د بریالیتوب شل ټکي، شل انګېزې د ارواپوهنې له نظره

د بریالیتوب شل ټکي، شل انګېزې د ارواپوهنې له نظره
راټولونه: محب الله (رسولي)
د بریالیتوب له پاره یوازې هڅه اړینه نه ده، بلکې له هغو اصولو، تجربو سره پېژندګلوي او هغه عملي کول هم په ژوند کې کولای شي تاسې ډېر ژر خپلو موخو ته ورسوي. لاندې شل ټکی مو د بریالیتوب انګېزه لاپیاوړې او موخو ته مو په رسېدو کې ستاسې سره مرسته کولای شي.

۱- په خپل ذهن کې له خلکو څخه مثبت تصور ولرئ او په هر وخت کې حیرانوونکې او په زړه پورې خبرې کول د خپل ژوند فلسفې ته را دننه کړئ.
تازي متل دی وایي:
((انسان د خپلې ژبې ترشا پټ دی.))
د خپل ځان او نورو د توصیف په اړه له مثبتو، خوشالوونکو او درنو کلمو څخه کار واخلئ، پدې ترتیب هڅه وکړئ د یوه ژوندي او فعال کس په توگه شهرت پیداکړئ. دا شهرت به پر تاسو نور دوستان هم راټول کړي.
شور او شوق د بریالیو خلکو خصوصیت دی، خپلو ټولو کارونو ته په شور او شوق سره وگورئ، ترڅو ستاسې ترڅنگ نور خلک هم ستاسې او ستاسې له کاره سره مینه پیداکړي.

۲- خپل ځان ته ددې اجازه ورکړه چې خوشاله واوسې، نېکمرغي او خوشالي نه به تېر وخت پورې اړه لري، نه په راتلونکي نېکمرغي يوازې يو احساس دی، داسې احساس چې دقیقا په همدا اوس کې پېښېږي.
نېکمرغي د انسان د وجود يوه برخه ده، پکار ده چې په هغو باور ولرو او هغه احساس کړو.
دا عبارت ووایئ: (زه د نېکمرغۍ لايق يم)
نېکمرغي له هر شي څخه غوره او مقدمه وبولئ.
کوم څه چې لري، په هغو شکر وباسئ.

۳- زموږ ژوند، زموږ له فکرونو جوړ دی. بشر چې څومره د پېښو له فکرونو څخه ځورېږي، پخپله له پېښو څخه نه ځورېږي.
انسان چې کله د اشخاصو یا شیانو په اړه خپل نظر بدل کړي، ډېر ژر به متوجه شي چې هغه شیان او اشخاص هم دده په وړاندې بدلون مومي. هغه ځواک چې زموږ برخلیک بدلوي، هغه زموږ فکرونه او باورونه دي.
د بشر ټول اعمال دده د فکرونو او باورونو پایله ده.
په هر هغه څه چې فکر او باور کوئ، هغه شی ستاسې په ژوند کې وده پیداکوي، نو د ناوړو شیانو او پېښو پرځای په ښو پېښو او پدیدو فکر وکړئ، ترڅو هغه ستاسې ژوند ته را داخلې شي.

۴- تاسې له دې نه چې د نورو په شان نه یاست او ورسره توپیر لرئ، باید خوښ او راضي واوسئ او له هغه څه نه چې درکړل شوي دي، زياته گټه واخلئ.
د نورو کټ مټ پېښې مه کوئ، ځان وپېژنئ او هڅه وکړي، پخپله ووسئ. هڅه وکړئ خپل ارزښت مخ په بره یوسئ، د خپل ځان لپاره په ورځ کې یوه مرکه جوړه کړئ او له ځانه پکې وپوښتئ:
نن څه کولی شم چې د ځان د ارزښتمن کولو لپاره يې ترسره کړم؟
خپل ځان لکه څنگه یئ، مه وينئ، بلکې داسې يې ووینئ لکه
څنگه چې يې غواړئ!
((ستا اوسنی ژوند ستا د پروني انتخاب ثمره ده، نو د ځان لپاره د هر ډول انتخاب حقدار يوازې ته يې!))

