د بریا نالوستل‌ شوي رازونه!

۱- تر څو چې له سختیو څخه تېر نشئ، هېڅکله اسانیو ته نه رسېږئ. (کولین مک کارتي)

۲ـ که غواړئ ښه کار وکړئ او بریالي شئ، نو ښه ارام هم وکړئ، ځکه که ارام ونه کړئ، نو کار په سمه توګه نشئ ترسره کولی.

۳ـ تل هڅه وکړئ چې مثبت فکر ولرئ او پر خدای باور ولرئ، ځکه په هر ځای کې حاضر وي. له ماتې او تېروتنې څخه مه ډارېږئ. د نورو له قضاوت څخه هم مه وېرېږئ، خپل ځان له نورو سره مه پرتله کوئ.

۳ـ لنډ مهاله، منځني او اوږدمهاله موخې ځان ته وټاکئ.

۴ـ له بدلون څخه مه ډارېږئ.

۵ـ هېڅکله ارزښت لرونکې شیان اسانه نه ترلاسه کېږي، د هغه لپاره باید ډېره هڅه وکړو، چې ترلاسه یې کړو. (هامیلتون هولت)

۶ـ کله چې ماتې خورئ، نو پوه شئ چې خپرونه مو مکمله نه وه، حتماً کومه نیمګړتیا پکې وه، نو د دې لپاره له سره ځانته پلان جوړ کړئ او بېرته د خپلې موخې پر لور حرکت وکړئ. (ناپلئون هیل)

۷ـ هېڅکله د تېر مهال په هکله فکر مه کوئ، کومه تېروتنه چې مو ترسره کړې، همالته یې هېره کړئ یوازې د راتلونکې په فکر اوسئ.

۸ـ لوړې هیلې لرل، هر ناشونی کار شونی کوي. (بنجامین فرانکلین)

۹ـ تل زړور اوسئ، ځینې وخت زړورتوب ښایي تاسې ته ستونزمن شي، خو که لږ هم تاسې زوړور شئ، له ستونزو څخه مو خلاصوي. (رابرت ګرین)

۱۰ـ هغه څه چې موږ بریا ته رسوي، هغه زموږ وړتیا، ذاتي ځواک او زموږ خپل فکر دی، ځکه زموږ فکر زموږ د بریا معیار دی. (دنیس ویتلي)

۱۱ـ که په لومړي سر کې بریالي نشوئ، نو له هڅې څخه لاس مه اخلئ، دوام ورکړئ، خپلو موخو ته ورسېږئ. (ویلیام ویکسون)

۱۲ـ زموږ خپلې پرېکړې دي چې زموږ سرنوشت بدلوي. (انتوني رابینز)

۱۳ـ په یاد ولرئ د بریا لپاره تر ټولو اړین زموږ پرېکړې او اراده دي. (ابراهام لینکلن)

۱۴ـ تر بریا ماته موږ ته ډېر څه رازده کوي، هغه څوک چې هېڅکله تېروتنې نه کوي، هېڅکله یو ځای ته نه رسېږي. (راکفلر)

۱۵ـ په ژوند کې هر څومره ډېرې تجربې ترلاسه کړو، هماغومره مو فهم ډېریږي.

کاپی …

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button