د خوشال سیاسی اوټولنیز نظریات

رڼاګل اریوبزی

څلورمه برخه

د خوشال سیاسی اوټولنیز نظریات

الف – له ټولواکۍ اوتلواکۍ نارضایتي؟

د مغولوپه دولتي دستګا کې دخوشال خان دنده نظامي او هم سیاسي وه. نظا مې په دې مانا چې دی د دوه زره کسیز لښکر مشر یا په عسکري ژبه قومندان واوسیاسي ځکه چې خوشال دخټک قبیلې خان او دمغولو په دربارکې يې دهغې نمایندګې کوله. ده دخټکواو دمغولو دشاهي دربار ترمنځ اړیکې ساتل او تنظیمول. د پښتنو دځینوسیمودماليي راټولولو دنده هم ور په غاړه وه. دوخت دواکمن دود اوسیاسي شرایطو له مخي په دواړو دندو کې دخپل اولوالامر دامر اوحکم تابع و. البته دبیلا بیلو موضوع ګانو په هکله به دسلا او مشهورې امکانات موجود وو، خو وروستې پریکړه دبادشاه مطلق حق واو هیڅوک يې په وړاندې نشو دریدلی، دا ځکه چې دخوشال خان زمانه دمطلقې باد شاهۍ زمانه وه. په مطلقه باد شاهۍ کې دباد شاه واک او ځواک ته حد نه ټاکل کيږي. په دولت کې دقواووترمنځ بیلتون(تفکیک) او خپلواکۍ وجود نه لري. باد شاه د ټولو دولتي ارګانونو په سر کې ځای لري، ترهرڅه او هرچا لوړ،خپلواک او ټولواک دی. دخپل رعیت او حتی دهغو قوانینو په وړاندې هم مسئولیت نه لري چې پخپله يې جوړاوجاري کړي وي. باد شاهان دتاریخ په اوږدو کې دقومي مشرانو اوروحانیونو اویا داشرافو اواعیانو له خوا ټاکل شوې دي خو بیرته له دندې نه دي ایستل شوې او دژوند تر پایه پورې باد شاهان پاتې شوي دي. داسې هم پیښ شوې دي چې دلته یا هلته دبادشا کوم مخالف له ناراضو لښکرجوړکړي اودهغه په وړاندې راپورته شي اودا مقام په زورورڅخه نیسي.

رښتیا دادی چې بادشاهي له سره میراثي هم وي، له پلارنه وزوی ته په میراث ور پاتې کیږي. په تیر بیا په ختییځ کې داسې هم پیښیږي چې بادشاه له خپلو بیلا بیلو میر منو نه ډیرزامن دنیا ته راو ړي. دمیراث په لیږدونه کې هغه وخت لانجې را منځ ته کیږي چې هره مور هڅه کوي چې ددې زوی دپلار ځای ناست شي، تاج په سر کړي او په تخت کښیني. په دې ډول دوروڼو ترمنځ دپلار په میراث سیالې پیل کیږي، وسله والې نښتې ترې جوړیږي، وینې تویئږي او په پای کې تاج او تخت دزورور ورور په برخه کیږي. اورنګزیب له همدې لارې باد شاه شو. په مطلقه باد شاهۍ کې دحق سرچینه دبادشاه اراده او پریکړه ده، خیر اوشر، دسر اومال فنا اوبقا دباد شاه په مهراویاقهرپورې اړه درلوده اودواړه په چټکې یو په بل اوښتل. خوشال خټک دشاهانو په سر کې دارواني لوبه تر کره کتنې لاندې نیولې او پایله يې راته په دې ډول بیان کړې ده:

که په خپله د خپل ځان په بــد و نه يې دمارانو په غار مه منډه لاسونه

د بــا د شــاه په مهـر مینه غره مه شه زورور په لــږ ګناه وهي سرونه

باد شاهان چې چاته مخ په بدۍ کاندي وسنـد ونو ته تړل نه شي بند ونه

[ منتخابات خوشال خټک…………..۸۲ مخ ]‎

دباد شاه مینه لنډ مهاله ده، تل نه پاتیږي او ډیر زر په غضب بدلیږي، بیانو په لږه ګناه هم دانسان سر پری کیږي او یا په دار ځوړول کیږي. خوشال خان په ټول دولت کې دا سې موسسه، کوم قانون یا وثیقه نه ویني چې دبادشاه دټولواکې اودا نساني حقوقو په وړاندې دهغه دبیباکې په مخکې خنډ شي. د بخښنې اوعدل غوښتنې بله مرجع هم نشته اودا چې دولس ټول برخلیک دباد شاه په نیت او ارادې پوري تړلی دی نوځکه دخوشال خټک په نظر:

با د شــاهــا نو لـره ترس د زړه با یـده دي مـرو ت، غـور رسي، عــد ل واحسان

څوک به چـا لـره په د ا د ا و په فریاد ځي چې په ظلم راضي من شول باد شاهان

[ دخوشال خټک کلیات………….۵۸۲-۵۸۳ مخونه ]

