د دوحې تړون د څه لپاره

سیدعبدالله پاچا

افغان ځوانانو په ټویټر کې یو ټرینډ چلولی، شاوخوا ۳۰ زره کسانو غوښتنه کړې چې د دوحې دفتر دې وتړل شي او ددې پر ځای چې د سولې خبرې ښه پایله ورکړي، اړتیا ده چې د افغانستان په خاوره کې د سولې د خبرو لپاره یو ځای برابر شي او خبرې سوچه افغاني شي.

کله چې د مذاکراتو نوم، د سیمې او نړۍ په کچه افغاني وي، باید په کور دننه وشي، لکه حزب اسلامي افغانستان چې په کور دننه مذاکرات وکړل او پایله دا شوه چې د حزب اسلامي وسله وال له دولت سره یو ځای شول.

دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده چې خبري هغه مهال سوچه افغاني کیدلی شي، چې د دوحې دفتر بند شي، او افغانستان کې دننه یو ځای چې د طالبانو خوښ وي، هلته مذاکرات پيل شي.

دا کمپاین وروسته له هغې پيل شو، چې طالبانو له درې ورځیني اوربند وروسته یو ځل بیا جګړې ته مخه کړه، هغه جګړه کې پلان یې دوحه کې جوړیږي او بهرني استخبارات د طالبانو له مشرانو سره دوحه کې د جګړې د پراختیا او دوام پلانونه جوړوي.

د دوحې دفتر د جګړې لپاره نه دی جوړ شوی، بلکې د سولې لپاره جوړ شوی، خو دوحه کې طالب مشران ټول تمرکز پر جګړه لري او د سولې له مذاکراتي ټیم سره خبرو ته نه کیني.

خلکو د دوحې د دفتر هر کلی پخوا ځکه کړی و چې طالبانو یو ادارس پيدا شو چې خبرې پکې وکړي، خو اوس چې دا دفتر د جګړې په پلان ګذارۍ بدل شوی، ټول افغانان یې مخالف دي او د دې دفتر د بندیدو غوښتونکي دي.

دوحې دفتر طالب مشرانو ته فرصت برابر کړی چې له بهرنیو استخباراتي کړیو سره پرته له کوم ځنډ او خنډ وګوري او د جګړې لپاره ترې د امکاناتو په بدل کې نوي دستورونه واخلي.

اوس چې افغانستان کې د جګړې د دوام پلمه له منځه تللې، له طالبانو د خلکو غوښتنه دا ده چې نور دې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي او افغان وژنې ته دې نورې پلمې نه ګوري.

طالبان مجبور دي چې سوله وکړي، ځکه د جګړې له لارې نه هدف ته رسیدلی شي او نه یې افغانان مني چې یو ځل بیا د طالبانو واکمني پيل شي چې واک له مشخصو کسانو سره وي او خلک د هیڅ نظر او رای حق نه لري.

د افغان ځوانانو دا ویښتابه به نړیوالو او د سیمې هېوادونو ته په ډاګه کړي چې شل کلنې لاس ته راوړنې باید خوندی شي او بیا شاتګ و نه شي چې ۹۰یمو کلونو ته خلک ور وګرځي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button