د خرما غذايي او طبي ګټې

خالد مشال

د SmarkTeach په نوم د تغذيې لارښوونې کلينيک، خرما يوه قوي غذا راپېژني، دوی وايي، خرما وخورئ (وکاروئ)، څو د خوارځواکۍ مخنیوی وکړئ او سالمه روغتيا ولرئ.

خرما د انرژي، شکرې او غذايي فايبرونو (تارونو) ښه سرچينه ده. مهم منرالونه لکه: کلشيم، اوسپنه، فاسفورس، پوټاشيم، مګنيشيم، سيلينيم، جست او نور لري. او همدارنګه دغه وېټامينونه هم لري: وېټامين B1 , B2 , B3 , B9 او A او K وېټامينونه.

خرما د قوي غذايي محتوياتو په لرلو سره، د روغتيا لپاره ګټوره غذا ده، دا چې څنګه او له کومو لارو د روغتيا بهتري کې مرسته کوي، لاندې يو څو ګټو ته تم کيږو:

د خرما ګټې

د کم خوني (Anemia) درملنه

وينه لږي يا کم خوني د وينې د سرو حجرو غيرمعمولي کمېدلو ته وايي، چې په بدن کې د اوسپنې د کچې د کمېدو له کبله منځته راځي. دا چې خرما کافي اندازه اوسپنه لري، نو د بدن د اوسپنې د کمښت غوره کورنۍ درملنه ده. د خرما تل کارونه نه يوازې دا چې په کم خونه کسانو کې د بدن د اوسپنې مقدار برابر ساتي، بلکې نور هم مريض تقويه او تکړه کوي.

د قبضيت علاج

خرماوې غوره قبضيت ماتوونکي خواړه دي، ځکه نو هغه چاته خرما کارول ګټور پرېوزي، چې له قبضيته کړيږي. خرماوې د حل وړ فايبرونو څخه غني دي، چې دا خصوصيت (وړتيا) يې د کولمو حرکات په ښه ډول تنظيموي او هم د کولمو له قنات (نلۍ) نه د خوړو (موادو) په ارامه تېرېدلو کې مرسته کوي. د دې لپاره د شپې ناوخته خرما په اوبو کې و اېشوئ او سبا سهار يې لکه شربت وڅښئ، غوره پايلې به يې ووينئ.

د نس ناستي علاج

څلور وارې يا ډېر چې سست او اوبه لرونکي فاضله مواد اطراح شي، دې ته نس ناستی وايي. دا خورا په عذابوونکې روغتيايي ستونزه د ګڼو لاملونو له کبله رامنځته کيږي. شايد دغه سببونه به ساري يا هم نه انتقاليدونکي وي. پخې خرماوې د نس ناستي په درملنه کې اغېزمنې دي. ځکه چې د پوټاشيم په درلودلو سره د کولمو سست حرکات منظموي (کموي). بله دا چې نرمې سرې خرما په آسانۍ سره هضميږي، ځکه نو مزمن نس ناستی کموي (رالنډوي). او دا چې د خرماوو حلېدونکي فايبرونه هم په کولمو کې ډېری (يو اضافه فشار) جوړوي، په دې سره د کولمو د بېرون اېستلو (اطراح) دنده هم رغوي او چټکوي.

د هډوکو د سلامتيا لپاره

په کافي اندازه منرالونو (کاني ګټورو موادو) لرلو سره خرما د هډوکو په تقويه کولو کې ګټورې دي او د هډوکو د دردناکو ناروغيو لکه Osteoporosis (د هډوکو يو ډول ناروغي چې د هډوکو د انساجو کتله په کې کميږي او زياتره په زړو کې پيښيږي) درملنه هم ده. دا چې د عمر په زياتېدو سره هډوکي کمزوري کيږي، نو خرما يې د سيلينيم، منګنيز، مګنيشيم او مسو په لوړې کچې درلودلو سره سلامتيا، مظبوطي او وده برقراره ساتي او له آفاتو يې ژغوري.

د ګېډې د سرطان مخنيوی

د ګېډې په سرطان کې د معدې، پښتورګو، زيلانځ، تخمدان، پانکراس، ځګر، کولمو او لويو کولمو او مقعد په ګډه، سرطانونه شامل دي. څېړنو ښودلې، خرما د نس د سرطان خطر او اغېزې راکموي. بله ښېګڼه يې دا چې، له معدې او کولمو په آسانۍ تيريږي او د اضافي اېنرژي په چمتو کولو کې خورا اغېزمنې تماميږي.