د منځنیو پیړیو دتورو تیارو په دې وروستۍ برخه کې دولسونو پراخې پرګنۍ په دې نه پوهیدلې چې هر انسان، بیله دې چې دنده، قشر،طبقه او یايې نژاد اوعقیده په نظر کې ونیول شی دبنسټیزوانساني حقوقو خاوند دی، ازاد دنیا ته راغلی او باید ازاد پاتې شي، ځان او مال يې دتیري په وړاندې وساتل شي اوترڅو چې يې ګناه ثا بته نه وي بیګناه هم وګڼل شي. نه دا فکر اوعقیده وه او نه دګناه کار او بیګناه دمالومولو له پاره کومه بې پرې اوخپلواکه موسسه وه. واک، زور، اجرا، عقل او قضاوت دا ټول دبادشاه په وجود کې سره راټول شوې وو. دهرچا او هر شي برخلیک دهغه په خوی ،عادت او قهریا شفقت پورې تړلی وو، نو ځکه خوشال خان لیکي چې:

بادشاهان چې ســتمـنا ک شي په خلــل د خلکو ژواک شي

بادشاهان چې بــې خبــر شي کار د ملــک واړه ابتر شي

[دخوشال خان کلیات…۸۵۷ مخ]

که له یوې خوا دبادشاه ظلم، عیاشي، بې تمیزي او دملک له حاله بی خبري ولس اورعیت د ډول ډول رنځونو، ربړونو او ستونځو سره مخامخ کوي، نوله بلې خوادی هم په ولس کې ګرانښت او اعتبار له لاسه ور کوي اودا کارد ده (بادشاه) له پاره بدې پایلې له ځان سره لري. سربیره پردې پرله پسې بې عدالتي، ظلمونه، فسادونه، ستم اوبې تمیزي خوبیا دځپل شوي ولس غوسه اوغضب هم راپاروي، ناآرامۍ رامنځ ته کیږي اودبادشاه په وړاندې پاڅون هم ځني جوړیږي، چې ځني وخت ځپل کیږي او کله کله بیا پکې مطلق ټولواک دتاج اوتخت، دزور اوزرو سره یو ځای، سرهم له لاسه ورکوي، نوځکه خوشال خټک لیکي چې:

بادشاهان چې بــې تمــیز شي چې عزیز وي نا عزیز شي

بادشاهان چې ناحق جــن شې اور يې پــورې په لمن شي

[دخوشال خټک کلیات……………….۸۵۷ مخ]

وینو چي خوشال خټک دانسان په وړاندې دزورزیاتي، په تیره بیاپه ولس باندې دشاهانو اوحاکمانودظلم اوستم سره سخت مخالف و. د ده سیاسي فکر په عدل، انصاف او دانسانانو تر منځ دحقوقي برابرۍ په بنسټ بناو. دمستبدې ټولواکۍ په شان تلواکۍ سره هم مخالف و. دده په نظر نه ښايي چې ټولواک دې تلواک هم وي یانې دژوند تراخري سلګۍ پورې دې په واک کې پا تې شي. ځکه څومره چې دټولواک دواک موده اوږدیږي، په همغه اندازه ځان ترې ورکیږي، انساني اوصاف يې کمزوري کیږي اود فرعون په لار روانیږي. دخوشال په اند په تلواکۍ مین ټولواکان په خپل شخصیت باورنه لري، بې مقامه ځان ورته بې ارزښته اوهیڅ ښکارې، خپل بخت، حیثیت، ارزښت اوعزت په تاج اوتخت پورې تړي اوله ډاره يې له لاسه نه ورکوي. خوشال خټک لیکي چې:

هر احمق چې په دنیا صاحب دجاه شي بیا ترې ځان ایستلی نه شي جاه چا شي

په ویل د مــرســلا نو نــه ګروهیــږي د فرعـون او د نمرود غوندې ګمراه شي

[ دخوشال خټک خان کلیات……………..۶۳۲مخ ]

زما د موندنو له مخې خوشال خان دشاهي نظام سره مخالفت نه دی ښودلی بلکې په نظام کې دننه دظلم، فساد، بې عدالتۍ، تلواکۍ او استبداد سره مخالف و، تردې چې دظلم او فساد نه د بیوزلو دساتنې په غرض په مستبدانواومفسدانود شراوشور جوړول هم روا ګڼي او لیکي چې:

ځنګل ته اور راوړه، حکم ته زورراوړه لښکر څو ډیرلرې لا هومره نورراړه

دا د ودهــش کــړه غــریـبنـواز ا وســـه چې مـفسدان دي پرې شروشور راوړه

[ دخوشال خټک کلیات…………۴۰۳ مخ ]

په هرصورت خوشال دشاهي نظام سیاسي جوړښت ته زیان نه رسوی، خو په نظام کې واک او اختیار په هغه چا لوروي چې عقل، ایمان، عدل اوزړورتیا ولري اویا ددي صفتونودخپلولو له پاره هلې ځلې کوې. دی ټولواکي داصلاح وړبولي او په وړاندې يې په سیاسي عمل یانې په انقلاب لاس نه پورې کوې او پر ځای يې دافکارود روښانولواو ښونیزه لار غوره کوي چې دهمدې برخې په دوهم جز تر بحث لاندې نیول کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button