۵- د انسان بدمرغي پدې کې ده چې هیلې او غوښتنې يې ډېرې دي، خو دی ورته یوازې دی.
ته په یوازېتوب سره نه شې کولی بریالی واوسې.
گوښه گیر بډای ډېر کم پیداکېږي!
د خلکو منځ ته ورشه او په خلکو کې نفوذ وکړه او پدې ترتیب د مختلفو خواو قوت له خپل قوت سره یوځای کړه او پرمخ ولاړ شه.
خو ځینې وخت د خلکو په خبرو کې ورک نه شې.
د خپلې پوهې په زیاتوالي کې د نور خلکو له نظریاتو څخه گټه واخله، مگر تصمیمونه دې د خپلو پایلو پر اساس ونیسه.

۶- خپلې هیلې او غوښتنې له ټولو جزیاتو سره په دقیق ډول د خپل ځان لپاره تعریف کړئ او بیا هغو ته په رسېدو کې هڅې وکړئ.
داسې خیالي هیلو ته په سر کې ځای مه ورکوه چې د واقعیتونو په نړۍ کې په واقعیت نه شي بدلېدلی.
د هغو هیلو لپاره هڅه وکړه چې ترسره کېدل یې کېدای شي او ستا له علاقو او ارزښتونو سره سمون خوري.
ناشونې غوښتنې موږ د ژوند له واقعیتونو څخه لرې کوي. له واقعیتونو سره ژوند وکړه.
څه شی چې په لاس نه شې راوړلی، ارمان یې مه کوه. خپلو غوښتنو ته د رسېدو لومړی گام، د روښانه او تعریف شویو غوښتنو لرل دی.
خلک د خپل ژوند په اوږدو کې هڅه کوي چې په يوه زينه پورته وخېژي، مگر کله چې پرې ترپایه ورسېږي، هلته یې تازه ځان ته پام شي چې خپله زينه يې د اشتباه دېوال ته درولې ده؟

۷- ایا د خوشالو او ښه چلندو خلکو سره اوسئ
که معترضو او بدچلندو خلکو ستاسو شاوخوا نیولې ده؟
ایا پخپله د خوښۍ په لټه کې يئ؟
که ددې انتظار کوئ چې خوښي راشي او ستاسو په کور راننوځي.
((خوښي نه راځي، تاسې ورپسې ولاړ شئ او را پیدا یې کړئ.))
دا تاکیدي عبارت (د جهان ټول نعمتونه زما لپاره دي) ووایئ، مهمه نه ده، چې لومړی دې په هغو باور ولرئ.
که چېرې د کامیابۍ او نعمتونو په لټه ووځئ، هغه به په هر ځای کې پیداکړئ.
((بدمرغي له هغې کړکۍ نه راننوځي
چې پرانیستې مو پرې اېښې ده.))

۸ – د احساساتو څرگندول د ژوندانه غوښتنو ته د رسېدلو بهترینه لار ده. احساساتي افراد د بېلابېلو مسائلو په وړاندې فعال او لېوال وي.
احساسات موږ له خپله ځانه د باندې راوباسي او ځواکونو ته مو ددې امکان ورکوي، چې په یوه رغنده مسیر کې فعالیت وکړو.
د هغه چا په شان چې تاسې يې د ژوند آتل بولئ، عمل وکړئ.
((علاقه مند او ليوال واوسي
نړۍ به ستاسو علاقې او لیوالتیا ته ځواب ووايي!))

