د خلافت سقوط څه وړه خبره نه وه!

احمد ارشاد احرار

تاسو فکر وکړئ، که چیرې ریښتینې اسلامي ټولنه بیا سر را پورته کړي او په حقیقي ډول د عقیدې په ډګر کې تمثیل شي، نو  هغه به لويديځوالو په خوب کی هم لیدلې وي؟

عن ثوبان رضی الله تعالی عنه قال : قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: یوشک الامم ان تداعی علیکم کما تداعی الاکله الی قصعتها، فقال قائل و من قله نحن یومئذ؟ قال بل انتم یومئذ کثیر و لکنکم غثاء کغثاء السیل، و لینزعن الله من صدور عدوکم المهابه منکم و لیقذفن الله فی قلوبکم الوهن، فقال قائل: یا رسول الله! و ما الوهن ؟ قال حب الدنیا و کراهیه الموت. ابو داود (ص: 590)

ژباړه : د حضرت ثوبان رضی الله تعالی عنه بیان دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه وخت ډیر نږدې دى چې ټول کفار به ستاسو د ختمولو لپاره یو ځای مټې را بډ وهي، یو بل به د دې کار لپاره داسې سره رابولي لکه د ښې میلمستیا لپاره چې سره راغونډيږي.

وپوښتل شول : یا رسول الله ! دا حال به مو د کمښت په وجه وي؟

نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: هغه وخت به تاسو د تعداد له مخی ډیر یاست، خو د اوبو د ځګ په ځیر به ناکاره یاست الله تعالی به ستاسو د دښمنانو له زړونو څخه ستاسو دبدبه او رعب وباسي او ستاسو په زړونو کې به بزدلي واچوي. یو چا پوښتنه وکړه: یا رسول الله !بزدلي څه ده ؟رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د دنیا محبت او له مرګ څخه کرکه .

نا خلفه شاګرد

په دې وروستيو څو پيړيو کې چې کله د لويديځ مادي تمدن پرمختګ وکړ، نو یو ځل بیا د یو ضعیف دښمن په لټه كې شول خو هیڅوک ورته تر مسلمانانو غټ دښمن ښکاره نشو، ځکه دوی ولیدل چی مسلمانان نور په خپلو منځو کی په جګړه دي او دا یي هم لیدلې وه چی  مسلمانانو دې نړی ته عدالت راوستلو نو د تعصب له مخې د  مسلمانانو د ځپلو  فکر په سر کې ورغی نو لکه یو ډیر بی ادب شاګرد غوندې چې كله له استاده څه نا څه پوه شي، نو بیا یوه ورځ چې استاد هم لږ شانته ناروغ وي، نو دى راجګ شي او ووایي چې ته خو په هیڅ هم نه پوهیږې، زه تر تا ښه پوهیږم او بیا دا تر دې حده ورسیږي چې په خپل استاذ باندی وار هم وکړي او بیا هغه استاذ ته ووایي چی ته نور باید دې مکتب ته هم رانشې ځکه زه تر تا ښه پوهیږم او بیا ورته ووایي چی دا صنف به هم ماته خوشي کوې او د استاذی وظیفه به نور په عمر کې هم نه کوې او که استاذ لږ مقاومت وکړ نو دسیسې ورته جوړې کړې او هغه د ښوونځي څخه وشړې.

غرب هم کله چې یو څه مادي پرمختګ وکړ همداسې راغى او مسلمانانو ته یې وویل چې نور مونږ له تاسو ښه پوهیږو او لومړۍ حمله یې هم په خپل استاذ اندلس وکړه، بیا یې وویل چې دا مکتب هم ماته خوشي کړي هماغه وو چې د نړۍ د واکداری فکر یې په سر کې پیدا شو، خو کله چې مسلمانانو مقاومت وښود نو هغوی دسیسې جوړی کړې، په مسلمانانو کی یې داسې ضعیف النفس کسان پیدا کړل تر څو هغوی د مسلمانانو د له منځه وړلو لپاره وکاروي نو هماغه وو چې د هماغو کسانو په مرسته یې د اسلامی خلافت ټغر د نړۍ څخه ټول کړ.

د خلافت سقوط څه وړه خبره نه وه!

