د دوهمی روژې تحفه

لیکوال:محترم ډاکترصاحب نثار احمد صمد واصفی

د دوهمی روژې زرین اصل

د ګرمۍ د روژو څخه مه ډاریږه . الله د لږ ګرمي ، لږ تندې ، او لږ لوږې په بدل کی د تلپاتی ګرمۍ ، تلپاتی تندې او تلپاتی لوږې څخه نجات درکوی ! او دا هم د دوهمی روژې تحفه ( نثار احمد صمد واصفی ) .

الهی نعمتونه

راسئ چي د الله (ج) يو څه لوى لوى نعمتونه او احسانونه تر نظر وباسو او بيا د دغه احسانو په مقابل کي خپل مسئوليت حِس کړو او ورته متوجه سو .

لومړی : تر هر څه د مخه الله (ج) موږ د عدم څخه و وجود ته راوستلو ، دا هم کېدلاى سواى چي الله (ج) موږ هيڅ نه واى پيدا کړي . نو دغه زموږ وجود په خپله يو لوى نعمت دى .

دوهم : بيا چي يې پيدا کړو ، په انسانانو کي يې پيدا کړو نه په حيواناتو او حشراتو کي . آيا دا ممکنه نه وه چي رب (ج) زه او ته هم د هغه بدو حيواناتو د جملې څخه ګرځولي واى ، چي د نوم په يادولو سره يې زه او ته شرمېږو يا حياء را ته دریږي ؟!

درېيم : بيا يې په انسانيت کي په مسلمانانو کي خلق او پيدا کړو او د اسلام په مُبین دين سره يې سرلوړي کړو ، آيا زه او ته په خپل اختيار په اسلامي ټولنه کي په وجود راغلو ؟ او په خپله خوښه مو اسلام غوره کړ ؟

څلورم : په مسلمانانو کي يې بيا د خپل محبوب رسول الله (ص) په اُمت کي پيدا کړو ، چي دا کار هم زموږ په اختيار سره نه ؤ .

پنځم : پسله خلقولو ، پسله انسانيته ، پسله اسلامه ، بيا يې پوره او کامل اعضاء راکړي دي . آيا زه او ته تر هغه ګوډ او شل ، تر هغه ړانده او ګونګي ښه او بهتر يو ؟ او که مو الله (ج) ته د دغه اعضاوو قيمت ورکړى دى چي خامخا به يې موږ ته کامل وجود راکولاى ؟

شپږم : تر ذکر سوو نعمتونو وروسته يې ژوند ، پراخ رزق ، په ټولنه کي نوم او نښان راکړی دی . مال ، ښځه ( یا میړه ) او اولاد خو مه حسابوه . آیا دا هر څه ستر الهی نعمتونه نه دي ؟

هو ، دغه ټول الهي نعمتونه که زه او ته په دواړو حسابوو ، پاى ته يې نه سو رسولاى . نو آیا دا حق لرو یا لازمه به وی چی د دغه الهی پیرزوینو په وړاندی سرکښي او بغاوت وکړو ؟ نا شکري او شکایت وکړو ؟ یعقوب بن اسحاق (رح) ویلی دي چی که غواړئ تل د نعمت څخه برخمن اوسیً د هیڅ نعمت ناشکري مه کوئ . نو اوس هم ډیر ناوخته نه دی او باید چی پر خپلو نامطلوبو کړنو له سره غور وکړو . بس یوه پاکه او قلبي اراده غواړي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button