لیک: سټیفن هاوکینګ
ژباړه: فهیم سپینغر
پخوا زمانو کې، نړۍ په بشپړ ډول تصادفي/خپلسرې ګڼل کېدله. ناورینونه لکه سېلاب، طاعون، زلزلې او اورغورځونې بېدلیله ګڼل کیدل او وړاندوېنه یې نه کېدله. لومړنیو انسانانو دغه شان طبیعي پدیدې د خدایانو او الهو له لورې ګڼلې. د دوی د خدایانو کارونه د وړاندوېنې نه وو. په هیڅ صورت نه پوهېدل چې خدای به څه پېښ کړي. معبدونو ته د تحفو په وړلو او ښه عمل ترسره کولو سره به دوی د خدای پام ځانته اړولو. ډېري کسان لا هم په همدې باور دي او هڅه کوي د خدای په خوشالولو سره خپل تقدیر ښه کړي. دوی په آزموینه کې د بریالي کېدو او ښې نُمرې ترلاسه کولو لپاره، ښه کارونه او مهربانه چلن کوي.
سوکه سوکه د طبیعت منظم تکرارېدونکې پدیدو ته د خلکو پام شو. دغه تکرارېدونکې پديدې د آسماني اجسامو په حرکت کې بېخي څرګندې وې. ځکه خو ستورپوهنه له تاریخي پلوه لومړی علم ګڼل کیږي. کابو درې سوه کاله پخوا نیوټن ستورپوهنې ته قوي ریاضیکي بنسټونه کېښودل. د نیوټن جاذبه نظریې په مرسته لاهم د آسماني اجسامو د حرکت وړاندوېنه کیږي. د ستورپوهنې په متابعت سره، ټولو ته جوته شوه چې نورې طبیعي پدیدې هم د ټاکلي ساینسي قانون تابع دي. دغه څرګندونې موږ ته د ساینسيجبر ذهنیت راکوي. د ساینسيجبر مفکوره د لومړي ځل لپاره د فرانسوي ساینسپوه پییر-سیمون لاپلاس لخوا مطرح شوله. ما به د لاپلاس خبره لفظاً درته نقل کړې وی، خو له دې چې لاپلاس اوږدې، غیرمنظمې او مُغلقې جملې لیکلي، نو خبره به یې معناً ذکر کړم. لاپلاس ویل که په کیهان کې په یوه ټاکلي وخت کې د ذراتو سرعت او ځای وپېژنو، بیا نو کولی شو هر وخت په تېر او راتلونکي کې د دغه ذرو کیفیت محاسبه کړو.
د لاپلاس ساینسيجبر نظریه چې وايي”په یوه وخت کې د ذرې د سرعت او ځای په پوهیدو سره کولی شو هر وخت یې ځای او سرعت ترلاسه کړو. “د هایزنبرګ عدم قطعیت اصل له امله ضعیفه شوه. څنګه کولی شو د راتلونکې وړاندوینه وکړو، داسې حال کې چې همدا اوس د ذرې سرعت او ځای همزمان نشو محاسبه کولی؟ مهمه نه ده چې څومره قوي کمپیوټر لرو، خو که چېرې ناسم او غیر دقیق معلومات ورکړو، نو غیر دقیق وړاندوېنه به موږ ته بېرته راکړي.
انشټین، په طبیعت کې د تصادف له موجودیت څخه ناخوښ و. د انشټین نظر د نوموړي په یوه جمله کې راټول دی چې ویل به یې:”خدای کَمسايي بازي نه کوي-چې د کَمسايي هر ډډه راووتله هماغه دې شي. “داسې ښکاري انشټین حس کړې وه چې عدم قطعیت حقیقت نه بلکې موقتي قاعده ده. داسې یې انګیرله چې یو پټ حقیقت شته دی چې له مخې یې د ذرې سرعت او ځای په عین وخت کې په دقیق ډول محاسبه کولی شو. د انشټین دغه نظریه د لاپلاس د ساینسيجبر نظریې تکاملي بڼه ګڼلی شو. دغه پټ حقیقت به خدای ته معلوم وي، د نور کوانتومي ځانګړنې له وجهې به یې موږ اوس نشو لیدلی، یوازې به یې خدای لیدلی شي.
په دې هکله د انشټین نظر ته د پټو متحولینو نظریه وايي. داسې برېښې چې د پټو متحولینو نظریه د هایزنبرګ عدم قطیعت قاعدې ته په فزیک کې د شاملېدو زمینهسازي کوي. د دغه نظریې پلویان د بېلابېلو ساینسپوهانو او حتی د ساینسفیلسوفانو د نظریاتو پر اساس د کیهان ذهني انځور جوړوي. خو د پټ متحولینو نظریه په هر صورت غلطه ده.
