د اومیندوارۍ پر وخت خواړه

روضیه بهیر
‍‍روحي غذا:

مونږ مخکې په ډول ډول خوړو بحث وکړ که یو څوک ښه خواړه یا غذا ونه خوري په ناروغیو اخته کېږي، خو د شپږو اساسي خوړو سر بېره د انسان روح هم روحي غذا ته اړتیا لري چې دا غذا له اسلامي عباداتو او تقوا څخه عبارت ده. په دې اړه اسلام د حامله میرمنو رواني اړخ ته ښه پاملرنه کړې ده.

د ر وح په اړه په قران کریم کې داسې یادونه شوې ده : (( ویسالونک عن الروح قل الروح من امر ربی و ما اوتیتم من العلم الا قلیلا)) اسرء سورة ایات ۸۵ . ژباړه(( له تا(ای محمد) نه د روح په اړه پوښتنه کوي(چې څه شی دی) ووایه: روح هغه څه دی چې یوازې پروردګار مې په هغه خبر دی. ځکه چې د پوهې (علم) لږ برخه تاشو ته نه ده درکړل شوې).

یعنې روحي ناروغي کنترول په عبادت کېږي څومره چې یو انسان پرهیزګاری وي او په شپه او ورځ کې څو ځل د الله (ج) ذکر کوي نو دا ناروغۍ به یې ورکه وي او زړه به یې ډاډمن او په ژوند کې به خوشحاله او نیک بخت وی، نو حامله میرمنو ته په کار ده چې همیشه خپل وخت په عبادت کې تېر کړي او د ګناه او نورو ناوړه کارونو څخه چې اسلام منع راوړې ځان لرې وساتي. مخکې مو وویل چې عبادات بېلابېلې معنوي، او جسماني ګټې لري چې په لاندې ډول به یوازې د روژې یادونه وکړو چې څومره حکمتونه په کې نغښتې دي.

د روژې د ګټو په اړه ډېرو ډاکټرانو اوس تجربې کړې چې د ډېرو ناروغیو مخه نیسي مونږ یې په لنډ ډول نومه اخلو:

۱ – زهریات په روژه تداوي کېږي یعنې که انسان روغتیا هم ولري کیدای شي یو اندازه زهر د هغې په بدن کې داخل شي چې د دې زهرو د له منځه وړلو بله لار نشته غیر له روژې څخه. د ژوند په اږد و کې دوه کیلو ګرامه زهر د اوبو څخه اخیستل کېږي.

۲ – د نفسي اضطراباتو یا اندېښنو لویه درملنه روژه ګڼل کېږی لکه تبه او د انسان د بدن سلولو نو ته ارامتیا وربښي او زهري مواد د انسان له بدن څخه پاکوي چې روژه لرونکي ته یو ارامه نفس په برخه کېږي.

۳ ـ د وزن د زیاتوالي مخنیوی کوي. کله چې څوک روژه ونیسي هغه شحمیات او قندي مواد چې د هغه په وجود کې زخیره شوي هغه مصرفیږي او د انسان د بدن مضره مواد له منځه ځي.

۴ ـ په روژې سره د انسان روغتیا ښه کېږي او د زوړوالي څخه مخنیوی کوي هغه څوک چې به منظمه توګه روژه نیسي د بدن سلولونه یې پاک وي او زر نه زړیږي.

۵ ـ د سکرت څښل له منځه ځي. د روژې نېول د سکرټو په پرېښودلو کې مرسته کوي او روژه د انسان په بدن کې د یوې وسلې په توګه کار کوي او د بدن زهري مواد له منځه وړي او وینه پاکوي.

۶ـ د هډوکو دردونه په روژه علاج کېږي. د ملا درد او د غاړې او د نورو هډوکو دردونه په روژې سره کمېږي.

۷ ـ د هاضمي سیستم مرضونه په روژې سره له منځه ځي او انسان ته روغتیا وربښي.

۸ – د ویني فشار په روژې سره کنټرولیږي.