د خلافت له منځه تلل هسې وړه خبره نه وه، دا په حقیقت کې هغه لويه ونه وه چې په سيورې كې اسلامي امت  او آن نامسلمانو انسانانو ډیر په آرامۍ سره ژوند تیرولو. اسلامي خلافت د یو پلار حیثیت درلود چی بچیان ترې را تاو  وي او بیا خو کاشکې یواځې خلافت وای، بلکه د هغو خاوره یې د هغو د ملیونونو بچیانو په وینو هم رنګ کړه او له همغې ورځې  وروسته، هره ورځ دې امت ته دې خپلی ټولنی او پوچو قوانینو بربنډ او وحشيانه انڅورونه ښیي.

خو هغه کسانو چې پدې لاره کې د کفارو مرسته وکړه او بیا یې د هغوی نظامونه ومنل، په اصل کی د اسلام له ځانګړتیاوو څخه هیڅ خبر نه ول او هماغه د غرب ظاهري بڼه  یې لیدلی وه او پرې غولیدلي ول.

هغوی پدې نه پوهیدل چې همدغه لويديځوال(مادی ) تمدن هم چې را منڅ ته شو په اصل کې دا د هغه ماموریت ادامه وه چې الله پاک په اندلس که مسلمان امت ته سپارلی وو خو وروسته چې کله هغوی یې له منځه یوړل نو هغه افتخارونه يې په خپل نامه ثبت کړل. خو کاشکې چې هغه بیچارګان پدې پوهیدلاى.هغوی کاشکې پدې پوهیدلای چې په غرب کې چې کوم لوی انقلابونه رامنځ ته شول او د هغوی سرنوشت یې بدل کړ(صنعتی او سیاسی انقلابونه) په اصل کې هغو هم د اسلام نه الهام اخیستی وو، ځکه چې مخکی له هغې چې د دوی دیني کوم نظام وو هغه له ظلم نه ډک وو خو کله چی تګ را تګ او اسلامی علوم ډیر مخکی ولاړل نو دوی ته هم ورسیدل او دا خو څرګنده خبره ده چې د هماغه انقلابونو مشران د اسلام نه متاثره شوي ول، خو له مسلمانو څخه نه، ځکه چی له مسلمانانو سره يې تعصب درلود او هماغه وو چې دوی د خپلو بيلارو کلیساګانو او راهبانو مخالفت شروع کړ. يو له دغو كسانو څخه مارتین لوتر وو چې لومړی ځل یې د کلیسا ضد افکار نشر کړل او د کلیسا او راهبانو مخالفت یې شروع کړ، خو د دې ټولو نه مسلمانان خبر ندی او بیا هم په هغوی پسې روان دي او داسې سوچ کوي چې هر څه په لويديځ کې دي، دې فکر دومره په مسلمانانو کی پرمختګ کړی چې حتی که کله هم کوم اسلامی حرکت لږ پیاوړی شي نو دوی وایی چی دا د غرب څخه حمایه کیږي !؟

مخکې مو چې کوم حدیث ولوست، همدې ته اشاره کوي چې هغه وخت ډیر را لنډ دی چې ټول به ستاسو د ختمولو لپاره لاس یو کړي او داسې به در باندې را ټول شي لکه څوک چې یوه لوښي ته راټولیږي او همداسې به مو په ګډه خوري او علت یې هم بیا پیامبر صلی الله علیه وسلم ویلی دی چې هغه د دنیا محبت او د مرګ نه کرکه ده.

آیا غربی تمدن پرته له دنیا دوستۍ بل څه دي چې نن یې ناپوه مسلمانان خوښوي !

ځان ته راوګرځئ

نو مسلمانو وروڼو دې ته ضرورت دى چې اسلامی امت ځان ته بیرته را وګرځي او ضرور باید راوګرځي، هغه وخت به بیا دا لرې نه وی چې الله پاک فرمایي:

وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ  اعراف ۹۶

(كه چيرې د كليو خلكو ايمان راوړى واى او تقوا يې غوره كړې واى، نو پر دوى باندې به مو له آسمان او ځمكې څخه د بركتونو دروازې پرانستې واى.)

