د جګړې عوامل باید ختم شي

جنرال دولت وزیري

ځینې کسان په دې فکر دي، چې جنګ او جګړې د انسانانو په فطرت کې ځای لري او دا د انسانانو یوه طبیعي غريزه بولي، حال دا چې «په تنګ شي، نو په جنګ شي» وینا دا عبارت یو څه پیکه کوي. دا کسان په دې باور دي، چې انسانان د مجبورۍ له مخې د نورو ژويو په څېر جنګ او جګړو ته مخه کوي او ځان ترې نه شي ژغورلای. دوی وايي چې انسانان په طبیعي لحاظ په تشدد او يا په زور سره عمل کول غواړي، چې ډیر حیوانات هم همدغسې ورته عمل کوي.

دا سمه ده چې جنګ او جګړې د نورو ژويو لپاره یوه طبیعي غريزه ده او ټول د اړتيا پر وخت جنګ او جګړو ته مخه کوي، حتی د خوړلو په خاطر وژل کوي او ځان هم له جنګ او جګړو څخه نه شي ژغورلای. انسان ته خدای د افهام او تفهیم لپاره ژبه ورکړې چې تر ټولو پیاوړې وسله او وسیله یې ده.

که داسې فکر وکړو چې انسان هم یو حیوان دی او هر څه چې نور ژوي تر سره کوي دوی دې هم تر سره کړي، خو که ښه ځیر شو موږ بیا د هغه څه قوت نفي کوو چې خدای تعالی انسانانو ته ور بخښلی دی او نور ژوي يې ترې محروم کړي دي. هغه قوت عقل او فکر دی.

دا عقلاني قوت دی چې تل انسانانو خپل سلوک او عمل پرې کنټرول کړي او له ناوړو پېښو يې ځان د همدغه قوت په واسطه چې عقل دی ژغورلای دی.

د جګړې او شخړو ګڼ څېړونکي په دې نظر دي چې تشدد او زور د انسانانو یو غیر نورمال او غير طبیعي عمل دی، چې په ناقصو انسانانو او افرادو کې موندل کیږي او یا د پارونې په ځواب کې جنګ او جګړو ته لاس اچوي. که چېرې دغه ډول پارونې له منځه یووړل شي بیا خو کولای شي چې د جنګ او جګړو مخه ونیول شي.

که په دې باور واوسو چې د جنګ کولو میل د انسانانو په طبیعت کې په ارثي ډول ځای کړای شوی دی. بیا هغه څه نفي کوو چې انسانان خدای تعالی ازاد پیدا کړي دي او د ټولو ښو او بدو کول په خپله انسانانو پورې اړه لري.

ځکه د خپلو کړنو ځواب ورکوونکي په خپله انسانان ګڼل کېږي. که وګورو په اکثرو جنګونو کې به جنګياليو په زړو، ښځو، ناروغانو او کوچنيانو رحم کاوه او له وژلو به يې تېرېدل، که جنګ د انسانانو طبيعي خاصیت ګڼو، پر ځای يې ولې رحم او مهرباني د انسانانو طبيعي خاصیت نه بولو او د دې پر ځای چې په دې فکر وشي چې جنګ او جګړې د انسانانو په طبیعت کې دی، ولې پر دې ټينګار نه کوو چې سوله او په سوله کې اوسېدل د انسانانو طبيعي خواص دي.

که چېرې سولې ته ژمن واوسو، له خپله ځانه به په زوره ځناور جوړ نه کړو او په زوره به د جنګ عوامل او اسباب رامنځته نه کړو. په دغه صورت کې کولای شو چې په سوله کې ژوند وکړو او په سوله کې د ژوند کولو قوت په ځان کې غښتلی کړو.

خداي تعالی هم انسانانو ته په سوله کې د ژوند کولو هدايت کړی دی او د يوه بېګناه انسان وژل يې د ټول بشريت وژل بللي دي.

انسانان دي چې د خپلو ځانونو د وژلو له پاره يې ډول ډول وسلې حتی بیولوژيکي، زهري، کیمیاوي او اټومي وسلې جوړې کړې دي. لوی او غښتلي پوځونه روزي او د دې پر ځای چې د لوږې او بېوزلۍ مخه ونیسي، په وژونکو وسلو يې سمبالوي.

که ورته ځیر شو، په سوله کې اوسېدل سالم عقل او سالمې پوهې ته اړتیا لري.

د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه په خپلو منځونو کې پولې نه لري، ویزې ته اړتيا نه لري، ګډ تجارت کوي او د ازاد ژوند کولو حق لري. دغه کار چې باید موږ کړی وای، یا هم عربو هېوادونو کولی، چې د ټولو دین یو دی، ژبه یوه دی، کتاب یو دی او باور یو دی، خو نه جګړې دغه عرب هېوادونه سره متحد کړل، نه هم د سولې د غوښتنې موضوع، شعیه د سني په وړاندې درېدلی، اقلیت د اکثریت، یا هم ځینې نور قبایل د واکمنو ډلو په وړاندې.

یووالي ته موږ هم اړتیا لرو، ځکه موږ ډېر وږي او بېوزلي یو، دغه کار د نړۍ بډاي هیوادونو چې موږ ورته کافر وایو، او د جنت مستحق يې نه بولو، کوي.

په جنګ کې خلکو ته هوساينه، پوهنه، روغتیا پالنه نه تر لاسه کیږي. دا يوازې په سوله کې امکان لري چې د خدای مخلوق ته د هوسا ژوند شرایط رامنځ ته شي.

پایله

که جنګ او جګړې د انسانانو په سرشت کې ځای درلودلای، بيا ولې درې- څلور ملیونه انسانان د حج د مبارکې فريضې د ادا کولو پر مهال حتی یو ځل هم جنګ او جګړو ته لاس نه غزوي. مانا دا چې دا موږ يو چې جګړې کوو، د جګړو له پاره اسباب او عوامل رامنځته کوو او یا د خپل دښمن شیطان پر اس سپاره او د خپل دښمن په چوپړ کې یو. خدای دې موږ له جګړې لیرې ساتي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button