د تورزېړي نښې، تشخیص، سرایت او درملنه

ډاکتر رحیم

ینه یا ځیګر د انسان د بدن یو حیاتي غړی دی چې په بدن کې د زهرجنو درملو او توکو د بې ز هره کولو په شمول ډېرې دندې لري او همداراز د پلازما د پروټینو په جوړښت او هضمي عملیې کې اړین رول لوبوي .

ینه یا ځیګر ته په لاتین کې هیپاټیټ وایي او د ینې ناورغیو ته په لاتیني ژبه کې هيپاټيټیس (Hepatitis) وایي.

موږ دې ناروغۍ ته په ولسي ژبه کې تور زیړی وایو. دا ناروغي يوه ساري ناروغۍ ده چې په مختلفو لارو له يوه انسان څخه بل ته انتقالیږي .

په نړۍ کې ۳۵۰ میلیونه انسانان په تورزیړي اخته دي.

تور زیړی یو ډول ویروسي ناروغۍ ده چې د دغه ویروس د فعالیت او زیاتیدنې اصلي ځای ینه ده.

کله چې د تورزیړي ویروس بدن ته داخل شي، نو په ینه کې ځای نیسي او په ینه کې په فعالیت پیل کوي، چې د څو اونیو په تیریدو سره یعني تر ۱۲ اونیو پورې یی شتون په وینه کې څرګند یږي، چې د ینې د میکروبي کیدلو او تخریب کولو لامل ګرځي.

په ټولیز ډول تور زیړی په ځینو خلکو کې تر ۶ میاشتو پورې دوام کوي او بیا د ناروغ بدن پخپله د دې ویروس په مقابل کې معافیت ترلاسه کوي او ناروغ ښه کیږي، مګر که د تور زیړي ویروس په بدن کې تر ۶ میاشتو زیات وخت لپاره پاتې شي او بدن پخپله د هغې په مقابل کې معافیت تر لاسه نه کړي نو دا امکان شته چې ویروس په مزمن تور زیړي بدل شئ او تر ډیرو اوږدو کلونو پورې د ناروغ په بدن کې پاتې شي نو باید په دې مرحله کې ناروغ تر لازمې درملنې لاندې ونیول شئ.

که د مزمن تور زیړي درملنه ونه شي نو ممکن ناروغ د ینې په سیروسس او د ینې په سرطانونو اخته شي .

که چیرې ناروغ د ینې په سرطانونو یا سیروسس اخته شي نو بیا د د رملنې لپاره یی د روغ کس ځیګر باید نارو غ کس ته انتقال شي. د ینې انتقال اسانه کار نه دی ځکه چې د ینې پیدا کول او د هغې نقلول یوه لوی ستونزه ده.

د تور زیړی نښې:

د ډیر ستړیا احساس کول

خوا ګرځیدنه یا سر ګرځیدنه

د بدن وزن له لاسه ورکول

د خیټې پړسوب

د زړه بدوالی او کانګې

د تشو متیازو توروالي

د ډکو متیازو خاورین رنګه کیدل

د بدن د پوستکې زیړوالی

د بدن پر پوستکې دانې راختل

د سترګو زېړ رنګه کیدل

د بدن د بندونو دردونه

د سر او نس دردونه

بې اشتهایي

تبه او لړزه

پر بدن خارښت لګیدل

اسهالات او قبضیتونه

د تور زیړې تشخيص:

د تور زیړی ناروغۍ دقيق تشخيص په وينه کي د لاندي معايناتو په واسطه کيږي.

HBsAg test

له یو څخه تر ۱۲ اونیو پورې د تور زیړې د ناروغۍ د ښودلو لپاره استعمالیږي، که ناروغي تر ۶ میاشتو زیات د ناروغ په بدن کې دوام ومومي نو دا په دې مانا ده چې ناروغ په مزمن تورزیړي اخته شوی دی.

د مزمن تور زیړي د پوهیدو لپاره لاندې درې حالتونه مطالعه کوو.

د تور زیړي د معافیتي زغم پړاو:

په دغه پړاو کې

مثبت وي. HbsAg

د ناروغ د وینې په سیروم کې الانین انزایم نارمل وي.

د ینې التهاب او فایبروسس نه شتون یا په حاد شکل.

چې د تور زیړی دغه پړاو ډیری وختونه په ماشومانو کې او د وخت په تیریدو سره په ځوانانو کې ډیر لیدل کیږي.

د تور زیړي د معافیتي فعال پړاو :

په دغه پړاو کې

مثبت وي . HbsAg

د ینې التهاب د فایبروسس سره یا پرته له فایبروسس کیدلو څخه.

د ینې د حجرو زیانمن کیدل.

د تور زیړې د انتقال لارې:

د تور زیړی Hepatitis B ویروس چاپیریال ککړولای شي او تر اوو ۷ ورځو پورې په لاړو، وینه، سیمین (د نارینه د سپرم هغه مایعات چې فرکتوز او مالګې لري) اوښکو او د رحم د خولې افرازاتو کې ژوندې وي چې له پوستکې او مکوزا سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

ځینې وختونه د ټپونو او زخمونو له لارې لکه د پوستکې د لړمۍ کیدلو او د زخم ژیړ رنګه کیدلو سره د تماس په پایله کې تور زیړی روغ کس ته انتقالیږي.

د ځینو شیانو یو ځای کارونه لکه د غاښونو برس، ککړ شوي مسواک او د ږیري خرېیلو وسایلو له لارې چې د ناروغ کس په وینه ککړ شوی وي د انتقالیدو خطر یی ډیر دی.

ناروغ کس که روغ کس باندې غاښ یا خوله ولګوي نو د انتقالیدو خطر یی شته.

د وینې د ورکونۍ توکي، وینه ورکوونکې کسانو او وینه اخیستونکو کسانو له لارې تور زیړی انتقالیږي.

د جنسې اړیکو له لارې (که ښځه یا نر پرې اخته وي نو د جنسي اړیکو پر مهال تور زیړی د ناروغ کس څخه روغ کس ته انتقالیږي)

د سلمانۍ د بیاتي یا قیچي، یا ککړې شوې پاکۍ او چړې له لارې هم تور زیړی انتقالیږي .

د ناروغ مور څخه ماشوم ته د حامله توب په وخت کې تور زیړی انتقالیږي.

معتادان د ککړو پیچکاريو په واسطه یو بل ته نشه یی توکي پیچکاري کوي نو یو بل ته تور زیړي انتقالوي.

که چیرې د مور په وینه کې تور زیړی وي او د ماشوم په وینه کې هم مثبت وي، د تورزیړي د ناروغۍ د انتقال چانس ۹۰ سلنه زیاتوي.

د ماشوم د زیږون په وخت کې د دې ناروغۍ د انتقال خطر ډیر زیات دی.

تور زیړي په لاندې حالاتو کې نه انتقالیږي !

تور زیړې د تشو متیازو له لارې نه انتقالیږي..

له ناروغ سره یوځای ناسته او ښکلول یا مچې کولو په واسطه نه انتقالیږي.

له ناروغ سره لاس په لاس ګرځيدلو او يو ځای خواړه خوړلو په واسطه نه انتقالیږي.

که ناروغ کس په عمومي حمامونو کې ولمبیږي، یا په عمومي حوضونو کې ولمبېږي نورو کسانو ته د تور زیړي ناروغۍ نه انتقالیږي.

د ناروغ د درملنې په وخت د ناروغ له بدن سره د تماس په پایله کې نه انتقالیږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button