روژه يوه داسې فطري مدرسة ده چې انسان پکې ډېر ښکلې خويونه لکه: نفس سره جهاد، د خواهشاتو سره مقاومت، او د شيطان له دوکونه او چلونو سره جګړه کول زده کوي. او په صبر يې عادتوي، د ترتيب او نظم، او امانت ساتلو، د الله تعالی سره په پټه او ښکاره مراقبة کول ورښايي، ځکه د روژتي روژه يواځې الله تعالی څاري.

او همداراز روژتي کې د نرمۍ، ورورولۍ او يوبل سره د مرستې او لاسنيونې عواطف پيداکيږي، سربير پردې روژه انسان ته د ژبې عفت هم ورپه برخه کوي؛ ځکه دی له بدې ژبې، ښکنځونکو ځواب څخه خوداري کوي، او نه له کم عقلو د هغوی د بدې رويي بدله اخلي.

ابي هريرة – رضي الله عنه – ويلي: رسول الله صلی الله عليه وسلم ويلي:” … روژه ډال دی، څوک چې روژه وۍ، نو ندې، ژبه د شهوت په خبرو خوځوي، که څوک ورسره شخړه يا ښکنځل کوي، او يا يې ورسره جګړه وکړه، ورته دې ووايي: زه روژه يم”. (رواه البخاري و مسلم)

بل روايت کې راغلي: “روژه ډال دی، ندې پکې څوک ژبه خوځوي، او ندې پر بل چا تجاوز کوي، او که بل ورسره جګړه او يا ښنکنځل وکړه، نو دوه ځل دې ووايي: زه روژه يم”. رواه البخاري و مسلم.

روژه د مسلمانو ترمنځ د يووالي سمبول دی

د دنيا هر کونج کې روژتي د يوې تګلارې لاندې چليږي، هريو تور او سپين، غريب او غني، عرب او عجم الله تعالی ته يوشان غاړه اېښې ده.

روژه جسم ته روغتيا او قوت بخښي

نني روغتيا پوهانو پدې باور لري چې روژه د انسان جسم ته بې سارې فائدې رسوي. او له څيړنو ورته دا جوته شوې چې روژه جسم څخه زهري مواد خارجوي، هاضمې جاز ته ارام ورکوي، پړسوبونو لمنځه وړي، وينه کې د شکري ناروغۍ مقدار کموي، او اضافي چربي کوم چې د ويني د فشار مريضانو ته زيانمنه ده لمينځه وړي، د مصؤنيت نظام پياوړی کوي، ګردې او د بولو لارې پاکوي….

نن ډېري داکتران د زړه، عصبي قولون، د بندونو پاړسوب، هضمي جاز، جلدي او نورو ورته ناروغيو درملنه د روژې پواسطه کوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button