خو نن هیڅ هوښیار نور داسې فکر نه کوي چې هغو پوچو فکرونو پرته له شکوکو او شبهاتو دوی ته نور څه ورکړي وي، او نن خو ټول دا په سترګو ویني چې نور دغه تمدن چې د تش كالبوت په شان دى، د نړیوالو قیادت نشي کولای او په خپله د همدوی د حق بينو کسانو  له منځ څخه دا غږونه اوریدل کیږي چې اسلام نور باید  قیادت په لاس کې واخلي چې دغه غږونه د غرب د اقتصادي بحران سره له حده زیات شوي دي خو د مسلمانانو پر مخ پردې غوړوي تر څو ځان صحیح ونه پیژني چې بیا د دوی منافع په خطر کې دي ، او اسلامي امت هم ویده دی او د خپل قوت څخه خبر ندی لکه فیل.

په ايمان كې تجديد نظر په كار دى

وروڼو دې ته ضرورت دی چې اسلامي امت په خپل دين باندې پوره ایمان ولري او په هغه ټینګ ودریږي او په زړورتیا سره نور هم د هغې خواته دعوت او د هغه په لاره کې جهاد وکړي او دا یې شعار وي چې یواځې اسلام د نړۍ د قیادت وړ دی.

دا شعار نبايد احساساتي وي، بلکه دا شعار باید علمی وي او   داسې باور پرې ولري چې هر چا ته دا ګواښ ورکړي چې مونږ دا ثبوت کوو چې اسلام د نړی د سوکالی دین دى او بالاخره د ټول ژوند شعار یې  دا وي چې:

ان صلاتی و نسکی و محیای و مماتی لله رب العلمین

کله چې  مسلمانانو داسې فکر پیدا کړلو او ځانونه یې په دې فكر په عملي توګه وروزل نو بیا دې د الله پاک وعدې ته منتظر اوسیږي چې

وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا …﴿النور- ۵۵﴾

( الله، ستاسې هغو كسانو ته چې ايمان يې راوړى او نيك اعمال يې ترسره كړي دي، وعده وركړې ده چې حتما به دوى ته د ځمكې خلافت وركوي، لكه څنګه يې چې له دوى نه وړاندې خلكو ته وركړى وو. او هغه دين به ورته حاكم كړي چې د دوى خوښيږي. او د دوى ډار به په امن بدل كړي، (تر څو) زما عبادت وكړي او له ما سره هيڅ څيز شريك نكړي.)

د دې لپاره چې مونږ یو څه خپله خبره واضح کړې وي نو راشى چې یو ځل وګورو چې زموږ اسلامي ټولنه څه ځانګړتیاوې لري او بیا هغه د نورو غیر اسلامي ټولنو سره مقایسه کړو او بیا په خپله دا فیصله وکړو چې کومه ټولنه کامیابه او پرمختللی ده او کومه ټولنه ناکامه او شاته پاتی ده ؟

د اسلامي ټولنې انځور:

کله چې یو ځای انسان ته نژدې وي او یا هم کله چې یو څوک په یو ځای کې اوسیږي،د هغه ځای ټوله  ښکلا هیڅکله هم نه ویني، یواځې هغه ځایونه ویني چې د ده تر پښو لاندې دي نو د هغه ځای په پوره قدر هم نه پوهیږي، خو کله چې یو څوک لرې ولاړ شي او په یو لوړ ځای کې ورته کښیني او بیا هماغه ځای ته خپلې سترګې خښې کړي او په پوره دقت سره یې وویني نو هغه په ډیر ښه ډول ویني او د هغه ښکلا احساسوي او بیا ناڅاپه په زړه کې وایي چې دا څومره ښکلې منظره ده او که بده وي نو بيا هم پرې اعتراف كوي، خو متاسفانه چې ډیر داسې انسانان هم شته چې هماغه بد ته هم ښه وایي. دا كار دوه علتونه لري،  یا دا چې دی په خپله د هماغه ځای دى او فطرتا يې خوښیږی او یا هم څه مادي او ظاهري نفع یې  پکې د ځان لپاره لیدلې وي.

