د حضرت محمد(ص) مبارک شخصیت د ارواپوهنې په رڼا کې

پوهنیار مصطفی صفا

د شخصیت کلمه مخکې له دې چې په ارواپوهنيز ډول وپيژندل شي، په ورځني ژوند کې هم زیاته استعمالېږي او ټول ورسره آشنایي لرو. موږ په عامیانه ژبه کې شخصیت د شرافت، لویۍ، مرتبې او درجې په مفهوم کاروو. کله چې وایو پلانی یو باشخصته سړی دی، منظور مو دا وي چې دا کس مقام او منزلت لري، د نورو د احترام وړی دی، لوستی دی، زړور دی او د چاپلوسي خوی پکې نه شته. په عام مفهوم شخصیت هغه مقام، ارزښت او احترام بلل کېږي چې د ټولنې خلک يې یوه چاته په ټولنه او خپل نظر کې ورکوي چې دا مفهوم تر ډېره دودیز او ټولنیز اړخ درلودلی شي، مګر ارواپوهنه د شخصیت په تعریف او تحلیل کې یو څه جلا تګلاره غوره کوي. د ارواپوهنې له نظره، ټول بشری افراد په هر ډول شرایطو کې چې وي؛ تور پوستی وي، سپین پوستی وي، شتمن وي، بېوزله وي، کوچیني وي، لوی وي، لوستی وي، نالوستی وي… دا ټول د شخصیت درلودنکی دي. له دې امله یو ارواپوه وایي: (شخصیت کومه ډالۍ نه ده، بلکې یو نه سلب کېدونکی حق دی.)

په ارواپوهنه کې د شخصیت په اړه هرڅه یوازې د خلکو په ګومانونو او نظرونو باندې نه خلاصه کېږي. ارواپوهنه د خلکو تر انګېرونو ورهاخوا د یو کس په وجود کې د باطني او ظاهري چلندونو او غبرګونونو سپړنې او څېړنې ته ارزښت ورکوي او د ذهني او محیطي عواملو په لړ کې شخصیت د هغو ځانګړو صفاتو ټولګه بولي چې د یوه فرد په ځان او روان کې وحدت پیدا کوي او وروسته یې په سلوک، چال چلند، کړو وړو او رفتار او کردار کې ځان څرګندوي. په شخصیت کې د انسان کړنې، پېژندنې، کرکې، وړتیاوې، لېوالتیاوې، غوښتنې، فکرونه، نظرونه، انګېرنې او هر راز غبرګونونه او چلندونه را نغښتل کېږي چې دا ټول له نړۍ او نورو انسانانو سره په ګډو اړیکو کې څرګندېږي او له مخې یې د شخصیت ماهیت ټاکل کېږي. د ارواپوهنې یو عالم وایي: (شخصیت د چلند او سلوک هغو بېلګو او د تفکر هغو طریقو ته ویل کېږي چې له محیط او نړۍ سره د فرد د جوړښت څرنګوالی ښيي.)

بل ارواپوه وايی: (شخصیت، یعنې د یو کس ټول وجود، په دې توګه د شخصیت پېژندنه، یعني د کس پېژندنه او د کس پېژنده، یعني د شخصیت پېژندنه.)

د شخصیت په باب په ارواپوهنه کې خورا زیاتې خبرې شوې دي او په دې اړه رامنځ ته شوي بحثونه اوس د ارواپوهنې په یوه ځانګړې څانګه بدل شوي دي چې (د شخصیت ارواپوهنه) ورته ویل کېږي. موږ که دلته د شخصیت د ارواپوهنې په رڼا کې د حضرت محمد(ص) شخصیت پېژنو، نو په زغرده ویلی شو چې د پیغمبر(ص) شخصیت د شخصیت تر ارواپوهنې ډېر لوی او سپېڅلی دی. دا ځکه چې د پیغمبر(ص) شخصیت په خپله یوه ځانګړې ارواپوهنه ده. نو که خپلې خبرې په دې راسمې کړو، چې (د حضرت محمد(ص) د شخصیت اوراپوهنه) د موضوع حق به مو ادا کړی وي.

