د خوشحال خټک لنډه پیژند ګلوی

د خوشحال خټک لنډه پیژند ګلوی
خو شحال خان خپله بیوګرافی په یوه قصیده کی چی مطلع یی دی:
راشه واوره دا داستان نیک و بد پکښی بیان
په لنډه توګه بیان کړی ده دلته د قصیدی بیتونه راوړل کیږي چی مستقیماَ د ده ژوند پیښو ته اشاره کوي:
زه خو شحال د شهباز خان یم
چی تورزن یم کان په کان
شهباز خان د یحیی ؤ
چی بل نه ؤ هسی ځوان
یحیی خان د اکوړی ؤ
چی په دوره شو «سلطان»
د اکبر بادشاه په دور
شو د خپل اولس تورخان
د هجرت زر دوویشت سن ؤ
چی زه راغلم په جهان
د هغه کال پوره پنځوس ؤ
چی شهید شو شهباز خان
د هغه دور بادشاه ؤ
قدردان، شاه جهان
د پلار ځای یی ما راکړ
په اولس شوم حکمران
خو شحال خان خټک د هند د مغلی پاچا نورالدین جهانګیر د سلېنت په دوره کی د هجری قمری (۱۰۲۲) کال د دوهمی خور په میاشت کی (چی د ۱۶۱۳ عیسوی کال د می-جون سره مطابق کوی) دا کوړی په سرای کی زیږیدلی دی. د پورتنی قصیدی څخه ښکاری چی ملک اکوړی د اکبر بادشاه په دور کی د خپل لیاقت په وجه د خټکو د مشر په توګه ټاکل شوی دی. د خوشحال پلار شهباز خان او نیکه یی یحیی خان د مغلو د اتوری منصبداران ؤ.
جلاالدین اکبر ملک اکوړی ته د خیر آباد نه تر نوښاره پوری علاقه په جاګیر کی ورکړی وه. سر بیره پر دی، اکوړي ته دا امنیاز هم ورکړ شوی ؤ چی په «بادشاهی لاره» باندی د څارویو د تګ راتګ محصول ټول کړیي او سړک وساتي.
خوشحال په شپږ کلنی کی په لنډي سیند کی ډوت شوی ؤ خو نجات یی وموند. په اته کلنی کی له څپر نه پری یو کاڼی راولوید او تندی یې شخت ژوبل شو. تر یوی اونۍ پوری له مرګه سره لاس په ګریوان، او له هغی وروسته مخ په روغیدو شو.
خوشحال دیارلس کلن ؤ چی بهاکو خان یوسفزی د خټکو د بولاقو په کلی یرغل وکړ. شهباز خان اه لږ لښکر سره چی خوشحال هم پکی ؤ، مقابلی ته ودغی. دواړه خواوی په جهانګیری کلی کی سره مخامخ شوی. په لومړی سر کی خټکو او یوسفزو د علاقی څه برخه نیولی وه او بل دا چی خټک د مغولو طرفدار او یوسفزي یی مخالف ؤ.
داسی ښکاری چی خوشحال به د شل کلنی په شا و خوا کې په شعر وئیلو پیل کړی وي، لکه چې وایي:
زما عمر په حساب تر شلو زیات دی
د عشق غم به مې په لږ کاله کې زوړ کا
هغه وخت چې خوشحال د خپل پلار په امر څوترې ته چې د کوهاټ د خټکو علاقه ده تللی ؤ، هغه ځایه یې په عیسی خیلو برید وکړ. خوشحال په دی جګړه کې څرګند برې وګاټه او زیاتی روپۍ او ولجه یې تر لاسه کړه په (۱۰۵۰هق) کې اکاخیلو د مالیی دور کؤلونه سر وغړاوه. شهبازخان د خوشحال په ملګر تیا د یو سفزو پر اکاخیلو هجوم وروړ په دې جګړه کې چې د مردان په ضلع کې تورو او مایاروته نږدی وشوه خټکو ماته وکړه. شهباز خان چې په پښه کې په ِشي لګیدلی ؤ، پنځه ورڅی وروسته مړ شو. خوشحال خان هم په دی جنګ کې ټپي شو، د ده له پښی نه توبری د انبور په واسطه وایستل ښو. د تاریخ مرصع مؤلف د دې جګړې په باب وایي چې داسې خټک به نه و چې بی پر هاره دې کورته راستون شوی وي. د شهباز خان له مرګ نه وروسته د ده مشر زوی خوشحال خان د مشری پګړی وتړله. خوشحال د دې شعر په فحوا چې:
څو وانخلي له غلیمه انتقام
مرد نه خوب کا نه خوراک کا نه آرام
پر خپلو پښتنو عزیزانو یعنی یو سفزو بانې ورودانګل ا هغو ته یې ماته ورکړه. په دی وخت کې شاه جهان بارشاه هم یو فرمان راواستاوه چې په هغه کې د خوشحال خان مشری تائید شوی وه.