۹- موږ انسانان عجيبه موجودات يو، خپلو برياؤ ته زیات اعتبار ورکوو، هر کله چې کوم بریالیتوب ته ورسېږو، غواړو ټول عالم په ځان راخبر کړو او په طبعي ډول له دې سره زیاته مینه لرو چې خپله هره بريا يوه او بل ته ور وښيو.
((موږ هغه وخت خپل ژوند معنادار احساسوو، چې وپوهېږو په نړۍ کې يو مؤثر رول لوبوو.))
د خپل ځان د مؤثریت لپاره په ذهن کې کومه نقشه او تصمیم لرې، هغه په یاد راوړه؟
((سخت کار وکړه سخته لوبه وکړه او نړۍ ته بدلون ورکړه!))

۱۰- کله چې د کوم کار لپاره ملا تړې، د نھیلۍ او مایوسۍ یاد له ذهنه وباسئ…
د هیلو او امید بېلگه د لمر غوندې ده، څوک چې ورته مخه کوي، ستونزې او غمونه يې لکه سیوري له مخې لرې کېږي.
که هر څه وي، وي دې، ستا دنده دا ده، چې هوډمن او هیله من واوسې، ستا هیلې په ډېر څه ارزي!
متل دی، وايي:
((د روغتیا خاوند هیلې لري او د هیلو خاوند هرڅه.))
پرېږده چې نور خلک ناهیلي شي، مگر ته نه!
نهیلي د ګور په لور لومړی گام دی…
په پوره زړه ورتیا سره را پاڅه نهیلي ایسته واچوه او تر وروستۍ سلگۍ پورې هیله من و اوسه!

۱۱ – د خپل بریالیتوب لپاره لاندې ټکي عملي کړه او نتیجه يې وگورہ:
ـ له خلکو سره داسې چلند وکړه، لکه څنگه يې چې له دوی څخه د ځان په حق کې توقع لرې.
ـ نوي ملگري پیداکړه، مگر زاړه ملگري دې هم له لاسه مه ورکوه، ځکه کوم کارونه چې انډيوالۍ کوي، هغه ډېر څه نه شي کولی.
ـ ځان غښتلی ونیسه، که چېرې له زړه نه غښتلی هم نه وې، خلک به نور باور هم در باندې وکړي.
ـ په لويو فکرونو کې فکر وکړه، اما له وړو خوښیو څخه خوند واخله.
ـ هېڅکله څوک مه ناهیلي کوه، کېدای شي، هغه به له هیلې پرته بل هېڅ نه لري.
ـ هېڅکله خپل موفقیت له واقع کېدو څخه مخکې مه اعلانوه.

۱۲- خپلو کارونو ته نظم او ترتيب وبښئ، تاسو به د پوځ قطارونه د حرکت په حال کې لیدلي وي، که لومړی قطار سم مزل ونه شي کړای، نو دویم قطار نارامه وي؛ ځکه د دویم قطار پرمختگ په لومړي قطار پورې تړلی وي.
همدغه حال د کار او بار هم دی، که تر لاس لاندې کارونه دې
سملاسي يو په بل پسې تر سره نه کړل، نو کارونه در باندې زیاتېږي او په پایله کې ستا له پرېشانۍ او وارخطایۍ پرته بل ثمر نه لري؛ ځکه د انسان ماغزه دومره توان نه لري چې يو درجن کارونه په يو وخت تر سره کړي.
((كله په کوم کار بوخت وې، کار کوه او کله چې په کومه لوبه بوخت وې، لوبه کوه؛ مگر دا دواړه سره مه گډوه.))

۱۳- هر کله نه شو کولای له پرونيو معیارونو سره ژوند وکړو، بلکې پکار وي چې د نن لپاره له نننیو معیارونو کار واخلو.
تېر وخت له راتلونکي سره مساوي نه دی؟
ډېر داسې کارونه شته چې نور کله مو نه شوای کولای، مگر اوس پرې توانېدلی شو.
څوک چې په ځان باور لري، هغه مسئولیت منونکی وي او په
قاطعیت سره تصمیم نیسي.
که امکانات لرئ او که يې نه لري، لوی او د کېدو وړ هدفونه وټاکئ.
ستاسو په نظر څه ډول کولای شو، د «زه کولی شم» شعار په چټکی سره عملي کړو؟!

