د خوب په اړه ۷ په زړه پورې حقايق

ژباړه: عبدالرحيم حامد

نږدې ټول روغتيايي څېړونکي د خوب د اهميت په اړه سره يوه خوله دي او د خوب د کم والي او زيات والي د اغيزو په اړه يې خبرداری ورکړی دی، څومره چې د انسان عمر زياتيږی په هماغه اندازه يې په خوب کې کموالی راځي.

د خوب په اړه ډیر خلک له ځينې معلوماتو او حقايقو څخه ناخبر وو دي خو د په نامه يوې روغتيايي ادارې National Sleep Foundation په خپله يوه تازه څېړنه کې د خوب په اړه ۷ جالب حقايق څرګند کړي دي چې په لاندې توګه يې ترې يادونه کړې ده.

۱: په عامه توګه سپورت له بدن څخه خوب له منځه وړي او د انسان د دماغو په ويښولو کې مرسته کوي؛ خو په کار ده چې له ويده کېدو مخکې سپورت ونه شي ځکه چې ويښ ماغزه په خوب کې مشکل پيدا کولای شي.

۲: څېړنو ښودلې ده چې طلاق شوې ميرمنې يا د ژوند د ملګري د مړينې او تنها ژوند د تيرولو له امله انسان د بې خوبۍ او نا ارام خوب له وجې له ستونزو سره مخ کېږي.

۳: دا څرګنده خبره ده چې انسان د ویده کېدو په وخت کې کله کله خوبونه ويني، خو ساينسدانانو تر اوسه دا نه ده ثابته کړې چې د انسانانو په څېر ځناور هم خوبونه ويني او که نه ؟

۴: د اوسېدو ځای چې څومره لوړه ارتفاع ولري په همغه اندازه د خوب حالت ناسم وي، د مثال په توګه که چېرته څوک د يو تعمير په لوړ پوړ کې ژوند کوي د هغه د خوب حالت له دوو څخه تر درې اوونيو پورې عادي حالت ته راګرځېدلای شي.

۵: د خوب په وخت کې انسان زده کړه او مطالعه هم کولای شي، هغه داسې چې کله د يوه امتحان له پاره څوک له خوب نه مخکې مطالعه کوي خو چې کله ويده شي نو په خوب کې هم د خپل درس په اړه فکرونه وهي چې له امله يې د موضوع په اړه نور معلومات هم ذهن ته رسيږي خو بيا هم له خوب څخه مخکې مطالعه کول ناسم ځکه دي چې خوب ګډوډوي.

۶: د اړتيا په اندازه خوب د انسان په ذهانت او ماغزو په قوت کې مهم رول لري او پوره خوب د انسان د درک وړتيا قوي کوي.

۷: کوم خلک چې شپه او ورځ د کار د وخت په بدلېدو رابدلېدو سره کار کوي، دغسې انسان زيات وخت د ذهني مشکلاتو ښکار کيدلی شي، ددې ترڅنګ د زړه او معدې ناروغي هم موندلی شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button