په (۱۰۵۱) کال کې داجه جګت سنګهـ په ختیڅ پنجاب کې له شاه جهان نه یاغي شو، بادشاه خپل کشر زوی مرادبخش له لښکرو سره د راجه جګت سنګهـ د ډبولو د پاره واستاوه، په محاذ کې خوشحال خان له دوه زره اولسيلښکر سره برخه اخیستی وه او خپله میړانه یې وښؤوله. د(تاراګړ) له نیول کیدونه وروسته خوشحال ته انعام ورکړ شو، ترفیع یې هم واخیسته. په (۱۰۵۵-۵۶) کې یې د بلخ او بدخشان په پیښو کې د یادونی وړ ونډه داخیسته. په ۱۰۵۹۹
(۱۶۴۹ع) کې چې شاه جهان له صفویانو څخه د کندهار د نیولو په بکل کابل ته روان شو، خوشحال خان یې مخې ته راووت او تر دکی پورې ورسره ملګری ؤ. بیا کابل به پسې ورغی. شاه جهان ده ته د یوسفزو د علاقې چارې وروسپالې. که څه هم ده په خپله وظیفه کې کفایت وښود خو څرنګه چې شهزاده دار اشکوه د بهاکوخان (یا بهاګو خان) پلوی و، نو شاه جهان د هغه په غوښتنه د یوسفزو علاقه بیرته له خوشحال نه واخیسته. په (۱۰۶۳) او (۱۰۶۴) کې د خوشحال خان لښکرو درې ځله بنګښو ته ماتی ورکړه.
د شاه جهان له مړینې وروسته اورنګ زیب پاچاشو. په لومړي سر کې د خوشحال او اورنګ زیب تر منځ مناستات عادی وو. خو څه موده پس د دواړو تر منځ د مناسباتو فضا خړه شوه چې د هغی په پایله (نتیجه) کې خوشحال د (۱۰۷۴) د څلورمی خور په میاشت کې په پیښور کې بندي شو او دوه میاشتی وروسته ډیلی ته واستؤل شو. خوشحال تقریباً دوه نیم کاله په ډیلي او جیپور د ریاست درنتهپور په جیل کې بېر کړل او بیا آګری ته ولیږدؤل شو او هملته له بنده خوشې شو.
