۱) پياز
•پياز د عفوني ضد خاصيت لري.
• د پياز خوراک د روماتيزوم لپاره ګټوره ده.
• پياز د زړه د سلامتيا سبب ګرځي.
• پياز د زړه د رګونو د بندښت په له منځته تلو کې ډير آغيزناک او ګټور دي.
•پياز په زياته اندازه ويټامينC، فولیک اسید، کلسیم او اوسپنه لري.
• پیاز اشتها راوړونکي دي.
• په اوبو کې د ايشول شوې پياز د بخار تنفس کول د ټوخي او سينه بغل لپاره ګټور دی.
•د پاخه شوې پياز په نسبت د خام پياز خوړل ډير ګټور دي..
۲:ـ پالک:
• د پالک پاڼې د ويټامین A، ويټامین B3، ويټامين C درلودونکي دي.
•د پالک پاڼې اوسپنه او پوتاشيم لري.
•پالک د وينې د کموالي لپاره هم ګټور دي.
• پالک د بدن د تبې درجه کموي.
• پالک د وزن په کمولو کې اغيزمن دي.
• پالک د سرطان ضد خاصيت لري.
په ځانګړي ډول هغه کسانو ته چې الکول او سګرټ استفاده کوي.
• پالک د اسپيناسين په نوم د مادې په درلودلو سره د خوړو د هضم پروسې ته سرعت ورکوي.
• پالک د معدې حرکتونه زياتوي او د معدې د ترشحاتو د زياتوالي سبب ګرځي.
• د پالک خوړل تنده کموي.
• د بادام په غوړيو کې د پالک پخول د وچ ټوخي لپاره ګټور دي.
• څیړنو ښودلې ده چې پالک د معدې، کولمو، پروسټاټ، حنجرې او د رحم د سرطان په مخنيوي کې هم رول لري.
۳:ـ هوږه:
• هوږه د زړه د ناروغيو لپاره ګټوره ده.
• هوږه په بدن کې د وينې جريان نورمال ساتي.
• هوږه د زړه په رګونو کې را منځته شوې غوړ( شحم) کموي.
• هوږه د حافظې په تقويت کې رول لري.
• هوږه د عفوني ضد خاصيت لري.
• هوږه د باکتريا د له منځه وړونکې سلفر درلودونکي ده.
• هوږه د وينې لوړ فشار ټيټوي.
•هوږه د بدن د عمومي قوت سبب ګرځي.
حضرت موسی ع له مصر څخه د يهود له سفر څخه مخکې هغوې ته هوږه ورکړه تر څو د سفر د سختيو په وړاندې يې د بدن مقاومت زيات شي.
• هوږه د معدې د زخم لپاره هم ګټوره ده.
• د ستر عالم ابن سینا په کتاب کې راغلي، که غواړي چې د هر ډول ناروغۍ نه په امان کې اوسي نو هره شپه مخکې له ويده کيدو يوه پلی هوږه له یو ګيلاس اوبو سره وخورئ.
• پخه شوي هوږه او عسل د ساه لنډي لپاره ډېر ګټور دي.
که غواړئ چې صحت مند اوسئ پاک خواړه وخورئ، غوره خواړه د غوره صحت ضامن دی.
ليکنه : ډاکټره پلوشه« حليم »