د داعش خراسان ډله که د یوې نوې لوبې پیل؟

دولت وزیري

داعش یا د اسلامي دولت ډله د افراطي سني مذهبو څخه جوړه شوې یوه ډله ده، چې په لومړي ځل یې د ۲۰۱۴ م کال په وروستیو کې د سوريې او عراق د ځینو سیمو په نیولو سره خپل خلافت اعلان کړ.

د ډېرو خونړیو جګړو په ترڅ کې نړیوال ایتلاف د امریکا د متحده ایالتونو په مشرۍ د داعش ډلې له خوا نیول شوې سیمې بېرته ونیولې او د دوی له شتون څخه يې پاکې کړې. خو د داعش ډلې په ډېر شمېر غړي د نړۍ په نورو هېوادونو او سیمو کې خپاره او د نوو غړو په جلب او جذب يې لاس پورې کړ.

د نوموړې ډلې نویو او تازه جذب شویو غړو د خراسان ولايت په نامه چې د افغانستان، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځینې برخې په بر کې نیسي، د نوموړی ډلې په فکر او کړنو فعالیت پیل کړ.

ډېر سیاسي او پوځي شنونکي د داعش خراسان ډلې غړي د پخوانیو جهادي سازمانونو او تنظیمونو له غړو څخه جوړه شوې يوه ډله بولي، ځینې خلک بیا په دې اند دي چې په دې ډله کې په ډېر شمیر کسان د اویغوریانو، ازبکانو او ناراضي طالبانو غړي شامل دي. په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شول، چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت ځینې غړي هم د غچ اخیستنې په نیت په دې ډله کې شامل شوي او د طالبانو پر خلاف یې خپله مبارزه پیل کړې ده.

د داعش ډله هم ادعا کوي چې په کندز کې يې د شیعه مذهبو پر جومات د ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۱۶مه ځانمرګی بریدګر هم یو اویغور جنګیالی و، چې په پایله کې يې ۴۶ تنه مړه او ۱۴۳ تنه ټپيان شول.

اویغوریان د چین هیواد د شین جیان ولایت جلا غوښتونکي دي چې تل د چین د حکومت پر ضد د خپلې ازادۍ لپاره جګړې کوي. د چین حکومت هم د دوی پر خلاف سخت اقدامات کړي دي.

د داعش د خراسان ډله د ۲۰۲۰ م کال راهیسي د شهاب المهاجر په نامه يوه کس له خوا رهبري کېږي. ویل کېږي چې شهاب المهاجر پخوا د طالبانو د دویمې درجې قوماندانانو له ډلې څخه و. غربي سیاسي او پوځي شنونکي په دې باور دي چې شهاب المهاجر له القاعده سازمان سره هم اړیکې لرلې او کار يې ور سره کړی دی.

په ۲۰۱۵ م کال په لومړي ځل د داعش خراسان ډله په افغانستان کې را منځ ته شوه. لومړی ځل يې له هلمند څخه خپل فعاليت پيل کړ، خو د افغان ځواکونو له خوا ژر وځپل شول. له دې وروسته دوی د فراه او زابل ولایتونو پر لوري مخه کړه. په فراه ولايت کې په ډېر شمېر طالبانو د دوی تور توغ پورته کړ، خو دوی په عمومي توګه د طالبانو له سخت نفرت سره مخ شول او افغان ځواکونو د امريکايي ځواکونو په مرسته دوی په فراه او زابل ولایتونو کې هم له خورا سختو جګړو وروسته وځپل.

له دې وروسته دوی د ننګرهار ولایت د شینوارو د کوټ، اچین، هسکې مېنې، سپین غر او نازیانو په ولسوالیو کی په لویه پیمانه په فعالیت پیل وکړ. همدلته و چې په بشپړه توګه ټولو خلکو ته ښکاره شوه، چې دوی په پاکستان کې روزل کېږي، وسله وال کېږي او بيا افغانستان ته د جګړو لپاره را لېږل کېږي.

د دوی ډېر غړي د ډیورنډ کرښې ها خوا غاړې د اورکزیو له قوم څخه اکمالېدل او مشران يې هم د همدې ټبر څخه وو. د افغانستان زیاتو سیاسي او پوځي شنونکو په دې کې د امريکايانو لاس هم شریک ګاڼه او حتی ادعا کېدله چې د امریکایان د چورلکو په واسطه دې ډلې ته په منظمه توګه اکمالات کوي، خو دا ډول ادعاوې د حکومت او امریکایانو له خوا په کلکه ردېدلې. پاکستان هم له خپلو ښکاره مرستو څخه منکر او له دې ډلې سره يې له مرستو انکار کاوه.