خوشحال د بندي کیدو د علت څیړنه د تاریخ پوهانود پاره یوه په زړه پورې موضوع ده. ځینی وایی چې د اورنګ زیب د سلطنت په پیل کې بحری لارو ډیر اهمیت موندلی ؤ، پاچا د رعیب د خوشالی د پاره د عمومی لارو محصول او ګمرک عواید معاف کړل . د خوشحال کورنۍ چې د ملک اکوړي له وخته د لارې باج اخیسته د دې حکم په اثر زیانمنه شوه او ښایی چز په یوه یا بله بڼه یې خپل نارضایت ښودلی وی. ځینی نو اټکل کوی چې د کابل صوبه دار سید امیر خان خوافی د خپل اقتدار د مضبوطؤلو د پاره هڅه کؤله چې خوشحال خان له صحنی نه لیری کړی اما غالب احتمال دا دی چې خوشحال به په پټه د خپل ټولنیز آیډیال د تحقق د پاره (چې هغه د پشتو د امپراتورۍ جوړؤل او د افغانی دولت تاسیسؤلو مبارزه کؤله اورنګ زیب په دې پوهیده چې خوشحال د ایډیال خاوند او ولسپال شخصیت دی. له بندیخانې نه وروسته نور د پټی مبارزې اړتیا نه وه:
پس له بنده دی دا عزم د خوشحال د خاطر جزم
یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره رزم
خوشحال په (۱۰۷۹) کې خپل وطن ته داستون شو. مغولو حکومت غوښتل چې خوښحال د لاسه کړی او په بدل کې ورته هزادی منصب او د بوسفزو د علاقې سرداری ورکړی. سر بیره پر دې د کابل صوبه دار مهابت خان د کلا د جوړؤلو نه لاس واخلی او ضمناً یې ورته وویل چې د یوسفزو د ده د بندی کیدو په وخت کې د خوشحال له کودنۍ سره ښه سلوک کړی دی نو په هثڅ وجه نه شی کولی د دوی په خلاف سازشونو کې برخه واخلی. خوشحال خان د مغولو نوکری ونه منله او د خپلې مبارزې د پیل کؤلو له پاره یې د خپل باطنی احساس په ضد یو ځل د بیاــ خود وروستي ځل د پاره ــ د مغلو سره ودراوه. د کابل نوی صوبه دار، محمدامین خان، چې له بند نه د خوشحال خان د خلاصؤلو د پاره یې ډیرې هلې ځلې کړی وې له ده نه غوښتل چې د ساپیو د قیاو په ماتؤلو کې له هغه سره مرسته وکړی خوشحال خان هغه کؤله چې محمد امین خان له جنګ څخه منع کړی. محمد امین خان ته دا پته ولګیده چې خوشحال له پښتنو سره همدردي لری نو هغه ته یې د خپل احسان پیغور ورکړ. خوشحال د شخصی دوستی په وجه وجبور شو چې په جنګ کې ګډون وکړي. په دې چنګ کې دپښتنو قومونو لکه مومندو، شینوارو او اپریدو د ایمل خان تر قوماندې لاندی مغلو ته سخته ماته ورکړه. محمدامین خان د علی مسجدله لاری پیښور ته په شا شو، د ده د لښکر بله برخه د تاتری د لارې په شا ولاړه. په تاتره کی پښتنو پر مغولو باندې بله حمله وکړه او هغوی ته یې بې شماره ځانی او مالی تاوان ورواړولو. په دې جنګونو کې د محمد امین ښځه، زوی او اخښی هم ووژل شول. خوشحال خان له یوې خوا د پښتنو په نصرت او بری خوشحالی کوي له بلې خو ا د محمد امین د کورنۍ په تباهی باندې تأثر ښکاره کوی. کله چې د محمد امین خان په ځای مهابت خان د کابل صوبه دار مقرر شو هغه اول خوشحال خان به د مرستی او ملګرتیا پیشتهاد وکړ خو چې د هغه له خوایې ځواب وانه وریدنو د خوشحال زوی بهرام ته یې بلنه ورکړه او دی یې د خپل پلار مقابلې ته ولمساوه. خوشحال څو ځله بهرام ته ماته ورکړه او ځای په ځای یې مغلی لښکری وټکولې په دې وخت کې خوشحال د کوهاټ دوره وکړه او پښتانه یې د جدګو له لاری یووالی او اتفاق ته دابلل په (۱۸۰۴) کال کې یې د اپریدو او خټکو یو لښکر تنظیم کړ او د نوښار په کوټ یې حمله وکړه او کوټ یې وواهه د نوښارله جګړی نه وروسته د مومندو د ګنداب په کړ په کې پښتانه او مغول سره ونښتل. ایمل خان د مغولو یوه غټ لښکر ته ماته ورکړه او د مغلې سردارانو له ډلې څخه شجاعت خان ووژل شو او جسونت سنګهـ په تیښته خلص شو.