د کولمو د ګډوډيو درملنه

په خرماوو کې د نيکوټين شتون د ضرر رسوونکو او ناروغي پيداکوونکو ډېرو کوچنيو موجوداتو (مکروبونو) د نمو مخه نيسي او هم د کولمو د ګټورو باکترياوو وده تېزوي. د دې ترڅنګ هم حلېدونکي او هم نه حلېدونکي فايبرونه او ګټورې پروټيني ذرې لري، کوم چې د خوړو په سم هضمېدو کې فايده من تماميږي. په پايله کې هضمي ليار د خوړو ګټور مواد ډېر ښه جذبوي او د ټول بدن د ګټې لپاره يې چمتو کوي.

د عصبي سيسټم روغتيا

عصبي سيسټم مشتمل دی په، مرکزي او محيطي عصبي سيسټمونو . خرما چې د وېټامينونو غوره سرچينه ده، نو د عصبي سيسټم په دندو سرته رسولو او سلامتيا کې مرسته کوي. خرما د پوټاشيم د پرېمانه محتوي په لرلو سره د دماغو چټکتيا او چمتوالی زياتوي. پوټاشيم چې د وجود په ژونکو (حجرو) او د بدن مايع کې ارزښتمن عنصر دی، د زړه ټکانونه او د وينې فشار کنټرولوي، په دې سره د زړه د سکتې او د کرونري شريانونو (هغه دي چې خپله د زړه عضلې ته وينه رسوي) له ناروغيو نه مخنيوی کوي.

د زړه لپاره ګټورې

د شپې له مخې خرما جوشول او سهار کې بيا هغه ټوټه ټوټه خوړل، د کمزوري زړه لپاره خورا ګټور کار دی. که په اونۍ کې دوه وارې هم وخوړل شي، نو دغه کوچنۍ د اېنرژي خزانې په خورا لويه کچه د زړه په رغېدو او جوړېدو کې مرسته کوي. پوټاشيم لري، چې د لوړ فشار، د زړه د حملې او سکتې (درېدلو) او د زړه د نورو ناروغيو مخه نيسي، ځکه چې په بدن کې د LDL (بدو غوړو يا کولسټرلو) سويه کموي.

د حساسيت (الرجي) درملنه

خرماوې عضوي سلفر لري، چې په نورو خوړو کې چندانې ډېر نه پيداکيږي. دغه سلفر د حساسيتي (الرژېک) غبرګونونو او موسمي الرژيو د کمېدو په ګډون څو ګټې لري. دا د عضوي سلفرو ترکيب په موسمي حساسيتي د پوزې التهاب کې هم فايده من دی. يانې خرماوې يوه ښه ټاکنه ده، چې د غذايي رژيم سلفر راپوره کړي او هم د حساسيتونو په مخنيوي کې ترې کار واخلو.

د شپې د نه ليدو (شبکوري) درملنه

هره ورځ خرما خوړل سترګې روغې ساتي او د شبکوري غوندې ناروغيو مخنيوی هم کوي. که د خرما د پاڼو عصاره په سترګو يا شاوخوا يې وموښل شي او يا خپله خرما (په خوله) وخوړل شي، نو شبکوري کموي.

وزن زیاتوي

که څوک کم وزنی وي، نو خرماوو پسې دې ګرځي. خرماوې د شکرې (بورې)، پروټينونو او نورو حياتي وېټامينونو لويه منبع ده. د خرماوو کارونه، د بادرنګو له عصارې (اوبو) سره يوځای، همدا عادي وزن، ښه برابر او برقرار ساتي، پرته له دې چې خوارځواکي شئ. که خوار او نري يئ، کولی شئ د خرما په خوړلو سره وزن واخلئ او عضلې جوړې (قوي) کړئ.

د جنسي کمزوري علاج

خرما په طبيعي ډول شهوت زياتوونکې (پارونکې) غذا ده. باوري مطالعو څرګنده کړې چې خرماوې په جنسي قوت زياتولو کې خاصې ګټورې دي. که يو موټی خرماوې د وزې په شيدو کې د شپې له مخې ځوښ شي، لږ هېل يا لاچي (يا پوډر) او شات هم ور واچول شي، نو دغه شربت (محلول) به په جنسي پايداري (دوام) او د شنډېدو د چانس کموالي لپاره بيخي اغېزمن تمام شي. همدارنګه خرماوې ډېره اندازه Flavonoid (يوه کيمياوي ماده ده چې زياتره نباتاتو کې وي، د وينې جريان زياتوي او هم د وينې فشار ټيټوي او ورسره التهاب او سرطان ضد اغېزې لري او هم وجود له زهرياتو پاکوي) او Estradiol (ښځينه يي هارمون) هم لري، کوم چې د سپرمونو (نطفو) شمېر او حرکت زياتوي.

