د دښمنانو په دوستۍ کې د دوستانو ورکه

په کابل کې د جان کیري دکینول شوې ګډوله واکمنۍ له پیل څخه څه ناڅه نهه میاشتې تیریږي. په دې نهو میاشتو کې  د واکمنو د خپل منځي او کورنیو غوټه شوو شخړو له کبله  هرڅه بهرني سیاستته ور ګرځیدلي. د متفکر او تفکر ټوله تومنه همدا ده چې پاکستان په خواږه دوست واړوي او د آل سعود په لاسو ور پریوځي اویو ډول امریکایی سعودي نوي داعش ته لاره پرانیزي. په لومړیو کې داسې بریښیده چې آی اس آی به دسیا له تجربو څخه په ګټه اخیستنه،  دسعودي په مالي ملاتړ، دکابل ملي امنیت دوسیلې په توګه دغې پروژې ته ګماري او دکابل او پنجاب استخباراتي او امنیتي کړۍ به یو له بل سره غاړه غړۍ کیږي. دغه معادله پریمن باندې دسعودي تر مشرۍ لاندې ناروا پوځي تیري څه ګډه وډه کړه او دا ځکه چې سعودي له پاکستان څخه وغوښتل چې پر یمن باندې په روان تیري کې دسعودي شاته ودریږي خو دپاکستان پارلمان دغه غوښتنه ونه منله او په دې وجه دسعودي او پاکستان اړیکې ترنګړې شوې. داسې انګیرنې هم شتون لري چې سعودي به دپاکستان له دې نمک حرامۍ څخه دیوډول کسات په لټه کې شوی وې.له حرمین شریفین نه ددفاع په نامه دکابل واکمن سعودي ته څه بادي ژمنې ورکړې او له همدې کبله داکیدونکې ده چې سعودي له پاکستان څخه خپل کسات د افغانستان په وسیله کیدو واخلي. په دې صورت کې کیدای شي چې دامریکا -سعودي داعش چې موخه ېې منځنۍ آسیا وه یو څه پاکستان ته هم ګوتې ورتیرې کړي.  ځینې نا تأ ئید شوې څرګندونې ښيي چې سعودي واکمن آن ګلبدین حکمت یار ته په یوه پټ لیک کې ښودنه کړې چې دپاکستان پرخلاف څه کارروايي مخته کړي. ښایی همدا خبره او ځینو نور داسې څه چې لا روښانه نه دي ، پاکستان په دې ویرولی  وي چې په خبرو کې کابل ته ځان ښه دوست او ورنږدي وښيي.ددغه وضعیت یو بل دلیل داهم دی چې په دې وروستیو کې د هند او پاکستان خپل منځي شخړې بیا تودې شوي او پاکستاني واکمن اوس په ښکاره هند ته دخپل دښمن خطاب کوي.

په دې وروستیو کې د سرتاج عزیز  پر څرګندونو بر سیره چې وايي «موږ نور طالبان نه روزو او مرسته نه ورسره کوو» دپاکستان د بهرنیو جارو دوزارت ویندوی خلیل الله بیا پر دې خبره ټینګار کوي چې «دافغانستان دښمن زموږ دښمن دی اوزموږ دښمن د افغانستان دښمن دی»  دا له دروغو او تیر ایستنو ډک شعارونه نواز شریف او اشرف غني هم په تکرار خپاره کړیدي  خوخلیل الله دا خبره له خبریالانو سره په داسې حال کې کوي چې  دمطبوعاتي ناستې مقصد ېې له هند سره دشخړوپه تودیدو را څرخي.ښايي  دډیرو انتظار به داو چې پاکستان داشرف غني له درې اونییز ضرب الاجل وروسته دافغانستان په وړاندې خپل دریځ وښيي خو لکه چې هغه پټ لیک، پټې غوښتنې او پټ ګواښ هسې یوه سیاسي رسوا ننداره وه. نه هغه لیک چالیکلی واو نه کوم څه پاکستاني مشرانو ته وررسیدلي و. د پاکستان غم همغه د هند سره دشخړو دزیاتیدو غم دی .په د ې لړ کې له آی اس  آی سره دلاسلیک شوې تفاهمنامې خبره هم ځکه ښاته ولویده چې روانو لوبو نوو لوروته مخه کړه او هغه داچې پاکستان له کابل نه نه ، بلکې له ریاض او ډهلي نه د ګواښ  لړې را روانې ولیدې.