خوشحال خان او دریا خان موافقه کړې وه جې دواړه به یو ځای په کوهاټ باندې حمله کوي خو کله چې دریاخان په کړپه کې د ایمل خان له بری نه خبد شو نو بې له دې چی خوشحال خان ته انتظار وباسی په کوهاټ یې یرغل وروړ. له بده مرغه دریاخان ماتی وخوړه او خپل ورور تاتارخان یې هم په جنګ کې له لاسه ورکړ. خوشحال په څوتره کې ؤ چې د دریاخان د ماتی خبر یې واورید. له هماغه ځایه یې د بنګښو په کلیو باندې د حملی دپاره یو څو سپره راولیږل او هغه کلی یې وسؤل. له دی وروسته خوشحال د تاتار خان د فاتحی د پاره دریاخان ته ورغی. هلته دواړو فیصله وکړه چې خوشحال دی تیراه ته ولاړ شی. په همدې وخت کې اورنګ زیب د لاهور خواته روان شو او داسی پلان یې طرح کړی و چې پښتانه د زور او زر په واسطه او د بې اتفاقی اچولو له لاری مات کړی. خوشحال چې د ده له حدکت نه خیر شو نو ویې ویل:
اورنګ زیب بادشاو زړه ډک په لاهور راغې
ګوره ګانده به څوک وران څوک به ودان شي
خوشحال په تیرا کې څلور میاشتی پاتی شو او بیاله هغه ځایه د یوسفزو د ځینو مشرانو په بلنه د مومندو، اتمان خیلو، او خټکو له دوری نه پس، یوسفزو ته ورغی. وئیل کیږي چې خوشحال د یوسفزو ملاتړ تر لاسه نه کړی شو. له هغه ځایه برمول ته ولاړ. په همدی ورځو کې د خوشحال شپږویشت کلن زوی نظام خان مړ شو او ده یې په مرګ داسې افسوس وکړ:
کشکې ځوان د پښتانه په ننګ کې مړ وای
نه چې ګور لره روان شو له تلتکه
خوشحال له برمول نه سوات ته ولاړ او کله چې له سواته روان شو نو د یوسفزیو لشکر هو ورسره یو ځای شو. لومړی یې په شهباز ګړه کې مغل ووهل او بیایې له غله ډیر نه مخالف ګوجر وایستل. له دې نه پس یوسفزی خواره شول او خوشحال د ډنګټنګ کلی ته راغی. د ګنبت په جنګ کې (۱۰۶۸) بنګښو د مغولو په پلوئ خټکو ته ماته ورکړه په دې جګړه کې پخپله خوشحال او د ده زوی عبدالقادر خان ټپي شول. په (۱۰۹۱) کې خوشحال له بنګښو نه انتقام و واخیست او د ډوډی په جنګ کې یې د مغلو طرفدار بنګښ مات کړل او خټکو زیاته ولجه تر لاسه کړه.
دوست محمد کامل لیکي: «د خوشحال خان د عمر آخری څو کاله ډیر د مصیبت او د ناکامو د تیارو نه ډک دي. که په دی تیارو کې څه رڼا ښکاری نو هغه د خان د شخصیت د جوهر ځلا او بریښنا ده. په ډیرو سختو غمونو، مصیبتونو او تکلیفونو کې ده خپل هوډ پری نښود.» (کلیات خوشحال خان خټک، دوهم چاپ ۱۹۶۰، د دوست محمد کامل سریزه، ۳۰مخ).
خوشحال پخپله هم په آګاهانه توګه خپل د نیؤل شوي هوډ اعلان کوي:
چې نیولی مې دا هوډ د نام و ننګ دی
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالی د زمانې خوشحال ختګ یم
خو پښتانه مغلی شوی وو، د مغلو په سوغاتونو او جاګیرونو مست وو او له هغوی به یې بډې او رشوتونه اخیستل.
