د ذکام نښې او ګټې!

لیکنه: شکېبا نادري

د ذکام نښې او ګټې!

ذکام هغه ناروغي ده چې د سړې هوا او یا د موسمونو د بدلون له امله رامنځته کېږي. په اوسني موسم یعنې ژمي کې ډېری کسان په دې ناروغۍ اخته کېږي، خو ذکام هغه یوازینۍ ناروغي ده چې د انسانانو لپاره ډېرې ګټې لري چې موږ په نننۍ لیکنې کې پرې خبرې کوو.

د ذکام د ګټو ترڅنګ موږ په نننۍ لیکنه کې تاسو ته د ذکام د نښو په اړه هم معلومات وړاندې کړي دي.

که تاسو هم غواړئ د ذکام د ګټو په اړه پوه شئ زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

د ذکام نښې!

د ذکام نښې لکه، د پوزې بندېدل، د بویایي حس کمزورتیا، په پوزې کې خبرې کول، له پوزې څخه د اوبو وتل، د اواز بدلون، ان په خبرو کولو کې ناروغ کس له ستونزو سره مخ کېږي، د ناروغ کس د تودېدلو پرمهال د پوزې او ستوني سوځېدل لکه، لمر یا اور ته کېناستل، د تودو شیانو بویول لکه، زغفران او یا د تودو شیانو خوړل لکه، سوپ او تود چای، قهوه او دې ته ورته نښې، لکه، د سترګو سوروالی، د پزې سوروالی او ان د مخ سوروالی او تبه هم د ذکام له نښو څخه دي.

خو ځینې وخت ذکام د سړې هوا له امله هم وي لکه، په سړه هوا کې د ډېر وخت لپاره لوڅ سر پاتې کېدل، له سړو اوبو څخه ګټه اخیستل، وروسته له حمام او یا سپورټ کولو څخه په سړه هوا کې پاتې کېدل او داسې نورې کړنې له پوزې څخه د اوبو د وتلو او یا ذکام لامل کېږي، خو ځینې وخت دا اوبه د حلق خوا ته هم ځي، چې د سردردۍ، د سترګو او پوزې سوځېدل، اوښکې، د خولې ترخېدل، تږي کېدل، او ډېر ویده کېدلو لامل کېږي. خو د ځینو کسانو د خولې خوند هم خرابېږي د هېڅ شي په مزه نه پوهېږي او خوند نه ورکوي. سټرس او ناسم اروایي حالت هم د ذکام له نښو څخه یوه نښه ده.

د ذکام ګټې!

د ذکام د ګټو په اړه په ډېرو حدیثونو کې راغلي دي، چې حضرت مُحَمَّد ﷺ فرمایلي: ذکام هغه ناروغي ده چې خدای ﷻ د نورو ناروغیو د له منځه وړلو لپاره پیدا کړې ده او نورې ناروغۍ له منځه وړي.

طب وایي: چې د انسان د سر په یوې برخې کې د وخت په تېرېدلو سره اوبه ټولېږي، چې دا اوبه که له سر څخه ونه وځي، نو د سردردي لامل کېږي، خو د دغو اوبو د وتلو لپاره ذکام تر ټولو غوره او اسانه لار ده.

پر ذکام ډېری هغه کسان چې کمزوري او یا انیمیا وي اخته کېږي، دا ناروغي ډېری د سړې هوا له امله وي، خو په تودې هوا کې هم ځینې خلک پر دغې ناروغۍ اخته کېدلای شي، نو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره باید ځان تود وساتئ تر څو ژر ښه شئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button