حتی یو وخت خبره تر دې ورسېده چې پخواني ولسمشر حامد کرزی په څرګندو ټکو وویل:

«داعش د پاکستان ملیشې دي. داعش په افغانستان کې هېڅ بنسټ نه لري. دلته داسې عناصر نه شته چی د داعش د ودې لامل شي. موږ پوهېږو چې په ننګرهار ولایت کې د پاکستان سره نږدې په ګډه پوله د پاکستان ملیشې د داعش په نامه فعالیت کوي. په یقین سره هغوی د پاکستان ملیشه ځواکونه دي.»

د شینوارو په ولسوالیو کې د دوی فعالیت او شمېر دې حد ته ورسېد چې نور يې د سيمې خلک له وېرې کډې کولو ته اړ کړل او د دوی کړنو او ظلمونو خلکو ته له تاریخ څخه د چنګېز د وخت کړنې را تازه کړې.

دوی خپل فعالیت د چپرهار، پچيراګام، خوږياڼيو ولسوالیو او ورسره جوخت د کونړونو پر لوري وغځاوه. دوی له کنټرول څخه ووتل، نور د سیمې خلکو د دوی ظلمونه نه شول زغملای.

په خپله د شینوارو باتور ولس لاس په کار شو او په یوه غږ يې د دې ډلې پر ضد جګړه پیل کړه. افغان ځواکونه هم ورسره ملګري شول، امریکایانو هم سره د دې چې خلکو د داعش خراسان ډله د امریکایانو او پاکستانیانو پروژه ګڼله، په جګړو کې برخه واخیسته او خپل مشهور بم د بمونو مور يې هم هلته وکاراوه.

له دې وروسته داعش په ننګرهار کې تر ډېره وځپل شو، خو دوی د کونړ او د افغانستان شمالي ولایتونو پر لوري مخه کړه. په کونړ، نورستان، بدخشان، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې يې ځای ونیو او په فعالیت يې پیل وکړ. دلته و چې د منځنۍ اسیا هېوادونو، چین او د روسیې اندېښنې يې راوپارولې. دوی وخت ناوخت د افغانستان په شمال کې د داعش د جګړه مارو د حضور په اړه اندېښنه ښووله او خپل امن ته په تشویش کې وو.

چین د افغانستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د داعش د مخنیوي لپاره دوی چمتو دي چې افغانستان ته د يوې لوا د جوړېدو په خاطر ټول لګښت ورکړي، خو دا کار د امریکایانو له مخالفت سره مخ شو. روسيې هم خپل حضور په تاجکستان کې غښتلی کړ او له دې خاطره يې پر امریکایانو نیوکې پیل کړې.

روسانو او چینایانو داسې انګېرله چې امریکایان غواړي چې په لوی لاس د داعش خراسان څانګه په شمال کې ځای پر ځای کړي. خو امريکايانو او افغان دولت دا تور نه مانه. د داعش خراسان ډلې هم په جوزجان او فارياب ولايتونو کې سختې جګړې وکړې، خو تر ډېره د افغان ځواکونو له خوا وځپل شول.

اوس خبره دې ته راورسیده چې پخوانی حکومت په خپله مخه پسې لاړ، امریکایانو هم افغانستان خوشې کړ، دلته د طالبانو واکمني شوه. طالبان او د داعش خراسان ډله خو لا له پخوا سره دښمنان دي او یو او بل سره ښه پېژني، اکثره غړي يې یا پخواني مجاهدین او یا له طالبانو څخه ناراضه کسان دي. پاکستان هم له طالبانو سره ښې اړیکې لري. که چېرې اوس هم چې په افغانستان کې هيڅ یوه سیمه په لاس کې نه لري او بیا هم دومره ځواک تر لاسه کولای شي چې د افغانستان د لویو ښارونو په زړه کندهار، کندز، کابل په پوځي روغتون، ننګرهار او نورو ولایتونو کې په لویه پیمانه بریدونه ترسره کړي.

نو دلته د افغانستان د خلکو او نړیوالو هغه ادعاوو چې د داعش خراسان ډله یوه ساده ډله نه بلکې یوه لوبه ده، چې له طالبانو سره د جګړې د پای ته رسېدو سره به بله جګړه د طالبانو او د داعش د خراسان ډلې تر منځ پیلېږي. پاکستان به يې روزونکی او پالونکی وي، امريکا به يې تموویلونکې وي، د جګړو ډګر به افغانستان او جګړه کوونکي به بېوزلي افغانان وي، رښتیا کوي.

ملګري ملتونه اوس په افغانستان کې د داعش د جنګیالیو شمېر د ۵۰۰ څخه تر څو زرو تنو پورې یادوي. دوی وايي، چې د دوی په ډېر شمېر غړي د هېواد په ختیځو او شمالي سیمو کې فعالیت کوي. اکثره پوځي شنونکي د دوی د لیکو فعالېدل، تر ډېره پورې د طالبانو په راتګ سره د دوی په سلګونه کسان له زندانونو څخه ازادېدل او بیرته له خپلې ډلې سره يو ځای کېدل ګڼي.