د ارواپوهنې په عملي ډګر کې یو ارواپوه هېڅکله د یوه کس باطني او ذهني نړۍ نه شي لیدلی. اوراپوهان تل د افرادو له ظاهري حالت، ظاهري چلند او څرګندو کړو وړو څخه د هغوی د باطني نړۍ جاج اخیستلی شي. د هر چا باطني ښکلا، د هغه په ظاهري صورت را خپرېږي. د یو کس کړه وړه د هغه د افکارو تر ټولو ښه استازولي کوي. موږ که د ارواپوهنې په دود د پیغمبر(ص) د مبارک شخصیت په اړه څه وایو، نو د هغه له چلند، کړو وړو او د هغه له مبارکې څېرې او د ژوند له طریقې څخه ګټه اخلو. اوراپوهانو د شخصیت زیاتې ډلبندۍ کړې دي چې په هغو کې یوه ډلبندي د انسان له جسمي اړخه پیل کېږي او تر رواي اړخه رسېږي.

علامه شبلي نعماني،د حضرت پیغمبر(ص) د ظاهري صورت او سیرت په باب لیکي:

(د دوی مبارک قد میانه او اندامونه یې موزون، رنګ یې سور سپین، تندی یې پراخه او وروځې یې سره نښتې وې. ‎ مبارکه پزه یې ښه دنګه او مخ یې ډېر غوښن نه و. غاړه یې دنګه، سر یې غټوالي ته مایل او سينه یې پراخه وه. د سر وېښتان یې نه ډېر تاو راتاو و او نه بېخي نېغ وو. مبارکه ږېره یې ګڼه وه، سترګې یې تورې او باڼه یې لوی او اوږده وو. په خلکو کې دا خبره شهرت لري چې د ده مبارک جسم سیوری نه درلود، لیکن دا خبره کوم سند نه لري. دی مبارک به ډېر ګړندی ګرځېده او په تګ کې به داسې معلومېده، لکه یوې ژورې ځمکې ته چې ورښکته کېږي. د هغه وخت عام کالي به یې اغوستل، چې له څادر، کمیس او لنګ څخه عبارت وو. د دوی د پګړۍ شمله به کله پر اوږو او کله د ولیو په منځ کې ځړېدله. دوی به اکثره توره پګړۍ په سر کوله. ده په خوړو کې تصنع نه کوله؛ شیدې، پنېر، خرما او د زیتون غوړي یې خوښول. دغه راز یې د پسه، چرګ، اوښ، سوی او کب غوښه خوړلی وه. د حضرت محمد(ص) په رنګونو کې سپین رنګ ډېر خوښېده. ډېر کله به یې سپینې جامې اغوستلې او خوشبویۍ یې زیاتې کارولې. چا به چې عطر او خوشبویه شي د ډالۍ په توګه ورته ولېږل، نو ده به هېڅکله نه رد کول. حضرت محمد(ص) په پاکۍ او نظافت تل ټینګار کاوه. عرب له تهذیب او تمدن سره اشنا نه وو، هر کله چې به هغوی مسجد ته راغلل، نو پر غولي او دیوال به یې ناړې توکلې. پیغمبر(ص) دوی له دغه کاره منعه کول. دغه راز د چا سر به یې چې ببر ولید، ورته ویل به یې؛ خپل ويښتان ږمنځ او سم کړئ. په عربو کې له حاجت رفع کولو وروسته د استنجا کولو او له بولو څخه د کالیو ژغورلو رواج بیخي نه و. حضرت پیغمبر(ص) ټولو ته وروښودل چې له حاجت رفع کولو وروسته استنجا وکړي او خپلې جامې پاکې وساتي. په تفریجي چارو کې د پیغمبر(ص) د آس سپرلي ډېره خوښه وه. استراحت ته یې هم وخت ورکاوه. دی به د شپې تر ډېره ځنډه نه کېناست، د قرانکریم څو آیتونه یا یو مکمل سورة به یې تلاوت کاوه او ویده کېدو به، په عمومي ډول په ښي اړخ ویده کېده او خپل ښی لاس به یې ترمخ لاندې کاوه.)