په همدې برخه کې ښايي دا ویره هم ورسره وي چې کابل هم دهند یا سعودي په څنګ کې ورته په یوه خنډ وانه وړي.په همدې خاطر له کابل سره ددوستۍ خبرې کوي . خو په همدې حرګندونو کې  دهمغه پخواني انګلیسي استعماري  سیاست له مخې  هڅه کوي چې کلمات ېې دوه معنايي يا په اصطلاح تل طوریه نما او اړول کیدونکي وي.،دوی دپاکستان او افغانستان له ګډو دښمنانو څخه خبرې کوي.دپاکستان دښمنان ښکاره او پراخه بیان ته اړتیا نه لري.په کورنۍ کچه پښتانه او بلوچ آزادي غوښتونکي خپل دښمنان ګڼي او په سیمه ییزه کچه لومړی دښمن هند دی او ویره لري چې دویم ېې سعودي نه شي. افغانستان په کورنۍ کچه له اشغال سره مخ دی ،اشغال پردو کینولي واکمن ل او دافغانستان خلک یو له بله جلا کړیدي..کابل داشغال  سیاسي ، دیپلوماتیکه، پوځي او اطلاعاتي اډه ده او افغانستان په کل کې داشغال ضد موقعیت لري. پاکستان کولی شي په ډیره آسانۍ دافغانستان دښمن  همدا اشغال وښيي او داشغال خلاف لوري ته خپل لاس آزاد وساتي. دپاکستاني واکمنو داڅرګندونې چې « موږ اوس طالبان نه روزو او ملاتړ ېې نه کوو» ددې معنی نه لري چې  طالبان  له کابل سره دپنجاب ددوستۍ په خاطر دپنجاب دښمنان دي.«دوی ېې نور نه روزي» بس همدومره. پاکستان پوهیږي چې طالبانو ته اوس په پاکستان کې دښکاره روزنځاینو اړتیا نشته ځکه طالبان افغانستان ته دننه په لوی قوت را ننوتي اوپه عمل کې  دکابل تر واکمني زیاتې او پراخه سیمې پلاس کې لري. آن وسله ېې اوس تر ډیره له کورني غنیمت څخه  تر لاسه کړیده. طالبان له داعش سره نه جوړیدونکی او نه پخلا کیدونکي دي.حکمت یار جمع سیا روزلې امنیتي کمپنۍ او هغه څلویښت زره اجیر امریکایی جګړه مار چې همدا اوس په پټه پهافغانستان کې اوسي یو داسې خطر ناکه ځواک دی چې په ګډه نه یواځې طالبانوته لوی سرخوږی جوړوی شي، بلکې پاکستان ته هم په لویه بد مرغۍ اوښتلی شي.په دې خاطر پاکستان شاته ټول پلونه نه ړنګوي. پاکستان په دې پوهیږي چې پردی کټ تر نیمو شپو دی،روس خپل ایدیالوژیک یاران دیوري ورنڅوف او شواردنادزي په مرسته له همدې پاکستان سره په پټو اوښکاره معاملوخرڅ کړل امریکا او ناتو هم په کابل کې خپل ځای پرځای کړي وسایل په ورته معاملو په پاکستان پلورلی شي. همدا اوس روښانه ده چئ دافغانستان برخلیک دامریکا له لوري پنجاب ته ورکړل شویدی. دکابل جان کیري ګمارلي په همدې خبره پوهیدل او پوهیږي نو ځکه دافغانستان تقدیر دپاکستان په دوستۍ کې لټوي. راځۍ دې خبرې ته را وګرځو چې دپاکستان کورني دښمنان پښتانه اوبلوڅ  او په بهرنی دښمن ېې هند دی. افغانستان به دپنجاب دخوښي په خاطر دا دواړه لوري خپل دښمنان وګڼي  . خو په سیاست کې دراکړې ورکړې معامله ښيي چې که ته چاته څه ورکوې نو هغه هم باید تاته له یو څه څخه درتیر شي.موږ به پښتانه، بلوڅ اوهندیان دښمن کړو او آن په پټه یا ښکاره به له دیورنده هم تیر شوخو زموږ دخوښۍ لپاره به پنجاب موږته له خپلې « دوستۍ»؟؟؟!!!