د خان دواړه ننګیالی ملګري د ده په ژوند وفات شول. دی مغلو ته یوازی پاتی شو. خو ده مغلو ته سر ټیټ نه کړو او خپل په دا عقیده چې:
په دنیا د میړنو دي دا دوه کاره
یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي،
تر خپله وسه یې ورسره مقابله جاری وساتله او «سر یې په سنګ» وجنګاوه.
د خوشحال د ژوند وروستئ برخه هم په ډراماتیک ډول پای ته ورسیده. بهرام د خوشحال زوی مغولو ته د خپلی وفادارئ د ثبوت د پاره هڅه کؤله چې خپل پلار ګرفتار کړي. بهرام له اورنګ زیب نه زده کړی وو چې سړی کؤلی شی خپل پلار زندانی کړی او خپل وروڼه ووژنی نو ده هم د اورنګ زیب په پیروی د خپل پلار د ګرفتارلو دپاره «پښې لوڅې کړې وې». بهرام خپل زوی مکرم خان مأمور کړی ؤ چې خوشحال په زولنو کې ګرفتار راولی. کله چې مکرم خان له خپلو ملګرو سره خوشحال خان ځای ته ورسیدل نو خوشحال خان پر دوی غږ وکړ چې د ده په مقال کې کومه بې حیایي وکړي بیرته داغلل. بهرام ډیر په ًار شو او د دوهم ځل د پاره یې خپل امر تکرار کړ. لیکن دا ځل خان له هغه ځایه توتکی ته او بیا له هغه ځایه د خپلو زامنو صدرخان او ګوهرخان سره زیړې ته ولاړ. د بهرام پوځیانو پر ده باندی حمله و کړه او د خوشحال نه څو تنه ورسره کسان ووژل خو په خپله خوشحال افریدو ته ولاړ او ډمبره نو می غره کی یې پنا واخسته. دلته موشحال د ژوند وروستی شپی ورځی تیرولې، او په پای کې د (۱۱۰۰) کال د دوهمې خور په اته ویشتمه (فبروری ۱۶۸۹) خوشحال د ارمانونو ډک زړه ګور ته یووړ او د پښتنو د دنیا یو ستر مفکر د غره په یوه ګوښه کې له دنیا نه سترګې پټی کړی. ده په آخرینه سلګۍ کې ویلي دی:
د خوشحال قدر که اوس په هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
خوشحال خان د خپلی مړینی څخه د مخه په لاندی ډول وصیت کړی وو:
«زما قبر په داسی ځای کې جوړ کړی څو چې زما پر قبر باندی د مغولو سیوری او د هغوی د سپرو د آسونو ګردونه ونه لویږي او له دی کبله چې ما د مغولو ډیر ښه پوځونه د خس او خاشاک په څیر ځپلي دي نو زما قبر پټ کړی بر څو د هغه بی حرمتي ونه کړي»
دا هغه تلپاتی وصیت دی چې علامه اقبال هغه د پت، عزت او غرور هنداره بولي او د قدر په سترګه ورته ګوري او هغه یې د اردو نظم جامه ور اغوستی ده:
«قبایل هو ملت کې وحدت ومی ګم
که هو نام افغانیو کا بلند
محبت مجهی اُن جوانو سی هی
ستارو په جو ټالتی هی کمند
مغل سی کسی طرح کمتر نهی
کهستان کا یه بچۀ ارجمند
کهو تجهـ سی ای همنشین دل کی بات
وه مدفن هی خوشحال خان کو پسند
اړاکر نه لایې جها باد کوه
مغل شهسوارو کي گرد سمند»
خوشحال د خپل وخت او چاپیریال تر ټولو لوی نقاد (Critic) او اصلاح غوښتونکی شاعر او سیاسی شخصیت دی. دی د پښتنو د ځینو ناپسندو خصوصیاتو غندنه کوي او وایي:
پښتانه په عقل پوهه چې ناکس دي
کوټه سپي د قصابانو د جوس دي
پادشاهی یې د مغول په زور وبایله
د مغول د منصبونو په هوس دي
