د انارو حيرانوونکي روغتيايي ګټې

ریاض مقامزی
انار یو له مشهورو ميوو څخه ده، چې د نړۍ په ګوټـ ګوټ کې خپل مينوال لري. د ځانګړي خوند سره ـ سره ګڼې روغتيايي ګټې هم لري. په دې لیکنه کې به یې تاسو پر ځينو ګټو وپوهېږئ.

۱. له ويټامينونو ډکه مېوه ده
“۱۷۵” ګرامه انار ويټامين سي ته د انسان اړتيا ۳۰% پوره کوي. همدارنګه ويتامين K ته یې اړتيا ۳۶ سلنه بشپړوي. له ده ور هاخوا په کافي اندازه اسیدفوليک او پوتاشیم هم لري. خواږه انار ۲۴ ګرامه قند او ۱۴۴ کیلو کالوري انرژي هم لري. خو د شته ويټامينو له امله پر دې عیب سترګې پټولی شو.

۲. د التهاب ضد خاصيت لري
په انارو کې شته مواد د عفونت او التهاب مخه نیسي په ځانګړي توګه د انسان په هاضمي سیستم کې د التهاب مخه ډبوي. څېړنې ښيي چې هره ورځ ۲۵۰ ملي لیتره د انارو اوبه څښل په درېيو مياشتو کې التهابي علایم یو پر درې را کموي.

۳. د تومور د ودې چټکتيا ټيټوي
د انارو یوه مهمه ځانګړتيا چې څېړنو ثابته کړې ده، د تومورونو د چټکې ودې مخنيوی دی. وروستي تحقیقات ښيي چې د ورځې یو ګیلاس (۲۵۰ سي.سي) د انارو اوبه څښل د سرطاني سلولونو وده په کافي اندازه کموي. باید ووایو چې دا درملنه نه ده، بلکې یوه ښه وقایه یې بللې شو.

۴. د وینې فشار
د وینې لوړ فشار د زړه د حملې او مغزي سکتې په څېر د جدي روغتيايي ستونزو سبب کېږي. په مناسبه اندازه د انارو اوبه څښل مو د وینې فشار برابر ساتي. همدارنګه د زړه او رګونو د سلامتيا لپاره ګټور ثابتېږي.

۵. د زړه ناروغۍ
د انارو او یا هم د انارو د اوبو منظم خوراک مو د وينې غوړ کموي. د وينې غوړوالی مو رګونه بندوي او د زړه د حملې ګواښ ډېروي. نو د کلسترول د کموالي لپاره د انارو کارول بې ګټې نه دي. د نورو ډېرو ګټو ترڅنګ د زړه ناروغيو لپاره ښه وقایه ده.

۶. د حافظې ښه والی
څېړنې ښيي چې ناروغانو ته له عملیات وړاندې د انارو ۲ ګرامه شيره ورکول کېږي، له جراحۍ وروسته یې د حافظې له لاسه ورکولو خطر کمېږي. همدارنګه عمر خوړلو خلکو ته د ورځې یو ګیلاس انار د هغوی د حافظې په ساتلو کې مرسته کوي.

۷. انرژي
پر ورزشکارانو شوې څېړنې ښيي، چې له تمرین ۳۰ دقیقې وړاندې د انارو یو ګرام شيره خوړل د وینې د جریان په ښه والي کې مرسته کوي. دا چاره د ستړيا، دردونو او لټۍ په کمښت کې ګټوره ده. همدارنګه د اندامونو تناسب هم اغېزمنوي. البته په دې برخه کې لا څېړنې روانې دي. دا يې لومړنۍ پايلې دي.

Exit mobile version