د بشر د حقوقو پایماله ورځ !؟

هو! نـن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۰ زکال د دسمبر لسمه نيټه د بشر د حقوقو نړیواله ورځ په ټوله نړۍ کې په شاندارو مراسمونمانځل کیږي . خوله بده مرغه دریغا! دریغا! دا ورځ په افغانستان کې د بشر د حقوقو پایماله ورځ ده چې افغانان یې د خپلوپه وینو لژند شهیدانو د جنازوپه ترسره کولو نمانځي .
همدا نـن ورځ د سهارپه مهال د لوی نـنګرهارد زرغونو بڼونو اون ارنج ګلونو بلبله ویانده او هوډمنه ژورنالیسته ۲۵ کلنه پیغله ملاله میوند د طاهر نامي موټر چلوونکي سره یوځای په ډیره نامردی اوبزدلی د انسانیت ، افغانیت، اسلامیت اوبشري اخلاقوضد وحشیانوله خوا په وسله واله نښته کې د هدفي وژنې ښکار او پخپلو سپیڅلو سرو وينو کې ورغړیده او د بشر حقوقو د نړیوالي ورځې یونه هیریدونکی خونړی سور ټپ شوچې دا غمجنه او ویرجنه پیښه په سیمه ییزه اونړیواله کچه په سختو غوسه ناکو ټکو وغندل شوه نه يواځي افغانستان بلکې ټوله نړۍ یې د غم او ویر په ټال وځنګوله اوملاله میوند د ټولي نړۍ اتله ملاله شوه . چې هرکال به د دغې نړیوالې ورځې د تجلیل سره جوخت د هغه نوم لکه د هسک اسمان ستوری ځلیږي اویاد به یې د نړیوال بشریت په خوله وي.
ځوانیمرګې اتلې ملالې میوند!
تیرکال د دسمبرپه څلورمه د افغانانو د زړونو سلطان او د لوی نـنګرهارد غیرتي ولسونو ستر خدمتګار او د نـنګرهاریانو کاکا مراد تیتسوناکامورا د خپلو پنځو تنو همکارانو سره ستا په شان په خورا نامردی او وحشت په شهادت ورسید . او لا د شهیدي انګیزي د شهادت غمیزه هیره شوي نه ده چې افغان ولس ستا د شهادت په ویر کیناستل او هم ستا د هم مسلکه هوډمنو او ژمنو ژورنالیساتو اتل شهید الیاس داعي اواتل شهید یما سیاوش د قبرونو خاورې وچې شوي نه دي چې څلویښتي دي ورسره ګډه شوه .
تاسو ته په لاره کې شهیدي ناهید،شهیدې فرخندې شهیدي روخسانې او نورو شهیدو پیغلو د سرو ګلونو ځولۍ په لاس کې نیولي اوهرکلي ته دې ولاړي دي . پام کوه اوښکي توی نه کړی .کټ،کټ ورته وخانده اوپه جګ اواز نارې کړه :
چې موږ میوندي ملالې نه مرو. مړه او نابود دی هغه وحشیان اوځناوروي چې د نامرده اورذیل دوښمن په لمسه د افغان ولس ویني بهوي . د دغو کرغیړنو او خونړیو کړنو غچ به هرومرو اخیستل کیږي.
اتلې ملالې میوند! ستا د پیغلتوب سپیڅلي ارمانونه ورژیدل .خوپړونۍ دې لکه د شمشاد هسکه څوکه لوړشو.
په درنه مزاردې د یادونو او ښکلو خاطرو ډیوې تل ځلانده اووړانګنې اوسه .
۱۰/۱۲/۲۰۲۰

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button