د حضرت ابوبکر صدیق (رض) ژړا

ژباړن : عطا محمد میاخېل  

  

حضرت ابوبکر صدیق (رض) ناست و، چې د اذا زلزلت الارض زلزلها سورت نازل شو. ابوبکر صدیق (رض) وژړل. حضرت نبي کریم (ص) له حضرت ابوبکر صدیق څخه پوښتنه وکړه، ولې ژاړې ؟ ابوبکر صدیق (رض) وویل : دا سورت ما ژړوي .               حضرت رسول الله (ص) وویل : که چېرې ته تېروتنه او ګناه ونه کړي او الله (ج) تا ونه بښي. که چېرې زما امتیان تېروتنه او ګناه وکړي، نو خدای (ج) د هغوی له ګناهونو څخه ور تېرېږي او هغوی ته بښنه کوي .

 

  حضرت عایشه صدیقه (رض) وایي : حضرت ابوبکر صدیق (رض) د حضرت رسول الله (ص) خدمت ته حاضر شو، نو نبي کریم (ص) هغه ته وویل : ته یې د دوزخ له اور څخه خلاص او وژغورلې او له هغه ورځې په کوم نوم ونومول شو . ( ترمذي )

 

  حضرت ابوبکر صدیق (رض) لومړنی کس وو، چې پر نبي کریم (ص) یې ایمان راوړ او د رسول الله (ص) یوازینی ملګری وو، چې مدینې منورې ته د هجرت پرمهال او په حرا غار کې له هغه (ص) سره ملګری او د غه راز د نبي کریم (ص) خسر هم وو .

 

   کله چې د ام المومنین حضرت عایشې صدیقې (رض) پلار وفات وشو، نو د حضرت نبي کریم (ص) په څېر ۶۳ کلن وو، دنده یې سوداګري وه، حضرت ابوبکر صدیق (رض) هغه څوک وو، چې حضرت نبي کریم (ص) ته یې ویلي وو، چې په خدای (ج) مې دې قسم وي، چې حرا غار ته لومړی زه ننوځم، که چېرې کوم خطر وي پرېږده، چې پرما راشي. کله چې غار ته ننوتل، حضرت نبي کریم (ص) ویده شو، حضرت ابوبکر صدیق (رض) خپله پښه د غار خولې ته ونیوله، لړم راغی او هغه (رض) یې وچیچه، د حضرت نبي کریم (ص) له پاره یې غږ پورته نه کړ، چې له خوبه را ویښ نه شي .

 

  حضرت ابوبکر صدیق (رض) لومړنی کس وو، چې حضرت نبي کریم (ص) د وحې کیسه یې تصدیق او ومنله، له دې وروسته رسول الله (ص) هغه ته وویل : مبارک دې شه ته زما د امت لومړنی رښتینی او امین یې .

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button