حضرت پیغمبر(ص) تل خپل بدن او چاپېریال ته ځانګړې پاملرنه کوله. عبدالله بن عمر(رض) چې ډېر زاهد شخص و، یوه ورځ نبي کریم(ص) ته راغی او ورته ویې ویل: غواړم ټول کال د ورځې روژې ونېسم او د شپې عبادت وکړم. حضرت پیغمبر ورته وویل چې پر تا جسم هم حق لري. په یوه میاشت کې دری ورځې روژه نیول کافي دي.

اروپوهان وايي: بدن جسماني شی دی چې له بېلابېلو موادو څخه رغېدلی دی. موږ کولی شو، هغه مشاهده کړو، لمس یې کړو، اندازه او وزن یې معلوم کړو او د ایکس او نورو وړانګو په وسیله یې ممکن ډېر کوچیني جوړښتونه ولیدلی شو؛ خو د هېڅ مشاهدې او ذره بیني وسایلو په مرسته نه شو کولی یوه ذهني او رواني پدیده لکه وېره، هیجان، فکر، عاطفه، احساس او ذهني تصاویر ولیدلی شو او د هغو رنګ، وزن او اندازه څرګنده کړای شو.

موږ که غواړو د یوه کس رواني حالت ځانته څرګند کړو، د هغه ظاهري او جسمي حالت په پام کې نیسو. په بله معنا ذهني کیفیات، بدني کیفیاتو ته په کتلو سره درک کوو. نوې ارواپوهنه څرګندوي، په هغو ځایونو کې چې درناوی، صمیمیت او پاکي وي، ډوډۍ خوړل پکې خوند کوي او د هغو د هضم پروسه هم ښه ترسره کېږي او په هغه محیط کې چې پاکي، نزاکت او نظم نه وي، خواړه پکې خوند نه کوي او د هضم پروسه یې هم له ستونزو سره مخ وي. په دې اساس د یو انسان د ځان پاکي د هغه د روان پاکي ده او د روان پاکي یې د شخصیت پاکي ده چې په دې لړ کې د حضرت پیغمبر(ص) مبارک شخصیت د ټول بشریت لپاره ښه مثال کیدای شي.

د ارواپوهنې په باور یو انسان اول له ځان سره په اړیکو کې دی او بیا له جهان او نورو انسانانو سره چې د همدغو اړیکو د څرنګوالی پر بنسټ د هغه شخصیت یا سمېږي او یا ناسم لوري ته درومي. په ارواپوهنېزو بحثونو کې د انسان د شخصیت یو اختلال (سادېزم) دی. سادېزم د نورو د آزارولو او ځورولو معنا ورکوي، هغه وګړي چې دغه ستونزې لري په جسمي، ذهني او سمبولیک ډول د نورو د ځورولو هڅه ورکوي او له خپل دغه چلنده خوند اخلي. موږ په ورځني ژوند کې له داسې کسانو سره مخ کېږو چې د نورو له سپکولو، ځورلو او ځپلو خوند اخلي. مثلاً، یو مېړه خپله مېرمن د مېلمنو په وړاندې تحقيروي، یا یو پلار خپل زوی د خلکو په مخ کې سپکوي. یا د یوې ادارې رئیس د خپلو مامورینو له ځورولو خوند اخلي، یا یو ښوونکی له کومي خطا پرته زده کوونکي تهدیدوي. یا یو سړی د ماشومانو په وېرولو او ډبولو خپله ساعتېري کوي. دا ټول د سادېزم مثالونه دي. د دغه ناوړه شخصیتی اختلال د ختمولو لپاره که موږ د پیغمبر(ص) د ټولو نېکو چلندونو له منځه یوازې له ماشومانو سره د دوی رویه راواخلو، له شک پرته به مو د شخصیت جوړوني یو لوی درس ترلاسه کړی وي.

