د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟
پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي.

په همدې اساس د هر عامل له وجې د پوستکي د داغونو درملنه هم په جدا ډول سره کېږي، چې باید توپیر یې وشي، لکه دلته لاندې یې موږ څو مثالونه وړاندې کوو…

— د امیندوارۍ پر مهال د پوستکي توروالی یا تور داغونه:
هغه مېرمنې چې د مورتوب خوند یې کتلی وي، کله چې مېرمنې حمل واخلي، نو په وجود کې یې ځینې داخلي او بیروني نښې نښانې راڅرګندېږي، چې باید نوې مور کېدونکي مېرمنې ورته وارخطا نشي. یو له دغو ظاهري نښو د مخ په پوستکي کې د تورو داغونو او لکو نښې نښانې دي، چې د ماشوم تر زېږولو وروسته په کراره بېرته ښې کېږي او د تشویش مسله نه ده، خو که په اوږد مهال کې ولیدل شوې، نو یو ځل حتمې له ډاکتر ته مشوره وکړئ.

— د لمر وړانګې:
قهوه یي رنګه توروالی چې د لاسونو تر شا، مخ او غاړه کې لیدل کېږي د لمر د وړانګو له امله رامینځته کیږي. د دې نښو نښانو د مخنیوي ښه لاره همدا ده چې که تاسو د لمر تر وړانګو لاندې کاروبار کوئ، نو داسې خوله او دستکشی وکاروئ، چې پوستکی مو د لمر له وړانګو خوندي وساتل شي.

— ځینې درمل هم د پوستکي د تورو داغونو سبب کیږي:
د “لیکن پلان” په نوم د پوستکي یو شمېر ناروغۍ د ځینو درملو د خوړلو له وجې رامنځته کېږي، خو په مشخص ډول دغه درمل نه دي ښودل شوي، بلکې شته ځینې درمل چې پوستکی ورسره حساسیت ښیي او له همدې وجې پرې تور داغونه جوړیږي او رابرسېره کېږي.

خو ځینې تورې نښې نښانې بیا یوازې داغونه نه، بلکې ناروغۍ هم وي، چې باید ورته په خپل وخت جدي پاملرنه وشي، د بېلګې په توګه د “ملانوما” په نوم د پوستکي توروالی د سرطان سرچینه وي.

— ارثي نښې نښانې:
شاید ځینې یې د محوه کولو څه فکر ونه لري، اما اکثریت بیا له دې ځوریږي او ډاکترانو ته مراجعه کوي، چې څنګه کېدلی شي د پوستکي هغه نښې نښانې هم له منځه یوسي، چې ارثي بلل کېږي.

په دې وروستیو کې په داسې لایزري شعاوو کار روان دی چې د ارثي نښو نښانو له منځه وړو کې مرسته کولی شي. اوسمهال په ډیرو پرمختللو هېوادونو کې دا امکانات شته دي، خو مصرف یې خورا زیات دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button