۹ – شکر د ناروغۍ مخنېوی کوي.

۱۰ ـ نفس تنګي هم په روژې سره علاج کېږي. د نفس تنګي او هاضمي سیستم کې چې کومې ستونزې وي هغه په روژې سره تداوی کېږي.

۱۱ – زړه په روژې سره روغتیا پیدا کوي او په رګونو کې یې د وینې جریان منظم کېږي.

۱۲ – د جیګر هر ډول ستونزې درملنه په روژې سره کېږي.

۱۳ ـ جلدي ناروغۍ لکه خارښت، حساسیت په روژې سره له منخه ځي ځکه په روژه کې پوستکي (جلد) نرمېږي.

۱۴ ـ د پښتورګو تیږې درملنه په روژې سره کېږي.

۱۵ ـ د سرطان ناروغۍ مخنېوي په روژې سره کېږي. روژه د سرطان او نورو نارغیو په مخنیوي کې رول لوبوي.

۱۶ ـ روژه په وقایوی طب کې اول نمره وسله ګڼل کېږي. (خود را به قران معالجه کنید: ۷۳ ۸۰ مخ).

عبدالمجید رشید پور په خپل اثر(ولې ځورېږو) کې هم اروايي خوړو تر عنوان لاندې لیکلي: (( له شکه پرته اروا هم هڅو، فعالیتونو او عذا ته اړتیال لري، پوهانو د انسانانو د اړتیاوو، عذايي مواد په دوو ډولونو ویشي: انسان پر جسماني غذا سربېره اروايي غذا ته هم ضرورت لري بې له شکه چې انسان دویم ډول خوړو ته زیاته اړتیا لري.

یو ډول اروايي خواړه چې د ټولنې خلک ورته زیاته اړتیا لري ، د شخصیت ساتنه ده، لوی او واړه ټول خلک هڅه کوي کار او چلند یې د نورو خوښ شي، چې په اروايي لحاظ هم ورته امتیاز ورکړي لکه څنګه چې ماشوم وېده کېږي، ورځ په ورځ یې قد لوړیږي، خو په اروايي جنبو کې بیا دغه اړتیا په غوڅ ډول زیاته لېدل کېږي)) (ولې ځورېږو: ۶۳ مخ).

همدا ډول د حاملې میرمنې له پاره غوسه خطرناکه ده چې په ماشوم او مور په روغتیا وضعیت بد تاثیر پرېباسي حتي که د خوراک په وخت څوک غوسه شي، نو په هاضمې سیستم کې کې هم ستونزې پیدا کوي.

په اسلام کې هم د غوسې څخه مخنیوي امر شوي ، نو څوک که په غوسه وی هغه باید اودس وکړي او دوه رکعته نفل لمونځ دې ادا کړې له دې وروسته به د خدای په مهرباني سره روح ارامتیا پیدا کړې او عصبي فشارونه به یې هم کم شي.

عبدالمجید رشید پوري لیکلي : (( په لرغوني چین کې دا دود و چې کله به څوک په غوسه کېده، ژر به یې د اوبو لوښې ورکاوه او هغه به هم اړو چې تر پایه یې وڅښي، نو په دې توګه به یې اروايي ستونزې لږېدې او تر څښاک

په لنډه توګه ویلای شو په هغه څه چې اسلام مونږ ته امر کړی که هغه عملي کړو په دې دنیا او اخرت کې به هم نیکمرغه یو او هر وخت به د خپل پروردګار د رحمت پلوشي له مونږ سره وی هېڅ ډو ل تشویس، ویره، غم او پریشاني به له مونږ سره نه وي، نو حامله میرمنې دې هم په دې حساس دوران کې ناروا خوراک ونه کړي او په عباداتو کې دې هیڅ سستوالی نه روالی همیشه دې د رب عبادت او ذکرونه کوي نو مور او ماشوم به د ښې روغتیا خاوند وي او ښه راتلونکی به هم ولري.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button