انګریز فزیکپوه جان بېل داسې تجربي آزموینه ترسره کړه چې پر مټ یې کولی شوی د پټو متغیرونو نظریه غلطه ثابته کړي. کله یې چې په ډېر دقت تجربه ترسره کړه، د تجربې پایلې د پټو متغیرونو سره په ټکر کې وي. په دې توګه ښکاري چې ان خدای عدم قطعیت اصل کې را ګیر دی او نشي کولی په یوه وخت کې د ذرې سرعت او ځای تشخیص کړي. ټول شواهد دغه مسئله روښانه کوي چې خدای هغه کَمساييباز دی، چې په هر ممکن وخت کې کَمساييبازي کوي.
د انشټین په پرتله نور ساینسپوهان، دې ته ډېر چمتو وو ترڅو د نولسمې پېړۍ د ساینسيجبر نظریه اصلاح کړي. د آلماني فزیکپوه هایزنبرګ، اتریشي فزیکپوه شرویدنګر او انګریز فزیکپوه پاول دیراک له لورې یوه نوې نظریه-کوانتوم میخانیک وړاندې شوه. پاول دیراک په کامبریج کې له زماني اړخه له ما مخکې لوکاسیَن پروفیسور(Lucasian Professor) و. که څه هم کوانتوم میخانیک نیږدې اویا کاله کیږي چې منځته راغلی، خو خلک په بشپړ ډول تر اوسه نه دي پرې پوه. ان هغه کسان چې په محاسبو کې یې کاروي نه پرې پوهیږي. د اندېښنې وړ حالت دی؛ ځکه کوانتوم میخانیک د فزیکي نړۍ د کلاسیک تصور او واقعیت څخه په بشپړ ډول توپير لري. په کوانتومي میخانیک کې ذرې ځانګړی سرعت او ځای نه لري. بلکې د څپې تابع په توګه ښودل کیږي. دا د فضا په هره نقطه کې یو عدد دی. د څپې تابع اندازه، موږ ته د ذرې د ځای موندلو احتمال راکوي. له یوې نقطې تر بلې نقطې پورې چې د څپېتابع قیمت بدلون وکړي، دغه بدلون د ذرې سرعت ښيي. کولی شو د څپې داسې تابع ولرو چې په یوه وړه برخه کې په ډېر شدت لوړه شوې وي. دا په دې معنی ده چې د ځای عدم قطعیت کم دی. اما د څپې تابع په څوکه کې په چټکۍ سره بدلون کوي-په یوه خوا کې پورته او په بله کې ښکته وي. په دې صورت کې به د سرعت عدم قطعیت ډېر وي. په ورته ډول کولی شو د څپې داسې تابع ولرو چې د سرعت عدم قطعیت یې کم، خو د ځای عدم قطعیت یې ډېر وي.
د څپې تابع د ذرې په اړه ټول هغه شیان چې باید پرې پوه شو لري. مثلاً په عین وخت کې یې ځای او سرعت ترلاسه کولی شو. که په یوه ټاکلي وخت کې د څپې تابع ولرو، قیمت یې په نورو وختونو کې د شرویدنګر معادلې په مرسته ترلاسه کولی شو. په دې اساس لاهم ساینسيجبر شته دی، خو نه په هغه توګه لکه لاپلاس چې تصور کړی و. د دې پر ځای چې وکولی شو د ذرې د سرعت او ځای وړاندوېنه وکړو، یوازې کولی شو د څپې تابع وړاندوېنه وکړو. دا په دې معنی ده چې موږ د نولسمې پېړۍ د کلاسیکې نظریې په اساس د وړاندوېنې یوازې نیمايي برخه کولی شو.
که څه هم کوانتوم میخانیک د سرعت او ځای د همزمان ترلاسه کولو پر مهال د عدم قطعیت لامل کیږي؛ خو په سر د دې هم موږ ته اجازه راکوي چې د سرعت او ځای ترکیب په قطیعت ترلاسه کړو. اما د قطعیت دغه درجه د وروستیو بدلونونو له وجهې ګواښل کیږي. ستونزه ځکه راپورته کیږي چې جاذبه، فضا-وخت تر هغه بريده پېچلی شي، چې په فضا کې داسې سیمې منځته راولي چې موږ یې اصلاً نشو لیدلی.
دغه شان سیمې د تورې سمڅې د ننه دي. دا په دې معنی چې موږ نه یوازې عملاً بلکې آن د ریاضيکي اصولو په اساس نشو کولی د تورې سمڅې دننه ذرې ووینو. که یې لیدلی نشو، نو نشو کولی د دوی ځای او سرعت اندازه کړو. بیا نو دا مسئله راپورته کیږي چې آیا تورې سمڅې د وړاندوینې په هکله تر هغه زیات محدودیت رامنځته کوي، له کوم چې کوانتوم میخانیک رامنځته کړی و؟
آیا حاکم فزیکي قوانین موږ ته دا امکان راکوي، چې د راتلونکې دقیقه وړاندوېنه وکړو او پوه شو چې موږ ته څه راپېښیږي؟
که یې لنډ ځواب کړو، هو او نه. اصولاً قوانین موږ ته اجازه راکوي چې د راتلونکې وړاندوېنه وکړو، اما په عمل کې محاسبې تر ډېره، ډېرې پېچلې دي.