پرته څه راکوي؟ زموږ دمتفکر او دهغه دپلویانوتتې او ګنګې څرګندونې ښيي چې دپښتنو، بلوڅو، هند ،منځنۍ آسیا،روسيي ، چین او ایران له ځانه لرې کول کومه خبره نه ده ، غوره داده چې پنجاب موږته سوله راجوړه کړي!!! کومه سوله؟ دبیلګې په توګه له هند سره دپاکستان دخیراتي سولې په خاطر دښمني  موږته سوله راوړی شي؟ له پښتنو او بلوڅو آزادي غوښتونکو سره دپنجاب د خوښۍ په خاطر دښمني موږته سوله راوړی شي؟زړې تنظیمي ډلې بیا راژوندي کول،له امریکایی او ناتو يي اجیرو جګړه مارو او سیا روزلو امنیتي کمپنیو سره دداعش جامې په تن کول او منځنۍ آسیا ته دجګړې ور اړول موږ ته سوله را کولی شي؟ که دانه کیدونکې وي نو دا دپنجاب بې پرتوګه سوله به څه ارزښت او دپایښت کوم ضمانت ولري؟ داسمه ده چې اشغال موږ دلوږي او افلاس هغې کندې ته ورغورځولي یو چې که یوه میاشت دپلي اردو اوستړیو پولیسواو دارګ عشر ومحشر ته معاش ،کالی وخواړه  ور ونه رسي نو کډې مو په خړو اوښانو بار وي. خو دې خبرې ته هم بایو پام وساتل   شي چې دغه له سپکاوۍ ډکه اړتیا به کله او په کومه بیه پآی ته رسي؟آیا دپراخه اشغال په تغر ناسته امریکا او ناتو غواړي چې افغانستان، خپلواک،پیاوړی ،له خپلو سیالانو سره سیال او په خپأو مټو خپله راتلونکې جوړه کړي؟ تیرو څورلسو کلونو خو وښوده چې دغه لیوالتیا په هیڅ ډول شتون نه لري. همدا اوس هم متحده ایالات او هم ناتو خپلې سپکې اودرنې وسلې دکباړیو په بیه پآکستان ته ورکوي اوددې په وړاندې په افغانستان کې دخټو او لرګیو جوړې کوډلې هم تر پایه داسې نړوي چې له خښتو،تیږو او .لرګو څخه ېې هم افغانستان برخمن نه شي دابه ډیره خامه او ماشومانه تمه وي چې امریکا افغانستان او پاکستان ته یو شان ارزښت ورکړي.پآکستان دامریکا داوږدې مودې مرستندوی پاتې شویدی. دپاکستان اردو چې نن دسیمي ډیر لوی اردو دی له ۱۹۶۳ را په دیخوا په میلیاردی امریکایی ډالري مرستو دامریکایی سیمه ییزو ګټودخوندې ساتلو لپا ره جوړ شویدی .امریکا نشي کولی او داېې په ګټه هم نده چې په پاکستان کې له اوږدو ،درنو اوله شماره وتو پانکونو څځه تیر شي افغانستان به په سیمه کې تر ډیره یوه جاسوسي اډه وي خودهمدې اډي ښی او اوچت لاس به آی اس آی وي نه دافغانستان ملی امنیت.دافغانستان په ملي امنیت داستخباراتي تفاهم لیک لاسلیک کول،پاکستان ته دافغان ځوانانو دپوځي او استخباراتي زده کړو لپآره لاس ور غزول،کابل ته ددپآکستان دلوړ پوړو پوځي،استخباراتي،سیاسی او آن افراطي لیډرانو تاوده او پرله پسې سفرونه او دې ته ورته ټول څه ښيي چې دارګ واکمنو منلې چې امریکا يي تقدیر په پنجاب پورې ورتړلی دی. په دې خاطر پاکستان دافغانستان دوست نه واونه کیدای شي، بلکه دا دسپینې ماڼۍ،پنتاګون او لانګلي آمرانه دستور دی چې موږ باید دپنجاب مخې ته ګونډې ووهو.ددې رسوا ملي ضد لوبې آس وخروچک او پک به ډیر ژر دپردې مخې ته راووځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button