اوښ له باره سره کورته ورغلی
په اولجه د اوښ د غاړی د جرس دی
علامه اقبال وروستی شعر ژباړلی او د خوشحال خان په باب وایي:
«خوش سرود آن شاعر افغان شناس
هر چه بیند باز گوید بی هراس
آن حکیم ملت افغانیان
آن طبیب علت افغانیان
راز قومی دید و بی باکانه گفت
حرف حق با شوخی رندانه گفت»
او بل شعر داسې ژباړي:
«اشتری یابد اگر افغان حُر
با براق و ساز و با انبارِ دُر
همت دونش از آن انبار دُر
می شود قانع با زنگ شتر»
ٌ صدیق الله رښتین د خوشحال خان د جامعیت په باب له نور پوهانو سره هم غږی دی چې لیکی: «هغه د افغانیت د لوړو عادتونو، سپیڅلی اخلاقو او ژوندانه د ستور العمل ور زده کاوه. خلک یې د ټولنیز ژوند د لذت او خوند سره آشنا کؤل. د افغان قوم او ملت یې د خدمت لپاره هڅاوه او تصوف او د فلسفی په علم کې یې لاس در لود. لنډه دا چې هغه هیڅ ډول مضامین پری نښودل. عشقي، اخلاقي، ټولنیز، وطنی، فلسفی، حماسی، فکاهی او هر ډول مضامینو ته یې د شعر جامه ورواغوستله. د هر چا ذوق سره سم یې په خپل بڼ کې ډول ډول ګلان کیښودل او ساده او روان شعر یې وایه. د هغه شعر څخه پښتو ژبی او ادب آب او تاب پیدا کړ او هغه د بلبلانو د چغار لپاره د شعر او وینا بڼ جوړ کړ لکه چې دی پخپله وایي:
«ما خوشحال چې په پښتو شعر بیان کړ
د پښتو ژبه به اوس په آب و تاب شي»
یا دا چې:
«همیشه به پری ناری وی د بلبلو
دا چې ساز کړو نن خوشحال د وئیل باغ»
د خان علیین مکان د ادبی آثارو په باب د هغو ختیځو او لویدیځو نقادانو نظریه په ښه توګه اندازه کیدلای شي چا چې د خوشحال خان آثار په پراخه اندازه لوستلی وي نو هغوی ټول د خوشحال خان د جامعت په باب متفق دي.
د افغانستان معصر انقلابی شاعر سلیمان لایق بیا خوشحال داسې ستایي:
«یو سیلاب دی چې له لوړو راروان دی
د پښتو او پښتونوالي قهرمان دی
ټیټ یې مه بوله غورځنګ ورباندې مه کړه
پس له مرګه هم د تورې ترجمان دی»
د خوشحال تالیفات : د مسټر راورټي انګریزي ختیځ پوهاند له وینا څخه معلومیږی
چی خوشحال به ډیر زیات آثار لیکلی وی. د هغو له جملی څخه دا لاندی آثار یی موږ ته معلوم دي:
۱- د خوشحال دیوان ( چی ځینی کسان یی د خوشحال د کلیاتو په نامه هم یادوی) : د ده په دیوان کی د دری ژبی اشعار او ځینی ذواللسانین نظمونه ( پښتو ، دری او پښت، هندی ) هم راغلی دی.
د خوشحال دیوان د مضمون او شکل له حیثه ډیر غنی دی. د خوشحال په دیوان کی ډیری زیاتی ابتکاری جنبی شته چی د اجتماعی ایډیال د پاره مبارزه یی د ټولو مضامینو په راس کی واقع ده.
۲- بازنامه: په دی منطوم اثر کی خوشحال د بازونود، د هغو د تداوی او د بازونو په وسیله د ښکار په برخه کی تفصیل ورکړی دی.
۳- هدایه: د فقهی د مشهور کتاب ( هدایی) پښتو ترجمه ده.
۴- آئینه: دا کتاب هم د فقهی پ برخه کی دی اوله عربی نه ‌ژباړل شوی دی.
۵- فضل نامه: منظوم اثر دی چی د فقهی او نور مذهبی مسایل پکښی شرح شوی دی.