نن چې ډيرى مسلمان په خپلو ارزښتونو او اسلامي لارښوونو باندې نه پوهیږې، داسې فکر کوي چې اسلام هیڅ څه نه لري، خو یو ځل هم خپلې ټولنی ته نه ګوري او هغه نه څیړي چې کومه یوه غوره ده، نو راشئ چې مونږ یو ځل لرې ولاړ شو او يوې لوړې غونډى ته ځان وخيژو، او خپله ټولنه په دقت سره وګورو.

د اسلامي ټولنې عقيده :

یواځینۍ ټولنه چې د ځمكې پر مخ په عقیده کې تر ټولو پرمختللې ده هغه اسلامي ټولنه ده، هغه داسې عقیده ده چې دنیا او آخرت سره وصل کوي او دنیا یو پل ګرځوي د آخرت لپاره، او هر کار چې کوي هغه د آخرت د اجر په موخه کوي او دا داسې عقیده ده چې یوازې په دې دنیا نه مړیږی بلکه د دې دنیا څخه د آخرت او د آسمانونو په لور الوځي،

دا ټولنه د همدې عقیدې تر سیوری لاندې په دومره ډاډ او سکون کې ژوند تیروي چې ټول نړیوال د هغو ډاډ او سکون آرمان له ځان سره ګور ته وړي!  نن ورځ که مونږ په دقیقه توګه د بشریت حالت ووینو چې د سوکالۍ لپاره څومره هڅې کوي خو هیڅ نتیجه نه ورکوي، دښمنۍ او قتل نور هم د نړۍ پرمخ ډیریږي، هیڅ ځوک د امن احساس نه کوي، په ملیونونو کسان ځانونه په خپل لاس وژني. د دی ټولو سبب د عقیدې ضعف دی.

خو اسلامي ټولنه د دې ټولو جنجالونو څخه په امان کې ټولنه ده ځکه دا ټولنه د یوه الله په موجودیت باندې ایمان لري، هیڅوک د هغه سره شریک او سیال نه بولي.  چې کله هم د کومې ستونزې سره په دنیا کې مخامخ کیږی نو یوازې الله پاک ته غږ کوې او تل د هماغه ذات د خوشحالولو هڅې کوي او د هماغه یو ذات څخه ویریږي او د همغه عبادت کوی، خو برعکس نن ورځ په نړۍ كې خصوصا په غرب کې دغه مفکوره اصلا هیڅ موجوده نده چې انسان باید رب ولري نو له همدې کبله چی کله هم هغوی د کومې ستونزې سره په ژوند که مخامخ کیږي، ځانونه وژني  تر څو د ستونزې څخه ځان خلاص كړي.

که چیری د اسلامي ټولنې په هکله یو انسان فکر وکړې او هغه په دقیقه توګه وڅيړي او بیا هغه یو ځلې د نورو ټولنو سره مقایسه کړي نو هغه انسان ته به دا ثابته شي چې دا ټولنه څومره مضبوط عقیدتي قواعد لري چې ټول د انسان د فطرت سره برابر دي او هیڅ هوښیار انسان که مسلمان وي که کافر د هغو انکار نشي کولای او بیا به د هغو ژبه په خپله دا وایي چې کاشکی دغه ټولنه ما یو ځل لیدلې وای .

په دې ټولنه کې ټول مسلمانان د یوه رب عبادت کوي ، د یوه پیغمبر په لاره روان دي ، د یوې قبلې خوا ته لمونځ کوي او په یوه وخت او يوه اذان سره د لمانځه لپاره را ټولیږي…

ټول عبادتي او عقیدتي اصول د دغې ټولنی د غړو سره یو دي هیڅ هسې عقیدتي اصل نشته چې دوی په کې یو د بل سره مخالفت وکړي او په عقیدتي اصولو کې مخالفت د اسلام څخه سرغړونه بولي.

نو تاسو فکر وکړی چې کله یوه ټولنه دومره قوی وحدت په عقیده کې ولري د هغه ټولنې د غړو تر مینځ به ځومره مینه وي، څومره اعتبار او آرامي به وي؟ بیا چې دا ټول د يووالي ټکي د دې سره یو ځای شي چې الله پاک ورته فرمایي:

انما المومنین اخوه ……حجرات

مومنان یو د بل وروڼه دي، بیا نو تاسو په خپله فکر وکړی چې دا څومره ښکلې ټولنه ده، که یو څوک پرته له دې چې د رب حکم یې وي دومره د وحدت ټکی ولري د هغوی تر مینځ به څومره کلکه رابطه وي؟ خو کله چې د مسلمانانو په عقیده  دا ټول د الله پاک د حکم سره یو ځای شي نو تاسو په خپله ووایئ چې هغه به څومره مضبوطه ټولنه وي، او دا مضبوطوالی به هغه وخت نور هم ډیر شي چې مسلمانان د خپلو تر مینځ مینه د عبادت په نیت کوي.