علامه سیدسلیمان ندوي په خپل کتاب (نبوي اخلاق) کې لیکي:

(حضرت محمد(ص) پر کوچنیانو ډېره مینه او مهرباني کوله، د دوی دا عادت و، چې هر کله به له سفر نه بېرته راته، نو په لار کې به یې چې کوچنیان ولېدل، نو هغه به یې له خپل ځان سره ځینې مخکې او شا ته سپرول او په لار کې به یې چې نور کوچنیان لیدل، هغوی ته به یې سلام کاوه. کله خو به د ماشومانو په ژبه ورسره غږېده. په سر به یې لاس را تېروه او ښکلول به یې. که به چا ورته د نوي فصل کومه میوه راوړه، نو په حاضرینو کې به چې څوک ډېر کوچینی و، دا میوه به یې هغو ته ورکوله. د کوڅې او مالت نجونو به چې کله په کوڅو او د کورونو تر مخ لوبې کولې، هرکله به یې چې پیغمبر(ص) ولید، نو خپرې به شوې او اخوا دېخوا به پټې شوې. پیغمبر(ص) به پرې غږ کاوه او ډاډ به یې ورکاوه چې لوبې کوئ. د حضرت محمد(ص) دا مینه او شفقت د مسلمانانو تر کوچینانو محدود نه و، بلکې د مشرکانو په کوچنیانو به یې هم همغه شان مینه او شفقت کاوه.)

په ارواپوهنیزو بحثونو کې د شخصیت یوه ستونزه (نارسسیزم) بلل کېږي. نارسیسزم اصطلاح له یوه یوناني لغت (نارسیس) څخه اخیستل شوې چې زموږ په ژبو کې ورته، پر ځان مینېدل، انانیت او نرګست ویل کېږي. نارسیسیزم په ارواپوهنه کې له ځان سره د افراطي مینې معنا لري. دا سمه ده چې هر انسان باید د عزت النفس او ځانوالۍ احساس ولري او دا احساس تر ډېره بریده په ځان پېژندنه، ځانپامۍ او ځان قدرۍ ولاړ دی. هر سالم انسان ته خپل ځان او خپل ارزښتونه مهم وي او څومره چې ځان ته ارزښت ورکوي، دومره د نورو انسانانو ارزښتونه هم په پام کې نیسي؛ خو نارسیست وګړي ځان ته په اهمیت ورکولو کې مبالغه کوي او پر ځان باندې یې د مینېدلو جذبه دومره پرې غالبه وي چې د نورو انسانانو ارزښتونه ورته بې ارزښته ښکارېږي. دغه ډول وګړي هڅه کوي چې هر څوک یې باید نظر ته چوپ پاتې شي، تل د ځان په صفت کولو لګیا وي او له بل کس څخه هم هیله لري چې د ده په اړه مثبت نظر ولري او تل د ده په وړاندې دغه نظر څرګند کړي. دوی زیاتره له نورو انسانانو او حتی خپلو دوستانو سره د یوه کبرجن او مغروره انسان په څېر چلند کوي. تل ورته ځان په حق، هوښیار او په خلکو ګران ښکاري او نورو انسانانو ته د وسایلو په سترګه ګوري. په نارسیسزم کې ښکېل کس، له عادي والي او معمولي توب څخه وېره لري او له عادي او معمولي کسانو څخه یې بد راځي. خو کله چې نور وګړي چاپلوسي ورته کوي، دی سخت خوند ورنه اخلي…

د اسلام په سپېڅلي دین کې د غرور، تکبر او انانیت په مقابل کې تواضع یوه ستره شخصیتي ځانګړنه او درملنه ده. دغه ځانګړنه د حضرت محمد(ص) د مبارک شخصیت یوه روښانه برخه وه. علامه ندوي د (شمائل ترمذي) په حواله لیکي: (حضرت محمد(ص) به د کور کارونه په خپله کول، په خپله به یې کالي پیوندول، کور به یې جارو کاوه، شیدې به یې لوشلې، له بازار نه به یې سودا راوړله او که پایزار به یې وشلېد، نو په خپله به یې ګنډه. د خره په سپرلۍ نه شرمېده او له مریانو او مسکینانو سره د ناستي او ډوډۍ خوړلو نه به یې ډډه نه کوله.)

