د خپل برم ساتل د هر افغان دنده ده

جنرال دولت وزیري
د نړۍ د هرې لرغونې ساحې او ودانۍ تر شا یو تاریخ پروت دی، دا که دغه تاریخ ښه دی یا بد، دا د خلکو په قضاوت پورې اړه لري، خو تاریخ، تاریخ وي.

فکر کوم په نړۍ کې به داسې کوم څیز ونه موندل شي چې ځان ته خپل تاریخ ونه لري.

زموږ په شاو خوا چې هر څه ته ګورو، که يې تاریخ لیکل شوی وي او یا نه وي لیکل شوی، تاریخی څېړنې ور باندې شوې وي او یا نه وي شوي، خو بیا هم خپل تاریخ لري. په اصل کې تاریخ یوازې د تیرو پېښو لیکلو، څېړلو او ساتلو ته نه وايي، ځکه که ځیر شو ټولې پېښې، بې ساه توکي لکه موټر، الوتکې او نور ټول لرغوني توکي هم تاریخ لري.

په همدې توګه لرغونې ماڼۍ، نظامي قشلې، ښارونه هم د تاریخ درلودونکي دي، په اړه يې کيندنو، څېړلو او ساتلو ته اړتیا ده، ځکه له دې لارې کولای شو د پخوانيو خلکو د ژوند او برم په هکله معلومات ابدي کړو. په ښو يې ویاړ او له بدو يې ځانونه وساتو.

زموږ ګران هيواد افغانستان يو د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي، چې ډېر لرغونی تاريخ لري. ژوندی تاریخ يې له پنځو زرو ډېرو کلونو ته رسېږي. د بامیانو بُتان، د غلغلې او ضحاک ښارګوټي، د تخار ای خانم، د کندهار منډیګک، د ننګرهار هډه، د پروان استوپه دره، د غور د جام منار، د غزني، پېښور او ګردېز بلا حصارونه، د هرات د بختیار الدين کلا او په لسګونو نور يې د بېلګې په توګه یادولی شو. دا هم باید ومنو چې په افغانستان کې پر معیار برابر کیندنې نه دي شوي، کنه زیاتې نورې لرغوني ساحې ښايي تر خاورو لاندې پټې وي.

وايي: ژوندي ملتونه خپل پخوانی تاريخ ژوندی ساتي او په ساتلو کې يې زیار ګالي، ځکه تېر شوی تاریخ د یوه ملت د هويت ښکاره ثبوت وي. د هسپانيا په کوردوبا ښار کې د الظهرا ښارګوټی، په هند کې د تاج محل ماڼۍ، په چين کې د ستر دېوال، په مصر کې د اهرامونو ساتل هم د همدغه ادعا منل شوي ثبوتونه دي.

که وګورو تل زموږ پر هېواد جګړې تپل شوي دي، په پايله کې يې ډېرو سیمو او یا نظامي قشلو د تاریخي اهمیت بنه ځان ته غوره کړې ده، چې ساتل يې ډير اړين څه چې پر موږ واجب دي.

په هرات کې د اختیارالدین کلا، په غزني او ګردېز کې د بلاحصارونو او داسې نورو ساتل زموږ د نيکونو د برم ساتل دي. له دې سره په کابل کې د قلعه جنګي، شیرپور، د جوی شیر او اسمايي غرونو پر سر دېوالونو او د کابل د بلاحصار د خپل وخت له برم او شهرت څخه سترګې نه شو پټولای.

هیله دا وه چې د قلعه جنګي او شیرپور یوه کوچنۍ برخه د لرغونو اثارو او سيمو په توګه ساتل شوي وای. له قلعه جنګي څخه مکناټن د وزیر محمداکبر غونډۍ ته ورغی او هلته ووژل شو، له دې سره د افغان او انګليس د لومړۍ جګړې پیل له همدغه ځایه شوی و.

د افغان او انګلیس په دویمه جګړه کې شیرپور ډېر ستر نوم درلود، له انګرېزانو سره ډيرې جګړې همدلته شوې وې او امير عبدالرحمن خان د واک لومړي وختونه په همدغه شیرپور کې تیر کړي وو. له بده مرغه موږ د دغو لرغونو قشلو یوه کوچنۍ برخه د لرغونو برخو په توګه هم ونه ساتله.

حربي ښوونځی د هېواد په تاریخ کې ډیر مشهور دی. د حربي ښوونځي ساتل هم د هېواد د برم له پاره ډیر اړین دي.

د ملي دفاع وزارت په سهارنۍ غونډه کې ما په ۱۳۹۵ لمریز کال هیله وکړه، که چېرې د حربي ښوونځي بلډنګونه ويجاړېږي، دوه، دوه پوړیزه بلډنګونه دې د لرغونو بلډنګونو په توګه وساتل شي. خو له بده مرغه پاملرنه ورته ونه شوه او ټول ويجاړ شول.

د داود خان د واک پر مهال۱۳۵۶ لمریز کال تصادفا د یو دوو تنو توریست بهرنیانو سره د کابل په محبت رستورانت کې مخ شوم. د هغوی لومړۍ پوښتنه زما څخه دا وه چې د کابل بالاحصار خو ډېر لرغونی تاريخ لري تاسو يې ولې د خلکو پر مخ د ليدلو لپاره نه پرانيزئ؟ ما ځواب نه درلود، ځان مې تېر کړ، ورته مې وویل، هلته ترميم روان دی.