۶- سوات نامه: پدی منظوم اسر کی خوشحال د سوات خاطرات او د سوات جغرافیایی حالات بیان ګړی دی. په دی کتاب کی خوشحال د یوه اجتماعی مصلح په توګه پښتنی کلتور ځینی منفی اړخوته غندلی دی.
۷- صحفه البدن یا طب نامه: یو منظوم اثر دی چی طبی موضاعات پکی څیړل شوی دی.
۸- فرخنامه: په دی اثر کی د توری او قلم مناظره راغلی ده.
۹- فراقنامه: دا د هغو اشعارو مجموعه ده چی خوشحال د بند د ورځو په باره کی ویلی دی.
۱۰- دستار نامه: په دی منثور اثر کی خوشحال هغه هنرونه او خصلتونه ښودلی دی چی د یوه ولسی مشر ( د دستار سړی) د پاره لازمی شرایط ګڼل کیږی. دا اثر د خوشحال خان د ښوونی او روزنی د فلسفی په نامه هم بللی شو.
۱۱- بیاض: یو منثور اثر دی چی د خوشحال آتو بیوګرافی او دده د کورنی تاریخی کارنامی پکی ښوول شوی دی.
۱۲- زنځیری: دا په پښتو کی د ستینو ګرافی (مختصر تویسی) لومړنی نمونه ده چی خوشحال خان ایجاد کړی ده.

یادونه: د خوشحال د بیوګرافی په برخه کی ددوست محمد کامل له سریزی څخه زیاته استفاده شوی ده. د خوشحال د ژوند او افکارو په هکله ډیر زیات بحثونه کیدی شی، خو دلته یوازی ځینی ضروری معلومات را نقل شول چی څیرونکی کولی شی د ضرورت په وخت کی ګټه بری واخلی.

د ګڼوشعر بیلګه:
َِِعشقی:
دا ښایست چې یې په تا باندې کښیښو
د زړه داغ به یې په ما باندې کښیښو
که جمال یې و یوسف نه وای ورکړی
چا به غم په زلیخا باندې کښیښو
مګر ګل په اشارت کې ورته ووې
چې بلبل ټټر په ما باندې کښیښو
که د زلفو مار یې و خوري عاشق ګرو دی
چې یې لاس په اژدها باندې کښیښو
زه که ستا په لړ شو و باندې پروت نه وای
د سپي نوم به دې په چا باندې کښیښو
که هر څو به دی شاړه له خپله وره
خوار خوشحال به قدم لا باندې کښیښو
***

یو رنګي او درویشی:
موږه می پرست یو
د ازل په میو مست یو
په سما مو قدم ایښی
لکه مزکه هسې پست یو
هغې خولې وته نظر کړه
هغه هسې نیست و هست یو
که په تخت د پاسه کښینو
بیا یو مات کچکول په دست یو
څوک د وصل خبرې کاندي
موږه خوښ په خپل بر بست یو
تل مو زړه په دا خوشحال دی
چې خپل زړه سره پیوست یو
***

شننه:
لیوني شول پښتانه په منصبونو
خدایه! ما ژغورې له هسې غضبونو
د کنګاش علم د چا دی د تورزنو
لکه څوک لولي قراآن په مکتبونو
د کنګاش له علمه هیڅوک خبر نه دي
خبر داریم د هر چا په مشربونو
پښتانه لره لوی عیب دی که یې ګورې
چې نازیږي د مغول په لقبونو
شرم، ننګ، ناموس یې په یاد نه دي
خو وئیل کا د منصب، د ذهبونو
د مغول سره لیده په تمه مه کړه!
که کیدای چیرې په نورو سببونو
خټک واله بلنځه ښه زما تر ملا ده
نه ښیوه د نوکرۍ په قصبونو
د پادشاه د زندان شپې زما په یاد دي
چې تمامه شپه مې بله په یاربونو
پښتانه که جنګ مغول سره په تیغ کا
هر خټک نیوی مغول تر جلبونو
د خټک د ننګ جرګه نشته خوشحاله!