۱۴- هره ورځ خپل ځان په یوه نوي لقب سره ونوموه او هغو ته ژمن واوسه او پدې ترتیب اجازه ورکړه، ترڅو دا لقب په تاكې يو شرط وگرځي.
همدا اوس کولی شې هغه نوی شخصیت د ځان لپاره دې انتخاب کړی ؤ، را ژوندی کړې.
له ځانه وپوښته: له دې اوسني شخصیت سربیره به کوم بل څوک هم و اوسم؟
((د هغه څه د تر لاسه کولو لپاره چې نه یې لرې، باید داسې څوک شې چې تراوسه نه وي))
زه باید بدلون را منځته کړم، نور له ما سره مرسته کولی شي، مگر ددې بدلون مسئول زه پخپله يم، خو که چیرې دا بدلون را منځته نه کړم، په ژوند کې به څه شی له لاسه ورکړم؟!!!
((بدلون د ژوند اساسي واقعيت دی.))

۱۵- له کوم شي څخه چې استفاده ونه کړو، ورو په ورو له منځه ځي، که چېرې له خپل زړورتوبه استفاده ونه کړو، زړوتوب مو کمېږي.
که چېرې خپل استعداد ونه کاروو، هغه به کمزوری شي.
چېرې خپله اراده او توانايي په خوځښت رانه ولو، هغه به له منځه ولاړ شي.
تاسې خپل ځواکونه وسنجوئ.
تاسې ډېر څه کولای شئ، ځان ته په کمه سترگه مه گورئ.
((د انسان بدن د هغو د اروا بهترین تصویر دی…
آیا پوهېږئ چې ستاسې بدن، ستاسې د ننه څه وايي؟!))
((فكر وکړئ او بیا ووایي، پدې آزاده نړۍ کې فقر، غریبي او تنگ لاسي نه شي کولای د انسان د پرمختگ مانع شي!))

۱۶- د ښوونځي په پرېښودلو سره زده کړه په پای نه رسي.
موږ هېڅکله له زده کړې څخه لاس نه اخلو، همېشه د يوڅه د کشفولو او زده کولو لپاره شته.
ورځنیو مسایلو ته دقيق شي، یوازې له کتابه زده کړه نه کېږي… له ژوند څخه زده کړه وکړئ… موفقو خلکو ته وگورئ، د هغوی غورځې پرځې کشف کړئ او د هغوی مهارتونه په ځان کې پیداکړئ.
همداراز له ځانه يې زده کړئ، خپلې حقیقي توانایی وپېژنئ، خپلې ټولې تجربې ورسره غبرگې کړئ او پرمخ ولاړ شئ.
( تجربه هغه سرلیک دی، چې هر څوک يې خپلو غلطيو ته عنوانوي.)
【اوسکار وایلد】
( یوازې حقیقت کولی شي، چې تاسو ته رښتینی شهرت دروبښي.)

۱۷- هر شی خپل ورته شی جذبوي…
ته په خپله د هستۍ تر ټولو پیاوړی مقناطیس ېې؟
ته په خپل باطن کې د جاذبې قدرت لرې، چې په دې دنیا کې تر بل هرشي پیاوړی دی او دغه نه اټکلېدونکی مقناطیسي قدرت ستا له خپلو افکارو خپریږي…
هر مثبت فکر خپل مثبت فکر جذبوي…
د يوه انسان په توگه زمونږ دنده دا ده، چې د هغه څه په هکله فکر وکړو چې غواړو ېې، او هغه څه چې غواړو یې، په خپل ذهن کې ېې مشخص کړو… په دغه وخت کې د کائیناتو يو ستر قانون یعنې د جذبولو قانون ورته رابولو او ته هماغه شی ترلاسه کوې چې فکر یې کوې…
همدا اوس ستا ژوند ستا د پخوانیو افکارو انعکاس دی…
((ځان په پرېمانه نعمتونو کې وگوره او داسې فکر وکړه، چې
پرېمانه نعمتونو کې ژوند کوې، که داسې وکړې هغه به جذب کړې، دغه چاره په هر پړاو کې او د هرچا لپاره امکان لري.)) «باب پراکټر»

