د تور زیړی د مخنیوی لاری چاری

ډاکټر فیض الله ثاقب

تور زیړئ یوه ډېره عامه روغتیایی ستونزه ده چی په ټوله کی په وروسته پاتی هیوادونو او په ځانګړی ډؤل زمونږ په هېواد کی په پراخه کچه وګړی پری اخته او یو شمیر یی د دی ناروغئ د اړونده پیچلتیاو له کبله له مړینی سره مخامخ کیږی. د یادؤنی ده چی تور زیړی د ګڼ شمیر ویروسونو له کبله منځ ته راځی چی بی او سی ډؤل یی دلته د یادؤنی ده. مونږ پدی لیکنه کی یواځی دهغه تور زیړی په اړه خبری کوو چی د بی ډؤل ویروس له کبله منځ ته راځی او په طبی اصطلاح کی ورته (Hepatitis B) وایی.

د تور زیړی (Hepatitis B) د مخنیوی لاری چاری په عمومی ډؤل په لاندی دری ډؤلونو ویشل کیږی:

لمړئ: د تور زیړی د مخنیوی عمومی لاری چاری:

دوهم: وګړو ته د واکسین د ورکؤلو پوسیله د تور زیړی مخنیوی:

دریم: وګړو ته د تور زیړی په ضد ایمیونوګلابولین مواد ورکول:

لمړئ د تور زیړی د مخنیوی عمومی لاری چاری په لاندی ډؤل دی:

الف: دا چی دا ناروغی په ویروس د ککړی ستنی پوسیله له ناروغ وګړی څخه روغ وګړی ته لیږد مومی نو روغتیایی کارکوونکی باید د پیچکارئ د ستنو په کارولو کی ډېر احتیاط وکړی. وییل کیږی چی پرته لدی چی سرپوښ پری کیږدی باید کار شوی ستنی د بیکاره توکو په لوښی کی یی وغورځوی.

ب: دا ناروغی په ویروس د ککړی وینی پوسیله هم له ناروغ څخه روغ وګړی ته لیږد مومی پدی بنسټ باید ناروغ ته له وینی ورکولو مخکی هغه د تور زیړی د بی او سی (Hepatitis B and C) دواړو ډؤلونو لپاره معاینه او یواځی هغه وخت ناروغ ته تیره شی چی لدی ویروسونو پاکه وی.

ج: که کلکه اړتیا نه وی نو باید ناروغ ته وینه تیره نشی او په بازار کی د پیرل شوی وینی د تیرولو څخه باید ډډه وشی.

د: سربیره پردی دا ناروغی د جنسی نژدی والی له لاری هم له ناروغ وګړی څخه روغ وګړی ته لیږد مومی لدی کبله باید پدی ناروغئ اخته وګړی د جنسی نژدی والی خوندی طریقی وکاروی، پدی طریقو کی د پوکاڼئ (کنډوم) کارؤل هم شامل دی، سربیره پردی یی باید جنسی شریک (په ناروغئ د اخته نارینه مېرمن او په ناروغئ د اخته ښځې خاوند) ته ددی زیړی واکسین ورکړل شی.

ذ: پدی ناروغئ د اخته وګړی د ګیری پاکی، د غاښونو برس او دی ته ورته نور څیزونه باید نور وګړی و نه کاروی.

دوهم: وګړو ته د واکسین ورکؤلولو پوسیله د تور زیړی مخنیوئ:

الف: ټولو د مور شیدی خوړونکو او نورو کوچنیانو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی.

ب: ټولو هغه وګړو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی پدی ناروغئ د اخته کیدو خطر پکی ډېر ده. ښه بیلګه یی هغه ناروغان دی چی د پښتورګو په بی کفایتئ اخته او وخت په وخت یی د پښتورګی ته ورته ماشین (ډایالیسیس) پوسیله درملنه کیږی سربیره پردی د دی وګړو پالونکی وګړی هم باید دا واکسین وکړی.

ج: لکه چی مخکی وویل شوه، دا ناروغی په ویروس د ککړی وینی پوسیله له ناروغ وګړی څخه روغ ته لیږد مومی نو هغه وګړو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی وخت په وخت د وینی تیرؤلو ته اړتیا لری.

د: دا چی دا ناروغی د جنسی نژدی والی پوسیله له ناروغ وګړی څخه روغ وګړی ته لیږد مومی نو د هغی ښځي خاوند ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی په تور زیړی اخته ده، سربیره پردی باید د هغه سړی میرمن ته د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی پدی ناروغئ اخته ده.

ذ: دا ناروغی په ویروس د ککړی ستن له کبله هم له ناروغ وګړی څخه روغ ته لیږد مومی لدی کبله باید هغه وګړو ته د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی د رګ له لاری په نشه ایزو توکو رودی دی.

ر: ټولو هغه نویو زیږیدلو کوچنیانو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی چی په تور زیړی د اخته میندو څخه دنیا ته راځی.

ز: دا چی روغتیایی کارکوونکی د دی ډؤل ناروغانو سره ډير په اړیکه کی وی او په ناروغئ د اخته کیدو خطر پکی ډیر ده نو روغتیایی کارکوونکو ته باید د تور زیړی واکسین ورکړل شی.

س: د تور زیړی واکسین د انجیریکس – بی (Engerix B) په سوداګریز نوم په بازار کی شتون لری. له لس کلونو لږ عمر لرونکو ماشومانو ته لس مایکروګرامه او له لس کلونو ډېر عمر لرونکو وګړو او لویانو ته شل مایکروګرامه د مټ په غوښه کی پیچکاری کیږی او د کوناټی په غوښه کی نه کیږی. دا واکسین لمړئ ځل ړومبئ میاشت، دوهم ځل یوه میاشت وروسته او وروستئ ځل شپږ میاشتی وروسته ناروغ ته پیچکاری کیږی.

دریم: وګړو ته د تور زیړی په ضد ایمیونوګلابولین مواد ورکول:

الف: دا مواد ناروغ ته هغه وخت ورکؤل کیږی چی په ناڅاپی ډؤل له داسی موادو سره مخامخ شوی وی چی د تور زیړئ په ویروس ککړ وی. دا مواد ښایی د وګړی د بدن د مخاطی غشاء ګانو، د پوستکی د ټپ یا په تصادفی ډؤل په بدن د ستنی د ننوتلو له لاری د وګړی بدن سره په تماس کی شوی وی. دا وخت باید نوموړی وګړی ته لدی موادو سره په یو وخت د تور زیړی واکسین هم ورکړل شی.

ب: دا مواد (ایمیونوګلابولین) باید هغه وګړو ته هم ورکړل شی چی په تور زیړی له اخته وګړی سره یی جنسی نژدیوالی کړی وی.

ج: هغه نویو زیږیدلو کوچنیانو ته هم دا مواد ورکؤل جواز لری چی په تور زیړی له اخته میندو څخه زیږیدلی وی، لدی وروسته ورته د تور زیړی واکسین ورکؤل کیږی. دا مواد د (Bayhep B) په سوداګریز نوم په بازار کی شتون لری. او تیار چمتو شوی مواد دی چی د زیړی د ویروس د له منځه وړلو لامل کیږی.

په درنښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button