پیغمبر صلی الله علیه وسلم ویلي دي: ای مسلمانانو تاسو جنت ته نشی داخلیدلای تر څو چی په خپل مینځ کې مینه ونه کړی  نو د دې ټولنې هر نيك کار د الله د رضا سبب ګرځي.

کاشکې په اوسني وخت کې نور د اسلام دښمنان د حقیقت له منلو څخه انکار ونه کړي او د اسلام قانون ته سرکیږدي.

دا د اسلامی ټولنی یو ډیر كوچنى تصویر وو.

له دې چې د اسلام دښمنانو ډیر کار وکړلو او مسلمانان يې لدې اصولو څخه ډیر لری بوتلل خو تر اوسه هم د مسلمانانو تر مینځ دغه اصول ژوندي دي. ځكه دغه اصول فطري اصول دي  نو د مسلمانانو فطرت هماغه خوښوي.

انشا الله چې ریښه موجوده وي هغه به خامخا یوه ورځ بیا خپل سر به راوباسي او بیا به په ډیر ښه او پوره ډول تمثیلیږي ، د کورنۍ نظام تر اوسه په مسلمانانو کې ژوندی دی، د مشر او کشر حقوق تر اوسه په مسلمانانو کې ژوندي دي، د اقاربو سره رابطه تر اوسه په مسلمانانو کې موجوده ده، د ورورولۍ احساس تر اوسه په مسلمانانو کې موجود دی  …… او داسې نور .خو په غربي ژوند کې د دې هیځ څرك هم نه لیدل کیږي او که وي هم ډیر به کم وي.

تاسو فکر وکړئ چې که چیرې ریښتینې اسلامي ټولنه بیا سر را پورته کړي او په حقیقي ډول د عقیدې په ډګر کې تمثیل شي، هغه به لويديځوالو په خوب کی هم لیدلې وي؟ هیځکله هم نه! هغه عقیدتي ټولنه چې په هر كار کې د الله رضا په نظر کې نیسي او بل هیچا ته طمع نه لري، هغه ټولنه چی امام او رعیت یې ټول ځانونه د الله په وړاندې مسؤل بولي، هغه ټولنه چې د خلکو د حقوقو ورکول په ځان باندي الهي فرض بولي ! او بالاخره هغه مینه ناکه ټولنه چې وګړي يې خپل مسلمان ورور ته خندا هم عبادت بولی…هغه به ځرنګه ورته ښکاري؟

دا بعضی ځانګړتیاوې او تصویرونه د اسلامي ټولنې د عقیدې په ډګر کې  ول نو که تاسی کوم فارغ وخت پیدا کړلو یو ځای کې آرام کښینئ او داسې فکر وکړئ چې پاس په ستورو كې ناست یی او د ځمكې ننداره كوى.دلته يوه ټولنه وګوړئ او هماغه عقیدتي اصول، ورولي او مینه یې په خپل ذهن کې جوړ کړئ او بیا فکر وکړئ چې دا ځومره عجیبه ټولنه ده! او بیا دومره پورته ولاړ شئ چې ټوله ځمکه ووینئ او بیا دا خیال وکړئ چې که دا ټوله نړۍ په دغو اصولو جوړه شي څرنګه به وی؟

خامخا به تاسو وایی چې دا خو لکه خوب غوندې دی! خو زه وایم چې که مسلمانان عزم او اراده وکړي همدغه خوب به هم رښتیا کیږی او د دی امت ماموریت هم همدغه د نړۍ پرمخ دی، او د نړۍ د ملیونونو انسانانو هیلې به پرې پوره کیږي ځکه چې ننيي حقایق د پرون خوبونه وو نو د د نن خوبونه به د سبا حقایق وي!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button