دوی غواړي د طالبانو سره په جګړه کې ښکېل شي، ځکه د دوی اصلي موخه هم طالبان دي. دوی طالبان سوچه مسلمانان نه بولي ځکه دوی وايي چې طالبان په کافي اندازه سخت دریځي نه دي، خو طالبان بیا د داعش ډله د یوې متعصبې ډلې په نامه پېژني. دوی په هېواد کې په ښکاره کومه سیمه په اختیار کې نه لري. نو ځکه دوی د سړک غاړې ماینونو ایښودلو او هدفي وژنو ته مخه کوي او ورسره په روغتونونو، جوماتونو او د زده کړو پر بنسټونو بریدونه تر سره کوي. خو سره د دوی د دې لویو بريدونو طالبان بیا دوی ستر خطر نه بولي او وايي چې جګړه پای ته رسېدلې ده او دوی د دې وړتيا لري چې د داعش ډله په بشپړه توګه وځپي.

دوی وايي داعش د عراق او سوريې اړوند یو نوم دی، په افغانستان کې د داعش په نامه داسې کومه مهمه ډله وجود نه لري. طالبان وايي دا یوه خاينه کوچنۍ ډله ده چې امنیت خرابوي او د دوی پر ضد جنګېږي. دوی وايي موږ په چریکي جګړو کې پوره تجربه لرو، کولای شو چې دوی ژر مات کړو.

خو دې ډلې د اګست په میاشت کې د کابل پر هوايې ډګر د یوه برید په ترڅ کې ۱۷۰ تنه افغانان او ۱۳ تنه امریکایان ووژل او په لسګونو نور يې ټپيان کړل. د سردار محمد داود خان پر روغتون، په کندهار او کندز کې د شیعه مذهبو پر جوماتونو بریدونه يې هم د اندېښنې وړ دي.

اوس افغانان ډېر په وېره کې دي ځکه د ۴۰ کالونو اوږده جګړه او بیا هم د داعش په نامه د جګړې دوام دوی ډېر وېرولي دي. ګاونډيان او نړیوال هم په وېره کې دي. ځکه دوی فکر کوي چې دا د جګړې د دوام لپاره یوه جوړه شوي لوبه نه وي!

که څه هم امریکایان خو په ښکاره له دې ډلې څخه خپله وېره نه پټوي او وايي چې دا ډله د سیمې او امریکا لپاره خطر دی، خو خبره چې ډېره روښانه ده هغه دا ده چې چین خو له داعش ډلې سره هېڅ وخت خپله حلوا نه شریکوي. د منځنۍ اسیا هېوادونه د داعش له وېرې د روسيې په غېږ کې نڅېږي او روسیه خو له خدایه غواړي چې په دې بهانه دغه هېوادونه تر خپلې سينې لاندې کړي.

ايران خو هسې له داعش سره سمه دښمني لري. که څه هم د افغانستان شیعه عالمان په دې باور دي چې د شیعه ګانو د وينې تويول او په شیعه مېشتو ځایونو کې د داعش خراسان ډلې بریدونه د دې لپاره دي چې د سني او شیعه ګانو تر منځ اختلافات او جګړو ته زمینه برابره کړي او له دې سره دوی غواړي نړۍ ته وښيي چې دوی لا فعال دي. دوی وايي، په هېواد کې د سني او شیعه تر منځ هېڅ اختلاف وجود نه لري او هېڅوک دا یووالی له منځه نه شي وړلای.

خیر اوس پوښتنه همدلته ده چې څوک داعش تمویلوي، څوک روزنه ورکوي، څوک يې رالېږي، له کوم ځايه يې رالېږي، د څه لپاره يې رالېږي، چېرې يې درملنه کېږي او څوک ورته ډېر تبلیغ کوي، که دې او دې ته ورته نورو پوښتنو ته واضح او کره ځوابونه پيدا شي بیا نو په هغه صورت کې د داعش خراسان ډله په افغانستان کې لوی خطر نه شي را منځ ته کولای او نه د يوې نوې لوبې په سترګه ورته کتلای شو، که چېرې دغو پوښتنو ته ځواب نه وي بیا نو د افغانانو وېره پر ځای ده او دا د نوې لوبې او ور سره د نوې جګړې د پیل بد او شوم زېری ورکوي.

هيله ده په دې هکله طالبان او په ټوله کې افغانان ټول نور د دې ناولو لوبو ځانونه وساتي او د دښمن د شومو پلانونو او د يوې بلې جګړې د پیل، پر خپل وخت مخه ونیسي. د سوکاله افغانستان په هیله

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button