د بریالیو ځوانانو د بریا راز

محمدشفیق شرفزی

که د بریالیو خلکو د بریالیتوب د راز په اړه غواړو پوه شو، نو باید د پوهې او عقل عینکې په سترګو کړو، لږ وخت شاته ولاړ شو او فکر وکړو، چې څنګه بې شمېره ځوانان خپلو هیلو ته رسېږي؟ او ولې ځینې نه بریالي کېږي؟
بریالتوب هېڅکله په جامد پاتې کېدو نه ترلاسه کېږي. هیلو ته رسېدل مازې په فکر کولو سره ناممکنه ده، که غواړې چې بریالی شې، نو هېڅ نوعه ستونزو ته مه تسلیمېږه! بلکه د لاسته راوړلو لپاره یې هر رنګه ستونزو ته غاړې وځه.
یو باچا یوه ورځ د دربار ټول عقلمند او فهمیده خلک را ټول کړل او ورته یې وویل ‘ زه له تاسې غواړم، چې یو داسې نصاب ترتیب کړئ، چې زما د هېواد نوي نسل ته پکې د بریالیتوب لارې ښودل شوې وي. زه مې د هېواد هر ځوان بریالی لیدل غواړم!’ نو ټول پوهان کیناستل او یو هزارصفته مسوده یې جوړه کړه او باچا ته یې وړاندې کړه. پدې کې د بریابیتوب ټول اصول، ضوابط حکمتونه، علمي خبرې د بریالیو خلکو تجربې او کیسې درج وې. باچا چې کله مسوده ولیده نو بېرته یې دوی ته ورکړه او ویي ویل ‘ دا ځوانانو ته هېڅ ګټه نه شي رسولی، دا په لنډو ټکو کې ولیکئ او بیا یې راوړئ!’ نو همداسې وشو مسوده اختصار شوه او بیا باچا ته تقدیم شوه. باچا بیا ورسره ونه منله او د دریم ځل لپاره یې ورته وویل، چې ځوانانو ته د بریالیتوب یو ټکی په متحد ډول ذکر کړئ، چې هغوی د بریالیتوب تر منزله ورسوي. بلاخره، د هېواد پوهانو ټول کتاب په یو جمله کې خلاصه کړ، چې (د خوارۍ او کوښښ نه بغېر بریا ناممکنه ده) نو دغه جمله باچا ومنله او همدا یې د ژوند د بریا لپاره اصل وټاکه.
بې زحمته راحت نه شته زما وروره
که راحت غواړې کوښښ ځان لره بویه
(شاعر)
همت او کوښښ سړی منزل ته رسوي. د ناکامۍ له امله مایوسه خلک به مو ډېر لیدلي وي، او خپله به مو هم ناکامي تجربه کړې وي، د هر ځل ناکامۍ وروسته یوځل بیا د بریا هڅه وکړئ!
په خپله ټوله مثبته اراده یې وکړئ!
په خپل ځان باور ولرئ!
خپل ځان ته ازرښت ورکړئ!
ځان ته یو بریالی انسان ووایاست!
تا که خپل ځان ته خپله ارزښت ور نه کړئ نور خلک هم ارزښت نه درکوي!
دغه جملې ځان سره تکرار کړئ؛
زه پیاوړی یم!
زه یې کوی شم!
زه ډېر ښه یم!
داځل هرو مرو بریا زما ده!
زه تر ټولو غوره یم! …
د بریالیتوب لمړی ګام د حوصلې نه بایلل دي.
وایي چې؛ د سکاټلېنډ هېواد چې کله د انګلېنډ لخوا اشغال شوی وو. نو د هغه وخت د سکاټلېنډ باچا (کېنګ بروز) اته ځله د خپل هېواد د آزادۍ په موخه پر اشغالګرو حملې وکړې، خو بریالی نه شو. نو یوه ورځ د سکاټلېنډ باچا (کېنګ بروز) ګوري، چې یوه غڼه خپلې ځالې ته د ختو هڅه کوي او ولېږي. غڼه اته ځله په نري تار هڅه کوي خو نه بریالۍکېږي. لا هم هڅه کوي او نه ناهیلې کېږي. بلاخره پر نهم وار خپلې ځالې ته د بریا سره رسېږي. ګینګ بروز، چې کله دا صحنه وګوري سمدواره پاڅي او خپل پوځ د نهم ځل لپاره چمتو کړي هماغه شي، چې خپل هېواد ته ستر ویاړ (آزادي) راوړي.
که د یو کار په ترسره کولو بریالي نه شو، نو د بیا ترسره کولو هڅه یې باید وکړو او د خپلې تېرې ناکامۍ اسباب ځان ته مالوم کړو او په یو نوي پلان ورشو باوري یم، چې بریا به زموږ وي. فقط ناهیلي کېدل زموږ د ناکامۍ او زوال سبب کېدی شي اوبس.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button