د غاښونو روغتيا

خرماوو کې فلورين، چې يو مهم کيمياوي عنصر دی، هم شته. فلورين د پلک (منګ) لرې کولو سره غاښونه له کمزوري او فرسودګي ساتي او هم د غاښ د تاج، کلک پوښ (Enamel) تقويه کوي. د غاښونو Enamel چې له Hydroxypatits څخه جوړ دی، له فلورين سره د تماس په سبب غاښونه خرابېدو او چينجن کېدو ته نه پريږدي، بلکې له ناروغيو او مکروبونو سره مقاومت وربښي.

اميدوارې ته ګټورې

خرماوې د حمل پرمهال هم بې ګټې نه دي. دا چې اوسپنه لري، نو د کم خوني مخنيوی کوي، هم په مور هم په جنين (د مور په رحم کې زېږېدونکی) کې. د رحم عضلات قوي کوي او په نرمۍ د پراخېدو او خلاصېدو زمينه ورته برابروي. د مور شيدو ته کافي قوت ورکوي او لا يې پسې ګټورې ګرځوي. دغه راز له زېږونه وروسته د وينې د بهېدلو مخنیوی کوي.

د نشې له امله د بې هوشي درملنه

الکول څښل (مۍ نوشي) يوه داسې ستونزه ده چې يوازې څښونکی نه، بلکې بشپړه کورنۍ بربادوي. د الکولو له امله پېښېدونکې بې خودي په چټک ارامولو سره، غوره درملنه ده. که د شپې ناوخته پستې کړی شي او په ځبېښلو ترې شيره (جوس) وڅښل شي، لا ډېره ګټه به ولري.

د پوستکي خوندي ساتل

سور رنګې خرماوې د وېټامين C او Flavonoid نه ډکې دي. دغه دوه مواد د پوستکي کشش زياتوي او له پوستکي لاندې انساجو ته قوت ورکوي، په دې توګه پوستکی ښوی او حساس ساتي. خرما د B5 وېټامين هم لري، چې دا هم له ګرولو يا د بل داسې کوچني شي له امله پر پوستکي د پيداشويو نښانونو مخه نيسي. خرماوې، پوستکی له وخته مخکې زړېدو ته نه پريږدي، ځکه چې خرما د Anti Oxidant (هغه داخلي او خارجي مواد دي، چې ازاد راډيکلونه تخريبوي لکه: A , E او C وېټامينونه) غني منبع ده، چې په بدن کې په خورا اغېزناک ډول په تاوان رسوونکو آزاد راډيکلونو (مضر مواد دي، که له منځه لاړ نشي نو وجود کې يو ډول Stress يا فشار توليدوي) باندې حمله کوي. په خرماوو کې وېټامين C ، پوستکی له پرې پرې کېدو ساتي، ځکه چې مستقياً کولاجن (نرۍ رشتې دي چې زخم رغېدو کې مرسته کوي) تنبه کوي. او هم له پوستکي لاندې د ميلانين (تور رنګو موادو) د راغونډېو مخه نيسي او پوستکی له داغداره کېدو ساتي.

روغ وېښتان

خرماوې له وېټامينونو ښې پوره غني دي، په ځانګړي ډول له وېټامين B5 ، کوم چې د وېښتانو د سلامتيا لپاره ډېر ضرور دی. د دغه وېټامين کمښت د وېښتو ډېرې ستونزې پيداکوي، لکه: وېښته غورځېدل، ماتېدل او مکمل بايلل. خو د خرما کارونه دغه ستونزې کموي.

د خرماوو ځينې ځانګړنې:

خرماوې هيڅ سوديم نه لري، يانې تروشې نه دي.

سل ګرامه خرما ۳۱۴ کالوري اېنرژي توليدوي.

د خرما د پروټين او غوړو کچه کمه، البته د بورې (خوږو) يې ډېره ده.

سل ګرامه خرما ۶۹۶ ملي ګرامه پوټاشيم لري، چې ۱۶ سلنه د دغه عنصر ورځنۍ اړتيا پوره کوي.

او سل ګرامه خرما بيا ۰،۹۰ ملي ګرامه اوسپنه لري، چې د ورځنۍ اړتيا ۱۱ سلنه جوړوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button