د اوږې او مزغي درد یا کولنج

محمد قدوسي

یو کس وايي : تېر کال مي په اوږه کي ډېر سخت درد پیدا شو، ډېري دواګاني، ګولۍ او ستني مي ولګولې هېڅ ګټه يې ونکړه، روغتون ته ولاړم هلته مي د خپل نوبت انتظار اېست چي غږ مي واورېد يو څوک راته نارې وهي، چي ومي کتل يوه بوډۍ ښځه چي په خوځنده کرسۍ کي ناسته وه راته وې ويل: بچيه ! څه در پېښه ده؟

ما وېل : مورې څو ورځي کېږي په دې اوږه کي مي درد دی مړ يې کړم، وېل د ما زوی هم له دې کولنجو شکايت درلود دالله تعالی په فضل ور څخه جوړ شو زه به نسخه در وښيم هغه وکاروه الله تعالی به خیر کړي.

نسخه يې راوښودله چي کورته ورسېدلم هغه مي جوړه او وکاروله پدې سبا درد ډېر آرام شو، دوه ورځي وروسته بالکل ختم شو اوس چي هغه بوډۍ نشته خو زه په غیاب کي دعاګاني ورته کوم.

نسخه :

یوه پیاله د زيتون تېل دوه قاچوغي سونډ پاوډر، دوه قاچوغي مالګه، دوه قاچوغي زېره پاوډر، دوه قوطي ویکس .

د تیارولو او استعمال طرېقه :

هر کاره به راواخلې د زيتون تېل به پکي واچوې په اور به يې کېږړې چي ګرم شي بیا به مالګه ورواچوې بیا به سونډ ورواچوې بیا به زېره وراچوې خو هر يو چي ور اچوې په قاچوغه به يې لړې او په ترتېب به هر يو یو په بل پسې وراچوې، بیا به اور ووژنې او دوه قوطي ویکس به ورواچوې په چمچه به يې ښه ولړې چي ښه سره ګډ شي بیا به يې د شېشې په يوه مرتبان کي واچوې او سر به ټېنګ پسي وتړې بیا به په دې ملهمو اوږه په ورځ کي يو يا دوه ځلي مالش کوې تر لسو دقيقو پوري او چي تر څو بشپړ روغېږي دا نسخه کاروه.

کومه چي پاته شوه هغه وساته بیا به یا ستا یا دبل چا ضرورت شي الله تعالی مو له هر ډول ناروغيو وساته.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button