د خوشحاله خلکو ځانګړنې؛ تاسو هم خوشحاله اوسېدلای شئ!

د خوشحاله خلکو د خوښۍ راز څه دی؟ تاسو به فکر کوئ، چې هغوی ډېرې پیسې لري او هر څه چې یې زړه وغواړي ترلاسه کوي يې. که تاسو په همدې نظر یئ باید پوه شئ چې په غلطه یئ.
هېڅکله هم مه هېروئ؛ خوښي کوم ځای نه دی، چې څو ورشئ او نه هم کوم څيز دی، چې ترلاسه یې کړئ بلکې خوشحالي یو ذهني حالت دی، چې جوړول غواړي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ، لیکنه تر پايه ولولئ.

د خوشحالۍ رازونه
په یاد ولرئ، چې تاسو د ځينو کوچنيو ګامونو په پورته کولو سره خپل ژوند ته خوښي راوستلای شئ. البته په دې شرط چې دا لارښوونې عادي و نه ګڼئ او په بشپړ ډول يې رعايت کړئ.

۱. شکر ګذار اوسئ
د خوشحاله انسانانو یوه ستره ځانګړنه دا ده، چې دوی تل له الله “ج” څخه شکر ګذاره وي. په دې ډول دوی د یو ډول خاص ډاډ او اطمینان احساس کوي. که تاسو هم غواړئ خوښ اوسئ په هر حالت شکر وکړئ.

۲. مهربان او زړه سواند اوسئ
مهرباني او دلسوزي ستاسو د روحيې په پياوړتيا او له ژوند څخه د رضايت په ډېرښت کې مرسته کوي. کوښښ وکړئ تل مهربان اوسئ؛ له خلکو سره په اړيکو او تعاملاتو کې له مهربانۍ کار واخلئ.

۳. ځان پېژندنه
د ځان پېژندنه له هر څه مهمه ده. تاسو هڅه وکړئ، چې ډېر تمرکز مو په خپلو وړتياوو وي او خپلې وړتياوې درک کړئ. په دې ډول به مو پر ځان بارو لوړ شي او د خپل ځان په اړه به یو مثبت فکر ولرئ.

۴. خپل ځان ته صادق اوسئ
خوشحاله خلک پر خپلو ارزښتونو باور لري او په هېڅ ډول له خپل ځان سره ظلم نه کوي. یعنې خوښ انسانان ځان په خيالاتو کې ډوب نه ساتي بلکې واقعي ژوند ته ارزښت ورکوي.

۵. په خپلو لاسته راوړنو ووياړئ
مهمه نه ده، چې ستاسو لاسته راوړنه لویه ده یا کوچنۍ. تاسو کولای شئ د خپلې بریا نمانځه وکړئ. ددې کار په پايله کې تاسو د لا ډېر زیار او انرژۍ انګېزه پيدا کوئ.

۶. لوبې وکړئ
په اوزګار وخت کې د خپلې خوښې لوبه وکړئ. په دې ډول تاسو د ژوند له هرې شېبې د خوند اخیستنې هنر زده کوئ.

۷. ورزش وکړئ
ورزش او تمرین په مغزو کې د خوښي پارونکو هورمونونو (سروتونين او دوپامين) د ترشح سبب کېږي. له دې سربېره ورزش ستاسو د صحت تضمين کوي. نو کله چې انسان روغ وي تر ډېره د حوښۍ احساس کوي.

۸. قناعت وکړئ
که تاسو په اقتصادي لحاظ کمزوري یئ، باید هېر نه کړئ چې ځينې خلک خیر غواړي. په دې ډول خپل ځان ته قناعت ورکړئ. دا د خوښۍ ترلاسه کولو یوه بهترینه لاره ده.

۹. وخت ته ارزښت ورکړئ
کوښښ وکړئ خپل وخت بې ځایه تېر نه کړئ. کله چې تاسو خپل وخت بې ځایه تېروئ په دې معنا چې تاسو خپل خفګان ته لاره هواروئ. تل باید خپل وخت ارزښتمن کړئ. د مطالعې، نورو سره د مرستې او ګڼو نورو لارو خپل وخت با ارزښته کولای شئ.

۱۰. ځان له نورو سره مه پرتله کوئ
اکثره خلک خپله خوښي له همدې کبله ختموي، چې د نورو سره ځان پرتله کوي. دوی تل نورو ته ګوري او د هغوی ژوند ته پسخېږي. که تاسو هم دا عادت لرئ خپله خوښي مو په خپل لاس له منځه وړې ده. تمرکز مو پخپل ژوند وکړئ او هر څه چې لرئ شکر پرې وکړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button