د تاريخ تر ټولو لنډه جګړه

تازه ګل شینواری
د زنجبار او انګرېزانو تر مېنځ دغه جګړه چې ټول ټال 38 دقېقې وه ، د زنجبار ( Zanzibar ) په ماته او انګرېزانو په بري پای ته ورسېده .

تفصيل
زنجبار د 19مې پېړۍ د پېل څخه 1964 کال پورې د افريقا په ختيزو سواحلو کې ېو کوچنی سلطنت و . هغه مهال د ډېرېو نورو افريقايي هېوادونو په څېر چې د بېلابېلو ځواکمنو اروپايي هېوادونو تر کنټرول وو ، زنجبار سلطنت هم د برېتانېې تر اغيز لاندې و .

خو کله چې په 1896 کال کې د د ېادې جغرافیې سلطان ( احمد ابن طوايني ) مړ شو نو د هغه ناسکه ورور ( خالد ابن برغاش ) چې د جرمني سره ېې نږدې اړيکې لرلې ؛ په هېواد کې د رامېنځ ته شوې تشې او اړو دوړو څخه په استفادې کودتا وکړه او د دولت واګې ېې په لاس کې واخيستې .
نوي سلطان د برېتانېې هغو خبردارېو او ګواښونو باندې چې واک خوشې کړي غوږونه کاڼه او د سلطنتي ماڼۍ شاوخوا ېې شاوخوا 2800 وسلوال د دفاع لپاره ځای پر ځای کړل .

انګرېزان هم جګړې ته چمتو شول او 1896 کال د اګست میاشت په 26مه نېټه ېې خالد ته ګواښليک ورولېږه چې که چېرته د سبا (27مې نېټې) تر سهار نهو بجو تسليم نه شي نو دوي به پرې حمله وکړي .
خالد فکر کاوه چې انګرېزان د هغه ( خالد ) او جرمنېانو تر مېنځ اړيکو څخه خبر دي او ښايي له همدې امله پرې حمله ونه کړي . خو د ګواښ وخت د پوره کېدلو سره سم پوره په نهه بجې انګرېزانو پر سلطنتي ماڼۍ ډزې پېل کړې .

د خالد وسله وال چې مخکې ورته وېل شوی و چې جګړه نه کېږي او له بل لوري بې تجربې جنګیالي وو ، بې له دې چې جګړه وکړي څه وتښتېدل ، ېو شمېر نورو ېې ځانونه خوندي ځايونو ته ورسول او ېو غټ شمېر ېې ووژل شول .

په دغه ټوله جګړه کې د خالد د ځواکونو له لوري ېوازی ېو ډز د ېوې پوځي بېړۍ څخه وشو چې هغه هم تر همدې ېو ډز وروسته د برېتانېې د کشتېو تر اور لاندې راغله او ډوبه کړل شوه .
حالاتو ته په کتلو سره خالد له پټې لارې وتښتېده او جرمنېانو ته ېې پناه وروړه .
په نهه بجې او اته دېرش دقیقو انګرېزان د سلطان ماڼۍ ته ننوتل او جګړه په رسمي توګه پای ته ورسېده .
د تاريخ په تر ټولو لنډه دغه جګړه کې 500 کسان د خالد ساتونکي ووژل شو او د انګرېزانو له خوا ېو قومندان ټپي شوی و .

نوټ :
د زنجبار په نوم هېواد وروسته بېا د انګرېزانو څخه ازادي واخيسته . تر هغې څو کاله وروسته د نورو سيمو او ولسونو سره ېو ځای شول او د تانزانېا په نوم نوی هېواد ېې تشکيل کړ .
د راټولونې او ژباړې سرچينې :MyDescover.ru او ويکيپېډېا ساېټونه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button