د تـوپـانـونـو ډګـر

لیکوال: ارواښاد محمد يوسف خدمتګار مزدورزوى

د تـوپـانـونـو ډګـر

ولاړې دوړې تـیـرې د کــاروان د قـدمـونـو شـوې
آې پـښـتونه پاتې په دې تـورو تـوروغـرونو شـوې
نـه دې نظـرولګـیـد او نه دې پـه کې څـه پـیـدا کړل
دغـه لـوړې څـوکې دې سبـب د تـوپـانــونـو شـوي
تـه پـه څـلـور لاري د نـا پـایـه خـزانـو پـروت يـی
ولې پـه کې ړونـد ساقي د زهـرو د جامـونـو شـوې
یاد دې دي په یـو غـږ دې ولس د ختـیځ پا څـاوه
ته د زوړښکیلا ک خلاف نعـره دغورزنګونوشوې
ځکـه د خـتـیځ لویـدیځ ګـوزارځانـلـه پـه تـا کـیږي
ځان دې وسلـوال کـړلـواوکورد مـورچلـونـوشـوې
لارد ابادۍ درله څـوک نه پریږدي د کور خوا کې
تـه يي قـربـاني د شــنـوجـنـډو د طلسمونـو شـوې
ګوره خدمتګاره وړانـدې وروسته د خپل قـوم ژور
څـو ځـلـه د دیـن پـه نـوم ډګـرد تـوپـانـونـو شـوې

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button