د دماغ د پیاوړتیا لپاره دا عملي کړئ

روغتیايي متخصصان ځینې ساده او اسانه لارې ښیي چې که په خپل ورځني ژوند کې یې شاملې کړو د مغزو دنده چټکوي او حافظه مو پياوړی کوي:

۱- خوب ته مو پام وکړئ

څيړنې ښيي چې د خوب کمښت په مغزو باندې د یاداښت سستوالی، د معلوماتو په راغونډولو کې ځنډ، په شیان باندې د تمرکز له لاسه ورکول او ذهني ستړیا غوندې منفي تاثيرات لري.د خوب پر وخت ماغزه د حافظې د ترتيب او د هغوی څخه د معلوماتو راټولولو کړنې تر سره کوي.

۲- شین چای وڅښئ

روغتیاپالان وايي هغه خلک چې په مناسبه اندازه شین چای څښي، د کارونو د حافظې په پياوړي کولو کې ورسره کومک کوي.

۳- غاښونه پاک وساتئ

څيړنې ښيي چې د غاښونو برش کول د ماغزو په فعالیت کې ښه والی پيدا کوي.
د دې لپاره چې پیاوړی مغز ولرئ نو هڅه وکړئ، چې د غاښونو پاکوالي ته متوجې اوسئ، دا کار نه یوازې دا چې ستاسو غاښونه سالم ساتي، د دې سره سره د ژوند تر پایه پورې د ماغزو د فعالیت کمښت څخه مخنيوی هم کوي.

۴- بله ژبه زدکړئ

څیړنو ښودلې له خپلې مورنۍ ژبه پرته د يوې بلې بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې په مغزو مثبتې اغيزې لرلی شي.
د بهرنۍ ژبې زده کول ستاسې د مغزو فعالیت زیاتوي او د مغزو د هېپو کمپس (د مغزو هغه برخه چېرته چې حافظه جوړه او ذخيره کيږي) اندازه غټوي.

۵- اوبه وڅښئ

اوبه يواځې د بدني سلامتیا لپاره نه بلکې د ځيرکو مغزو لپاره هم اړينې دي.
د اوبو کمښت د مغزو د فعالیت او حواسو د کمښت سبب ګرځي د اوبو ترڅنګ باید هندواڼه، بادرنګ، رومیان، پالک او داسې نور اوبه لرونکي خواړه وخوړل شي.

۶- ذهني لوبې وکړئ

څيړنې ښيي چې د انسان ماغزه هم لکه د انسان د بدن د عضلاتو غوندې خاصو ورزشونو او لوبو ته اړتیا لري، ذهنې لوبې ستاسې د ماغزو فعالیت چټکوي او حافظه مو پیاوړې کوي.

۷- ورزش وکړئ

د یوې څيړنې له مخې، منډه وهل، پیاده تګ او لامبو ماغزو ته ډېره ګټه لري.
ورزش نه یواځې بدن بلکې ماغزو ته هم ګټور دی، ورزش کولو سره مو زړه او سږي خپله دنده په ښه توګه تر سره کوي چې له آمله يې ماغزو ته پوره ډول اکسيجن رسيږي او د مغزو د ښه فعالیت سبب ګرځي.

۸- مطالعه وکړئ

د مختلفو طبي څيړنو له مخې هره ورځ مطالعه کول ستاسو حافظه قوي کوي ځکه چې د مطالعې سره د ماغزو ښه ورزش کيږي

Exit mobile version