د خولې بد بوی او درملنه يې

د خولې بد بوی یا (Halitosis ) يوه عامه ناروغي ده چې په هر عمر کې هر څوک پرې ککړېدلی شي. د نړۍ د څلورو کسانو له جملې يو يې په Halitosis اخته دی. د خولې بد بوی عوامل ډير زيات دي خو په ټوله کې د خولې ناسمې حفظ الصحې څخه رامنځته کيږي. د انسان په خولې کې ګڼ شمېر بکترياوې شتون لري، چې په خوله کې د خوړو پاتې شونې تجزيه کوي او په بد لرونکي غازو يې بدلوي.

څه شی د خولې د بد بوی سبب کيږي؟
ډيری عوامل شته چې د خولې د بد بوی سبب کيږي لکه:

۱ــ خواړه: خواړه لومړی فکتور دی چې د خولې د بد بوی سبب کيږي، ځينې بوی لرونکي خواړه لکه هوګه، پياز، مساله لرونکي خواړه، پنېر، کب او تيزاب لرونکي څښاک لکه قهوه کولی شي چې د خولې بد بوی رامنته کړي.

۲ــ تنباکو لرونکي شيان: د خولې بد بوی په رامنځته کولو کې تنباکو لرونکي څيزونه لکه سګريټ څکول، پان خوړل او نصوار اچول د پام وړ رول لري. د تنباکو دغه توليدات کولی شي د خولې د بد بويې او د خولې د بېلابيلو ناروغيو لکه gum disease او د خولې د سرطان سبب شي.

۳ــ د خولې حفظ الصحه: کله چې يو څوک خپل غاښونه په منظمه توګه برس نه کړي، floss يا د تار په وسيله د غاښونو تر منځ فاصلې پاکې نه کړي نو د خوړو پاتې شونې يې په خوله کې پاتې کيږي چې دا بيا د خولې د بکترياوو په وسيله تجزيه کيږي او په بد بوی لرونکي غاز يې بدلوي.

د خولې د حفظ الصحې نه مراعات کول په خوله کې د plaque يعنې د غاښونو د زيړ او تور منګ سبب کيږي. کله چې غاښونه منګ ونيسي نو بيا د gum په نوم ناروغي رامنځته کوي. وروسته بيا همدا منګ کلکیږي او بکتريا په کې ځای نيسي چې بيا د وريو د التهاب او د غاښونو د سست والي، ښوځېدو او وتلو باعث کيږي.

۴ــ وچه خوله: د خولې وچېدلو ته xerostomia ويل کيږي چې دا هم د خولې د بد بوی يو عامل دی. په خوله کې لعاب غاښونه لانده او پاک ساتي خو کله چې د انسان خوله کافي ترشحات ونه کړي او لعاب ونه لري؛ خوله وچيږي چې بيا د بد بوی لامل کيږي. د خولې د لاړو (لعابو) کمېدل ممکن په لعابيه غدو کې يا هم د خولې په ارتباطي (منضم) نسج کې د ستونزو له امله وي.

۵ــ د Allergies يا حساسيت ضد درمل: ځيني درملونه د حساسيت ضد لپاره استعماليږي چې د حساسيت ضد درملو خوړل هم د خولې د بد بوی يو بل عامل کيدلی شي. په پوزه کې د حساسيت ضد قطرو اچول هم کولی شي د خولې بد بوی رامنځته کړي.

۶ــ د خولې انتاني کېدل: د خولې ځينۍ ناروغۍ لکه د غاښونو سوري کېدل، د غاښونو منګ (gum disease)، په خوله کې زخمونه او متضرر غاښونه هم د خولې د بد بوی د پيدا کېدو سبب کېدلی شي.

۷ــ ځينې درملونه: ځينې انتي هيسټامين (antihistamines) لکه د حساسيت ضد درمل خوړل د خولې د وچوالي سبب کيږي چې بيا د خولې بد بوی رامنځته کوي. همدارنګه د ادرار زياتولو درمل لکه triamterene او د اعصابو د آرام درمل لکه paraldehyde خوړل هم د خولې بد بوی رامنځته کوي.

۸ــ خوب کول: کله چې يو انسان له خوبه راويښ شي نو خوله يې وچه وي ځکه د خوب پر مهال لعابیه غدې د خولې لعاب نه جوړوي او همدا سبب دی چې د سهار يا له خوبه د ويښېدو پر مهال خوله وچه وي. وچه خوله کې بکتريا ښه فعالیت کوي او بيا د خولې د بد بوی سبب کيږي.

۹ــ حاملګي: په ميرمنو کې د باردارۍ له امله هم د خولې بد بوی پيدا کيږي. يادونه بايد وشي چې پخپله حاملګي د خولې د بد بوی عامل نه دی، بلکې د حاملتوب له امله د زړه بدوالی او استفراق (کانګې) چې د حاملګۍ په لومړيو مياشتو کې معمول وي؛ د بد بوی د رامنځته کېدو عوامل دي. سربېره پر دې هورموني تغيرات (په مېرمنو کې د حاملګۍ پر مهال استروجن او پروجسترون هورمونونه تغير کوي) او ډي هايدريشن هم حاملګۍ پر مهال د خولې د بد بوی عوامل دي.

۱۰ــ ځينې نور عوامل لکه د ماشومانو په پوزه او غوږونو کې ځينې وختونه د لوبو شيان، مرۍ، غنم دانه، جوار او داسې نور شيان د لوبو پر مهال ننوځي چې دا هم په ماشومانو کې د خولې بد بوی رامنځته کوي. الکولي مشروبات او په لويه کچه د ويټامينونو خوړل هم د خولې بد بوی رامنځته کوي.

د Halitosis يا د خولې د بد بوی نښانې
د خولې د بد بوی نښانې پېژندل ډير آسانه دي، هر کله چې له نورو سره خبرې کوئ نو مقابل لوری مو د خولې د بد بوی له امله د ناراحتۍ احساس کوي، ممکن مقابل لوری درته نزاکتاً غږ ونه کړي چې خوله مو بوی کوي خو کچيري مو پام شو چې د خبرو پر مهال مو مقابل لوری درڅخه مخ اړوي يا درڅخه فاصله اخلي او يا خپله پوزه بندوي نو پوه شئ چې له خولې مو بد بوی ځي. سربېره پر دې، ناخوښه او تروش بوی او د خولې خوند خرابېدل، وچه خوله او د ژبې د پاسه سپین پتري پيدا کېدل هم د خولې د بد بوی نښې ګڼل کيږي.

مخنيوی
له ټولو هغه بد بوی رامنځته کوونکو خوړو ځان ساتل چې مخکې يې يادونه وشوه.
هر ځل له خوړو وروسته او له خوبه د ويښېدو پر مهال په منظمه توګه د غاښونو برس کول.
د غاښونو د برس کولو پر مهال د غاښونو برس په وسيله د ژبې برس کول.
د غاښونو Floss کول (د تار په وسيله د غاښونو منځونه پاکول)
د سګريټ څکولو، نصوارو اچولو، پان خوړلو او الکولي مشروباتو ډډه کول.
له ډيرو خوږو خوړو ډډه کول.
اوبه ډيرې څکل څو خوله مرطوبه او له وچېدو وساتل شي
د نعناع خوړل
د شين يا تور چای څکل، ځکه چای پولي فينول لري چې د خولې د بکتريا په لمنځه وړلو کې ګټور دي.
ډاکټر محمد اجمل درمان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button