دا وتلي دي له کومو نسبونو

***
دري شعر:
نوبهار و می و معشوقه و جام است اینجا
زهدو پرهیزو ورع دا چه مقام است انیجا
قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غیر می هر چه بود جمله حرام است اینجا
یارب آن مغبچه را هیچ گزدی مرساد
که برویش نگران خاص و عوام است اینجا
شاه من تند مران رخ که بس مردم شهر
بهر نظارۀ تو بر در و بام است اینجا
ّپشم از مشک خط دم مزن ای مشک فروش
که پر از نگهت آن زلف مشام است اینجا
می نوازم نی خوش لحن بجاروی نفس
آخوی کوه و بیابان همه رام است اینجا
با نوایی سخن ننگ مگویید دگر
مست عشقست نه ننگ است و نه نامست اینجا

***
ازو دل برگرفتن کار من نیست
که از جان سیر گشتن کار تن نیست
چمن را گر چه گلها بس شکر فست
ولی همچون رخت گل در چمن نیست
مراگویی بگو وصف دهانم
چه گویم چون درو جای سخن نیست
من و سودای رویت تا که هستم
اگر چه خود ترا پروای من نیست
غمت تا در دل و جانم وطن کرد
مرا در کوچۀ شادی وطن نیست
چرا خوشحال را پرسی که چونی
مگر از چهۀ او مبرهن نیست؟
***
هر کرا یار وفادار گزید این دا من
غیر نومیدی ازو هیچ ندید این دل من
از غم و غصۀ هر نا کس و کس هیچ نشد
هست از آهن و فولاد پدید این دا من
ترک مقصود بمفصود رسیدن باشد
شکر الله که بمقصود رسید این دل من
عاشقی چیست غم و درد و بلا را بودن
سالها سد که ز روی تو کشید این دا من
اهل نایاب چو عنقا شده در دور قمر
زین سبب از همه آفاق برید این دل من
سینه را کرد تهی از غم هجران شب و روز
از ره دیده بدامان بچکید این دل من
سینه دا چاک کنم حال دل خو بینم
همچو خوشحال چه در گوشه خزید این دل من
***
شیر و شکر:
راشه بر چشم نشین ای شاه خوبان چکل
لمعه خورشید دا بر چشم باشد جان تل
تا وئیل قندو نبات و شهدو یکجا دیده یی
آری آری آن دهان و آن لبان و آن و ئیل
سر دهم تا هر چه فرمایم ترا فرمایی رواست
از تو حکم ای پاد شاه مهوشان از ما منل
ځار و قربان تو گردم گر به تیغ خور کشی
نی به تیغ دیگران خونم ترا باشد بښل
نن بمن میگفت در کوی تو می رفتم رقیب
شوخ چشمی برنمیگردی ازین کوبر شړل
چوبه تن گشتم ضعیف و لاغر و خوار و نحیف
نیست اندر فرقت خوبان مرا خوب و خوړل
تل جفا و جور از حد و نهایت بیش کرد
من نیاز و عجز و زاری می نمایم بویه شل
تل سبا بیگاه آه و ناله و فریاد ماست
بر دل سختت نشد تاثیر زاری و ژړل
هیڅ چیرې مثل تو دلبر می نیاید در نظر
زین سبب خوشحال میل دل نمیدارد په بل
***
ښه ښه بخ بخ ای دلداره
,وفا جویه غم برداره
چه کنم چه چاره سازم
چې دې زه کړم را کناره
به کی گویم از فراقت
چې مې زړه شو پاره پاره
نکند بدل سرایت
که زاري کوم بی شماره
تو چه سنگدل نگاری
چې مې ستا وکړه ننداره
گر ز فراقت بمیرم
لا به خو ښ شې له دې کاره
به عشاق بی سر و پا
ستم مه کړه ستمګاره
به نگاه گاه گاهی
مهر کړه د خدان د پاره
ای نگار من حذر کن
د و یشتلو له آزاره
نرود ز در گه تو
که خوشحال شړې سل واره

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button