علامه ندوي زیاتوي: (که یو ډېر غریب او بېوزله شخص به ناروغ شو، نو دوی به د هغوی پوښتنې ته ورتلل، د مفلسانو او فقیرانو کورونو ته به ورته، له هغوی سره به کېناسته او که له اصحابو سره به کېناسته، نو داسې به کېناست چې په امتیازي حیثیت به دوی هېچا نه شوای پېژندلی او که یو مجلس ته به ورغلل، نو په هر ځای کې چې به یې ځای وموند، هلته به کېناست… حضرت محمد(ص) به د تواضع او خاکسارۍ له مخې کله کله ډوډۍ ته د پښو په سر کېناست او دا به یې ویل چې زه بنده یم، د بنده ګانو غوندې کېنم او ډوډۍ خورم. یو ځل د ډوډۍ د خوړلو په وخت کې ځان تنګ و او نور خلک راغلل. په دغه وخت کې حضرت محمد(ص) له دې کبله د پښو په سر کېناست، چې د نورو خلکو لپاره ځای پیدا شي. په دغه مجلس کې یو صحرايي هم و. دغه صحرايي، پیغمبر(ص) ته وویل: «اې محمده! دا کوم ډول کېناستل دي؟» حضرت محمد(ص) ورته وویل: «خدای(ج) زه یو خاکسار بنده پیدا کړی یم او جبار او سرکښ یې نه یم پیدا کړی.» د حضرت محمد(ص) د خاکسارۍ او تواضع دا حال و، چې د خپل ځان لپاره به یې روا تعظیمي الفاظ هم نه خوښول. لکه چې یو ځل یو شخص حضرت محمد(ص) ته په دې الفاظو خطاب وکړ: «اې آغا او زموږ د آغا زویه! او اې له موږ ټولو نه غوره او په موږ کې د ټولو نه د غوره او بهتره زویه!» حضرت محمد(ص) وویل: «اې خلکو پرهېزګاري غوره کړی، چې شیطان تاسې کندې ته ونه غورځوي، زه د عبدالله زوی محمد یم. د خدای(ج) بنده او د هغه رسول یم. ما ته چې خدای(ج) کومه مرتبه راکړې ده، نو زه دا نه خوښوم چې تاسې ما له هغې مرتبې نه لوړ او پورته کړئ.» یو ځل یو انصاري له یوه یهودي نه دا خبره واورېده، چې زما دې په خدای قسم وي چې موسی ته یې له ټولو انسانانو څخه فضیلت ورکړی دی. دې انصاري دا ګومان کاوه چې دا پر حضرت محمد(ص) تعرض دی. له دې کبله دا انصاري ډېر په قهر شو او هغه یې پر مخ په څپېړه وواهه. دغه یهودي حضرت محمد(ص) ته د فریادي په ډول ورغی، حضرت محمد(ص) دغه انصار راوغوښت او د واقعې پوښتنه یې ورڅخه وکړه او له پوښتنې نه وروسته یې ورته وویل: «ما ته پر نورو انبیاو فضلیت مه راکوئ.»)

د حضرت پیغمبر(ص) د شخصیت ارواپوهنه ډېره لویه او په زړه پورې ده، په دې باب ډېرې خبرې او څېړنې کېدای شي. دغه موضوع ته د نویو ټولنیزو علومو په چوکاټ کې ځای ورکول، یوه اړینه چاره ده. ډېره به ښه وي چې په دې برخه کې زموږ د پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو په درسي او تحقیقی بهیر کې جدي پاملرنه وشي. د داسې یوې هڅې په هیله خبرې د ښاغلي دروېش دراني په یو شعر سره رانغاړو:

تا لمنه د خزان ګلاب ګلاب کړه

موږ ګلونه د بهار کړل زخم رخم

پر تا باندې د غلیم اولاد هم ګران وی

موږ بچي د مور او پلار کړل زخم رخم

تا دښمن هم په امان رساوه کور ته

موږ ملګري خپل په لار کړل زخم زخم

مګر بیا مو هم په خوله دغه دعوه ده

چې موږ ستا په لار روان یو محمده!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button