۱۸- آیا کله چې غواړئ له خپل وخت څخه ډېر خوند واخلئ، ټلویزیون گورئ؟ سگرټ لگوی؟ او که ویده کېږي؟
آیا له سختی څخه د تېښتې او د آرامۍ د لاسته راوړلو لپاره له دې څخه نورې ښې او مثبتې لارې هم په پام کې لرئ؟
آیا په داسې بېلابېلو انگېرنو اخته یاست چې پر ژوند مو یې اغېزه کړې وي؟
آیا په ژوند کې مو داسې څه شته، چې غواړئ ښه توب ورکړئ؟
د بریالیتوب يو تعریف دا دی: داسې ژوند وکړئ چې په ډیره آسانی سره ترې خوند واخلئ، له کړاو سره هم مخ شئ او تل داسې کار وکړئ چې د شاوخوا وگړي هم ستاسو له کار څخه خوند واخلي.
دې تعريف ته په کتو سره، تر کومه بریده بریالي یاست؟ ددې لپاره چې نن، له خپل ژوند څخه خوند واخلئ، څه کولی شئ چې ترسره کړئ!؟

۱۹- که چېرې خپل ژوند د جگړې میدان وگڼئ، ډېر به سخت وي؛ امکان لري په هغه کې ورک شئ، پدې ډگر کې به ټول خلک ستاسې په دښمنانو واوړي.
مگر که چېرې ژوند يوه لوبه وگڼئ، ډېر به ننداريز وي. نو ژوند ته کومه تشبه ورکول غواړئ؟
کېدای شي ژوند ته د سرگرمۍ ورکولو له مخې هغه يوه لوبه وگڼئ، ځینې وخت پکار وي چې ژوند يو مقدس سفر وگنئ او د هغو په لړ کې په ځينو نعمتونو لکه په دوستانو، کورنۍ او نورو امتیازاتو باندې شکر وباسئ. همداسې کله نا کله کولای شئ د ځينو ناوړو حالاتو څخه د تېرېدو په موخه، ژوند د يو امتحان په ډول ومنئ. که چېرې ستاسې لیدلوری د ژوند په وړاندې بدل شي، پخپله به د ژوند په نسبت ستاسې فکر، احساس او عکس العمل هم بدلون ومومي، نو همدا اوس هغه مثبت او رغنده تشبهات چې د ژوند په مفهوم يې وړاندې کوئ، ولیکئ…

۲۰- موږ ټول هیلې لرو، موږ ټول هڅې کوو چې په خپل ځان او روان کې د یوه استعداد په شتون باور ولرو… موږ ټول پدې تلاش کې يو، چې بدلون رامنځته کړو او نور خلک تر خپل اغېز لاندې راولو او تر دې پورې هڅه کوو، چې نړۍ په يوه بهتره مکان باندې بدله کړو.
په همدې لحظه کې له خپلو غوښتنو څخه يوه په یاد راوړه! ښایي دا غوښتنه دې هغه هیله وي، چې نوره دې له یاده وتلې ده.
څه فکر کوې، که چېرې دا غوښتنه ستا په وجود کې د يوې هیلې په ډول پاتې وای، ستا په ژوند کې به څه حالت راغلی وای؟!
ددې متن په همدې ځای کې ژور فکر وکړه او یوازې له هغه څه نه چې په ژوند کې يې د زړه له تله غواړې، یوه هیله او خوب جوړ کړه، او په هغو کې ډوب شه!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button