د بلـبلـو غوغا تل په هغه ګل وي ــ چې صفت یې شي له رنګه هم له بویه

د بلـبلـو غوغا تل په هغه ګل وي ـــــ چې صفت یې شي له رنګه هم له بویه
د خوست په فرهنګپاله او ادبپاله لرغوني سیمه کې د ښایسته ګلونو عاشق بلبل د تڼیو د نـنګیال او توریال میړني ولس په منځ کې لکه پسرلنی خوشبویه ښیرازه ګل را ټوکیدلی دی . هغه په ګلونواوبشریت مین شاه ځلمی اود میني مجنون ښاغلی اوغښتلی امان الله خان دی چې د خوست میشته شاه ځلمیانو په منځ کې د ګلونو د بادشاه په نوم یادیږي .
د هغه په مینه ناکه سټه کې د خپل ولس اوخپل وطن سره د سرشارې میني لکه رښتیا دویم امان الله خان دی چې په ښیرازه ګلونو د چم ګاونډ مست ژڼکي اوخیالیګر ځلمي په ګلونو نازوي . د هغو د سر په پا کولونواو خولیوکې رنګارنګ ګلان ټومبي او د ګلونو په نمانځنې سره د خپلو همزولو په چوپړ بوخت او ځکه یې د ګلونو د پاچا یا بادشاه نوم ګټلی دی . هغه زما په اند نه یوازی د ګلونو پاچا بلکې د زړونو پاچا هم دی . چې د د ویرونو او سمندر،سمندرناخوالو اوغمونوپه بهیر کې خوست میشتي ځوانان د ګلونو په ډالیوخوشاله اوخندانه ساتې او د خپلو ملګرو په غوږ کې کله ناکله ښکلي ګلان ټومبي .
زموږ د زړونو پاچا او د ګلونو بورا اوشوقي بلبله ګران امان الله خانه !
تاسو په دغو مینه ناکو کړنو او د ګلونوپه ډالیو تلپاتې ویاړ اوافتخار وګاټه او هغو ته چې ځانونو ته انسانان وایې خوله بده مرغه د میرڅنواو دوښمنو په نغوته کرکه، ویره ،ترهه اومرګونه رامنځته کوي د عبرت او ورته د شرم ځای دی چې د ګلونوپرځای زموږ په شاه ځلمیانواو ملالو پیغلو بمونه شیندي .
ګرانه امان الله خان ! آدم خان خپله مینه درخو اومجنون خپله مینه لیلا ته ورکړه . او تا زموږ د زمانې هغه بې ساری اوسپیڅلی عاشق اوځوانپال ادم خان او مجنون یې چې مینه دې ګلانو ته ورکړه او خپل همزولی مفتون اوځوانان دې په مینه اوستاینه نه مړیږي او د ګلونوبادشاه دې بولي او زما هم د ژوند یو ارمان هم د تڼیو په دره ګي کلي کې ستاسوسره د لیدلوهیله ده . زه هم د پردیسی په دیار کې د ګلونو په روزلواو نازولو خپل د زړه دردونه ټکوروم او د خپلې پردیسانه باغچې ګلان مې هم نازوي اوخوشالي رابښي .
تل د ګل په څیر ښیرازه اوسې عمر دې د ګل مه شه . د ګلونو پاچا ! نه به تل دره ګی وي نه بې ډنډې ډکې وینه . خو ستا خآطري به تل د خوستیو اود بشریت په زړونو کې تلپاتې ژوندی وي . په مخ دې ښکلوم اود ګلانو په څیر ښکلې لاسونه دې په مینه.مینه څنډم .لاغوړیدلی اوتل روغمن اوښادمن اوسې .
اکبري ـ هالینډ ــ ۲۰/۲/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button