د جګړې لپاره د طالبانو هېڅ روایت منطق ندی

نویداحمد څرک

طالبانو د دوشنبې په ماښآم د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ باندې موټر بم برید کړی چې شاوخوا بازار او کورونه یې ویجاړ کړي دی.

طالبانو د دې برید مسوولیت منلی، او په ډير افتخار سره یې د لسګونه افغانانو د مرګ ژوبلې مسوولیت منلی دی.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنیه قومنداني د ولسوالۍ له بازار سره نږدې ده او طالبانو موټر بم برید هم د بازار له لوري کړی چې د بازار دوکانونه یې ړنګ کړي او بازار کې یې دوکانداران او سودا اخیستونکي شهیدان کړي او ټپيان کړي دي.

په دې برید کې پولیسو ته هم مرګ ژوبله اووښتې چې د مالوماتو له مخې دوه پولیس پکې شهیدان شوي او څلور نور ټپيان دي.

خو طالبانو د دوه پولیسو د شهادت لپاره لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې او طالبان بیا د دې نسل وژنې لپاره توجیهات او دلایل هم لټوي.

دا به لومړی ځل نه وي چې طالبان د یو یا دوه پولیسو د مرګ لپاره لسګونه عام خلک قرباني کوي، بلکې د طالبانو هر موټر بم، ځانمرګی برید او ماین چاودنه له ملکي خلکو ژوند اخلي.

دا داسې کار دی، لکه په یو پوستکې کې چې سپږه وي او خلک د یوې سپږې لپاره ټول پوستکی وسوځوي.

طالب په هیڅ دین نه دی، که طالب دین او مذهب درلودلی، د انسان ژوند ډير ارزښت لري، خو طالب یې پرته له کوم دلیل دا ژوند ورڅخه اخلي.

د اسلام مبارک دین، انسان ته د اشرف المخلوقات ویلي او د یو انسان وژل یې د ټول عالم انسان وژل یاد کړي دي، خو طالبان د جي ایچ کیو او حقاني استخباراتي مدرسې فتوا راوړي او دلته پرې خلک وژني.

که طالب خپلې جګړې ته اوس هم مشروعیت ورکوي، نه یې شي ورکولی، یواځې دومره چې طالبانو تر فعالیت لاندې سیمو کې جاهله او نادانه ځوانان شته چې طالبان یې په کاذبو تبلیغاتو تیر باسي او ځآنمرګي ته یې چمتو کوي.

یو لوی لامل دا دی چې طالبانو تیرو شل کلونو کې تر خپل فعالیت لاندې سیمو کې ښوونځیو ته اجازه نه ده ورکړې، بیا رغونې ته یې اجازه نه ده ورکړي او خلک فکر کوي چې ګنې دولت ورسره توپيرې چلند کوي او له همدې کبله تیار وي چې طالبانو سره لیکو کې جګړه وکړي.

طالب به حتما ددې جنایتونو حساب ورکوي، یا په دې دنیا او یا په هغې دنیا، خو دریغه چې طالب پردي اولادونه د خپلو شخصي ګټو لپاره د اسلام په نوم قرباني کوي او دا لړۍ د طالبانو له لوري ښه په درز کې روانه ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button