وروسته مې په کوم تاريخ کې چی اوس مې له ذهن څخه وتلی دی ولوستل چې کله په ۱۸۷۹ میلادي کال د انګرېزانو استازی کېوناري له څو تنو نورو سره د افغانانو له خوا په بالاحصار کې ووژل شول، له هغې پېښې وروسته د افغانستان حکومت انګرېزانو ته ژمنه ورکړه چې بالاحصار به هيڅکله نه جوړوي او نه به يې د ليدونکو پر مخ پرانيزي، چې دا به څومره حقيقت ولري، د بهرنیو چارو وزارت ته به معلوم وي.

څو موده مخکې مې له ټلویزیون څخه واورېدل چې د بالاحصار رغول روان دي او حکومت غواړي چې په پخواني برم يې له سره ورغوي. ډېر خوښ شوم، فکر مې وکړ چې خدای دې وکړي چې انګرېزان هغه پخوانۍ ژمنه را ژوندۍ نه کړي. وايي: «ږیره زما واک يې د ملا. » همغه کار ونه شي.

بالاحصار زموږ د پلرونو او نيکونو د برم سمبول دی. رغول، ساتل او د ليدونکو پر مخ يې پرانيستل ډیر اړین دي. که چېرې پر نړیوالو معیارونو برابر ورغول شي، ګڼ سیلانیان به ورته راځي او دوی به هم اړ کېږي چې د دې تاریخي ځای په اړه څېړنې او پلټنې وکړي.

وايي:

د دویمې او پنځمې پیړیو تر منځ موده کې په بالاحصار کې بودايي معبدونه اباد وو. کله چې کوشانیانو د عربي ځواکونو د فشار په پایله کې خپله پلازمېنه له کاپیسا- بګرام څخه کابل ته ولېږدوله، دلته يې د پلازمېنې لپاره د بنسټ ډبره کېښوده.

د شېردروازې او اسمايي غرونو پر سر دېوالونه هم د يفتليانو د واک پر مهال په شپږمه ميلادي پېړۍ پورې اړه لري.

په ۱۰۳۱ میلادي کال سلطان مسعود غزنوي واکمن هم کابل او بالا حصار په یوه جګړه کې ونیول.

غوري او خوارزم شاهي واکمنانو هم په بالاحصار کې خپل استازي درلودل. چنګېز د ۱۲۲۱ میلادي کال په ژمي کې په بالاحصار کې اوسېده. تېمور هم په ۱۳۹۸ میلادي کال هند ته د تګ پر مهال خپل لمسی الغبيګ په بالاحصار کې والي وټاکه.

ظهيرالدین بابر په ۱۵۰۴ میلادي کال کابل ونيو او نږدې ۲۲ کاله په کابل کی مېشت و.

د بابر اولادونو هم همايون، اکبر، جهانګیر او شاه جهان هم کابل ته د راتګ پر وخت به په بالاحصار کې اوسېدل. مغلي اورنګزېب هم په بالاحصار کې د خپل سفر پر مهال اوسېده. نادر افشار او احمدشاه بابا هم کله چې هند ته پر لاره وه په بالاحصار کې اوسېدل.

کله چې تېمورشاه له کندهار څخه په ۱۷۷۵ میلادي کال خپله پلازمېنه کابل ته راولېږدوله په بالاحصار کې مېشت شو. له ده وروسته د شاه زمان، شاه محمود، شاه شجاع امیر دوست محمد خان، امین شيرعلي خان پلازمینه هم بلاحصار وه.

کله چې په ۱۸۷۹ میلادي کال د سپټمبر پر درېيمه نيټه د انګرېزانو استازی کېوناري له څو تنو نورو سره د افغانانو له خوا په بالاحصار کې ووژل شو، همغه و چې انګریزانو د رابرتس په مشرۍ د غچ اخیستلو په پلمه پر کابل برید وکړ، او بالاحصار ته يې ډیر زیات زيان ورساوه، ځکه په بالاحصار کې امير شيرعلي خان د باروتو ژرندې، ډیپوګان، وسلتونونه او د مهماتو له پاره ډیپوګان جوړ کړي وو، هغې ته د انګریزانو لخوا اور واچول شو. همغه و چې بالاحصار کاملا تباه شو.

کله چې امير عبدالرحمن خان واکمن شو په بالاحصار کې د اوسېدو له پاره څه نه وو پاتې شوي، په خپله په شېرپور کې ځای پر ځای شو او د ننني ارګ د بنسټ ډبره يې کیښوده. له بالاحصار څخه به يې د زندان په توګه ګټه پورته کوله.

انګرېز برنس په خپلو خاطرو کې ليکي:

«د پاسني بالاحصار ساحه کمه وه، خو لاندیني بالاحصار د پنځو زرو تنو د اوسېدو ظرفیت درلود او زر کورنۍ په کې اوسېدې.»

بابر به د بالاحصار په هکله ویل:

(( در قصر کابل شراب بنوش،

و پیمانه را بدون وقفه سر کش،

زیرا کابل هم کوه است هم دريا،

هم شعر و هم صحرا،

و در ذات خود سر زمین يکتا.))

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button