د «خراسان» وجه تسميه

ليکوال: کاندید اکادميسین سيستانی
ژباړن: سيلانی
پۀ دې څو ورځو کې يو ځل بيا د خراسان نوم پۀ ټولنيزو رسنيو پۀ ځانګړې توګه پۀ فېسبوک کښته پورته کيږي او د افغانستان د نوم بدلون خبرې د خراسان پۀ توګه ترسره کيږي. انسان چې څومره زغم ولري نو داسې خبرو ته یې خندا راځي، پۀ ځانګړې توګه هغه ځوانانو ته چې د خراسان نوم مزمزه کوي او داسې فکر کوي، چې دی کله خراسانی ونومول شي نو دخوشبتۍ پۀ لوړې څوکې به کښېني او د ځکمي و آسماني آفتونو څخه به پۀ امان کې وي. دا پۀ داسې حال کې ده چې عملآ داسې څۀ نشته، نهۀ يې پۀ تېر مهال کې شتون درلود او نۀ به پۀ راتلونکي کې داسې څه را منځته شي.
اوس راځم د خراسان پۀوجه تسميې لږ تم کېږم.
ارواښاد غبار پۀ۱۳۲۶ کال د خراسان پۀ هکله يو مقاله ليکې ده، چې پۀ ۱۳۱۷ کال د دويم ځل لۀ پاره د يوې ځانګړې رسالې پۀ توګه د ستګير پنجشيري د سریزې پۀ ليکلو سره پۀ پېښور کې چاپ شوه. غبار پۀ دغۀ رساله کې د خراسان کلمه لۀ « خر » د لمر پۀ معنا او « اسان » د لمر د را پورته کېدو د ځای پۀ معنا يا هم مشرق ( ختيځه سيمه) پۀ معنا کارولې ده. ( خراسان، ص۶ )
وروسته ښاغلي غبار د ختيځو اسلامي مؤرخينو او جغرافيا ليکونکو اثا لوستي او لاندې رسالۀ يې ليکلې ده.
غبار پۀ دغۀ رساله کې خراسان لۀ دوو حدودو راپېژني: لومړی : ځانګړی یا خاص خراسان چې څلور ایالتونه ( بلخ، هرات، مرو،نیشاپور ) پۀ کې شامليږي. دويم: عام خراسان چې پۀ دغۀ خراسان کې ټول ماورالنهر، خاص خراسان، اوسنی افغانستان او بلوچستان تر سند سيند پورې شامليږي.
مګر هغه څۀ چې د غبار او نورو افغان مؤرخينو لۀخوا پرې خبرې نۀ دي شوي، هغه د « خراسان » د کلمې وجه تسميه يا د نومولو لامل دی. غبار او نورو د خراسان کلمه د ختيځ (مشرق) پۀ معنا ژباړلې يا ياده کړې ده. د اسلامي فتوحاتو اثر او ډېرو مؤرخينو لکه: بلاذری، ابن خردادبه، طبري، مقدسی ، ابوالفدا او نورو د اسلامي خلافت پۀ ختيځه برخه کې فتحه شوې سيمې د « مشرق زمین يا د ختيځې سيمې » پۀ نامۀ ياد کړي دي. مګر داسلامي خلافت د ختيځو سيمو يا د فارس هېواد د ختيځو سيمو ټولو وګړو ته د خراساني کلمې کارونه کۀ توهين آمیزه نۀ وي،نو هرو مرو بې معنا او بې مسما خو دی.
د بېلګې پۀ توګه: کله چې يو کس ته خراساني وويل شي، هغه پۀ دې معنا چې دا کس ختيځوال یا مشرقيوال دی. ختيځوال يا د ختيځ ځمکه نو څۀ معنا ؟ ختيځ يا د ختيځ ځمکه د کوم ځانګړي هېواد او ښار لکه : بلخ، بخارا، خوارزم، نیشاپور، مشهد، طوس، هرات او تخارستان نوم ن دی، بلکې د اسلامي خلافت پۀ ختيځه برخه کې د يوې سيمې يا د فارس هېواد دختيځې برخې نوم دی. چين، جاپان، اندونیزيا هم د اسلامي خلافت پۀ ختيځه برخه يا د فارس هېواد پۀ ختيځه سيمه کې واقع دی. اوس کۀ چېرې يو چاته خراساني وويل شي، نو اورېدونکی به څۀ برداشت لۀ دغې خبرې وکړي. کره خبره ده چې هېڅ.
يا پۀ بله معنا عربو مؤرخينو او جغرافيا ليکونکو ته د خراسان يا خراساني د کلمې مفهوم واضح دی، مګر پخپله د خراسان د سيمې اوسېدونکو ته ددې کلمې کارونه د نوموړي کس ښاري، کليوالي، سيمیز او د زېږېدو هويت نشي ځانګړی کولی. یعنې د خراساني د کلمې پۀ کارونې سره تاسو نشئ تشخیصولی چې مخاطب مو بلخی یا مشهدی دی؟ کۀ سمرقندی يا بخارایی؟ هراتی یا بدخشانی؟ او دې ته ورته نور… ځکۀ خراسان د يو ځانګړي هېواد او ښار نوم نۀ و، بلکې د اسلامي خلافت پۀ ختيځه برخه کې يوه پراخه سيمه وه چې جغرافيايي حدود او کرښې يې لۀ اموي دور څخه تر عباسي دورې پورې د بدلون يا تغير پۀحالت کې وي. يادې سيمې د مغولي، تيموري، صفوي، بابري او شيباني دورو کې هغه مفهوم لۀلاسه ورکړ چې پۀمنځيو پېړيو کې يې درلود.
خوافغانستان (د افغانانو د اوسېدو ځای) يو اېښول شوی نوم دی، چې د هېواد دننه پکې ۲۰ ميلونه او لۀ ډيورند فرضي کرښې هاخوا ۳۵ ميلونه پښتانۀ وګړي ژوند کوي. د ابن بطوطه د يونليک او استاد حامد نويد د څېړنو لۀ مخې د « افغان » کلمه د « سوارکار يا سپرو » پۀ معنا کارول شوې ده. نو پۀ ترکیبي توګه يې معنا « د سپرو وګړو ځای » دی، چې دا کمله ددې هېواد د ټولو وګړو پۀ هکله صدق کوي.
کله چې د افغانستان نوم اخستل کيږي، نو د لوستونکو او اورېدونکو ذهن ته د يو داسې هېواد جغرافيا مجسم کيږي، چې ځانګړې او کره جغرافيايي کرښې او حدود لري او پۀ دغۀ هېواد کې بېلابېل اقوام ژوند کوي. خو کله چې څوک ځانته غزني چی، ننګرهاری، پکتیاوال، هراتی، بدخشانی، تخاری او داسې نور نومو غږ کوي، نو هويت يې لا نور هم کره کيږي، ځکه دا ټول ولایتونه يو افغانستان پورې تړلي دي. نو پر همدې بنسټ ویلی شو چې افغانستان يو اېښول شوی نوم دی، مګر برعکس خراسان يو نا اېښول شوی نوم دی. هغه پۀ دې معنا چې خراسان د يو ځانګړي هېواد او ښار استازیتوب نشي کولی.
پای ۵/ ۱۰ / ۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button