د روغتیا دوولس نښې

ژباړه : عطا محمد میاخېل

روغتیا یوه حقیقي شتمني ده، ښایي دا تکیه کلام، لږ څه کلیشه یي تر سترګو شي، خو حقیقت بیانوي . روغتیا تر ټولو مهمه پانګه ده، چې باید په خپل ژوند کې هغې ته لومړیتوب ورکړو .

لاندې دوولس نښې دا څرګندوي، چې تاسو له بشپړې روغتیا څخه برخمن یاستئ :

اوس هغه پوښتنه، چې را منځته کېږي داده، چې تاسو څنګه پوهېږئ، چې بدن مو روغ او د ژوند تېرولو له پاره چمتو دی ؟ موږ په دې لیکنه کې تاسو ته هغه نښې لړ لیک کړې دي، کومې چې ستاسو د روغتیا ښکارندویي کوي . دا لیکنه تر پایه ولولئ، ترڅو له دې نښو سره آشنا شئ .

۱ ـــ که چېرې سهار له خوبه را ویښېږئ، خوشاله او طبیعت مو برابر وي او دغه راز دې ته چمتو یاستئ، ترڅو نړۍ د خپلو پښو لاندې فتحه کړئ، دا لومړۍ نښه ده، چې تاسو روغ یاستئ .

۲ ـــ که چېرې کولای شئ، په پوړیو ( زینو ) باندې له پورته کېدو وروسته هم خپله ساه کنټرول کړئ او په عادي توګه په لاره لاړ شئ، مبارک دې وي ! تاسو روغ یاستئ .

۳ ـــ که چېرې ټوله ورځ کار کوئ او د ورځې په پای کې هم د خپلې مېرمنې له پاره د یوې کوچنۍ ماښامنۍ د چمتو کولو انرژي لرئ، نو خپله خولۍ پورته وغورځوئ .

۴ ـــ که چېرې تاسو د خړ او الوتي پوستکي پرځای د روښانه او ځلانده پوستکي لرونکي یاست، نو د خپلې روغتیا په کریډیټ کارت باندې مو یو امتیاز بل هم ور زیات کړئ .

۵ ـــ که چېرې ستاسو نوکان سور و سپین رنګ لري، او کلک دي، تاسو روغ یاستئ .

۶ ـــ که چېرې معده مو سمه ده او په منظم ډول تشناب ته ځئ، وچووالی نه لرئ او معده مو جوش نه کوي، کولای شئ خوشاله واوسئ، چې ستاسو د روغتیا کچه د زیاتېدو په حال کې ده .

۷ ـــ که چېرې روغ او بې نېمګړتیا غاښونه لرئ او په خپلو جادویي موسکاوو سره خپل شاوخوا خلک را جذبوئ، نو د خپلې خوشالۍ له پاره کافي دلیلونه لرئ .

۸ ـــ که چېرې اشتها مو ښه ده، نه ډېر خواړه خورئ او نه مو هم اشتها کمه ده، دا د دې ښکارندویي کوي، چې بدن مو روغ او ښه دی .

۹ ـــ که چېرې هغه مهال، چې نور ټوخېږي او د خپل بدن هوا بهر پو کوي، تاسو نه پرنجېږئ، نو هغه مهال ستاسو د بدن دفاعي ځواک په ښه توګه کار کوي . د والګي او جزئي انتانونو په وړاندې د خونديتوب ( مصؤنیت ) لرل، ستاسو د روغتیا نښه ده .

۱۰ ـــ که چېرې داسې احساس کوئ، چې خپل رواني فشار په ښه توګه کنټرول کوئ، له کچې زیات او په غیر عادي ډول نه غوسه کېږئ، په دې مانا ده، چې ستاسو رواني حالت هم ښه دی .

۱۱ ـــ که چېرې ستاسو په مینه ناک او جنسي ژوند کې هرڅه ښه او منظم دي، نو د خپلې روغتیا او سلامتیا په کریډیټ کارت باندې مو یو بل امتیاز هم ور زیات کړئ .

۱۲ ـــ که چېرې له بې خوبۍ سره د مبارزې په حال کې نه یاستئ، نو روغتیا مو ښه ده . د شپې له خوا آرامه او منظم خوب کول، د روغتیا له پاره یوه مهمه ځانګړتیا ده .

ډېر ښه دوستانو، له خپل روغ او نېکمرغه ژوند څخه خوند واخلئ، په منظم ډول ورزش وکړئ . ښه او مغذي خوړنیز توکي وخورئ، ترڅو روغتیا او سلامتیا مو د تل له پاره خوندي شي . ستاسو روغتیا او سلامتیا زموږ تل پاتې هیله ده .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button