د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (دوهمه برخه)

کله، چې امیر تیمور ته زما د نوم خبر ورکړل شو؛ نو، زما د نوم سره یې د (مغربي مالکي قاضي) الفاظ زیات کړل، تیمور زه وغوښتلم او کله چې خیمې ته ورغلم؛ نو د خوراکونو قابونه یې له مخې تیریدل، دا قابونه هغو مغلو ته وړل کیدل، چې د دایرې په شکل د خیمې مخې ته ناست وه.

په داخلیدو سره مې سلام وکړ، هغه خپل سر اوچت کړ، خپل لاس یې ماته راکړ او ما یې لاس چپ کړ، بیا یې ماته د کیناستو اشاره وکړه، وروسته یې یو معتبر حنفي عالم عبدالجبار بن النعمان راوغوښت، هغه د خوارزم اوسیدونکی وه، هغه یې ددې لپاره راوغوښت، چې زموږ دواړو تر منځ د ژباړن دنده تر سره کړي او هغه ته یې هم د کیناستو حکم وکړ.

هغه زما نه پوښتنه وکړه، چې ته د مغرب د کومې سیمې نه راغلی یې او د څه لپاره راغلی یې، ما ورته وویل، زه د حج د فریضې د اداء کولو لپاره راوتی وم، زه د سمندر له لارې مصر ته راغلم.

تیمور زما نه پوښتنه وکړه، چې الظاهر (سلطان) ستا سره څنګه رویه وکړه، ورته کړه مې، هغه زما درجه ومنله، زما یې قدر او مهمان نوازي وکړه او د حج د سفر لپاره یې توښه هم راکړه، الله دې په هغه رحم وکړي، تیمور زما نه پوښتنه وکړه، هغه ته څنګه قاضي مقرر کړې، ورته کړه مې، د الظاهر د وفات نه یوه میاشت مخکې د مالکي مسلک قاضي وفات شو، هغه فکر کاوه، چې ددې لپاره زه (ابن خلدون) وړ شخص یم، هغه زه په دې دنده مقرر کړم؛ خو، یوه میاشت وروسته هغه ومړ، هغو خلکو چې زه یې نه خوښیدم، زما پر ځای یې بل قاضي مقرر کړ، الله دې هغوی ته جزاء ورکړي.

بیا یې زما نه پوښتنه وکړه، ته چیرته پیدا شوی یې، ورته کړه مې، په مغرب کې دننه، چیرته چې زه د ملک الاعظم سکرتر وم.

هغه وپوښتم، په مغرب کې د دننه څخه مطلب څه دی؟.

ورته کړه مې، د هغه ځای خلک دننه هغه ځای ته وایې، چې ډیر وروسته پاتې وي.

بیایې پوښتنه وکړه، فاس چیرته دی؟ ورته ومې ویل، دا د غرونو په منځ کې پروت ځای دی او بن مرین د حکومت مرکز دی.

ما ورته وویل، زه به ستا د لاس لاندې کار کوم. کله، چې د هغه څخه تلم؛ نو، هغه څه مې ورته ولیکل، چې هغه یې غوښتنه کړې وه او هغو لیکلو ته یې کتابي بڼه ورکړه.

خپلو خادمانو ته یې اشاره وکړه، چې ده ته د خیمې څخه ډوډۍ راوړۍ، ډوډۍ یې د هغې خیمې څخه راوړه، چې د (رشته) په نوم یادیده او ددې خیمې خلک د ډوډۍ په تیارولو کې زیات ماهر وه، د خوراکونو څو ډوله قابونه یې راوړل او زما مخې ته یې کیښودل، زه ودریدم، هغه مې واخیستل، ومې خوړل او ومې څښل، دا کار د امیر تیمور ډیر خوښ شو.

بیا کیناستو او ټول غلي وو، هغه کار چې د شافعي مسلک د قاضي القضات صدرالدین المناوي سره شوی وه، په ویره کې یې اچولی وم.

ما وویل، الله دې تا ته بری در په برخه کړي! د نن نه دیرش، څلویښت کاله پخوا زه ستا د لیدو لیواله وم، ژباړونکي عبدالجبار وویل، او ددې وجه څه وه؟.

ورته کړه مې: ددې دوه وجې دي، لومړی هغه یې داده، چې ته سلطان العالم او د نړۍ حاکم یې، زه یقیني یم، چې د ادم علیه السلام نه واخله، تر دې وخت پورې به ستا په شان کوم بل واکمن نه وي تیر شوی، زه د هغو خلکو څخه نه یم، چې بې ثبوته خبرې کوي، زه د علم خاوند یم او دا خبره ثبوت ته رسولی شم، وروستني او مخکیني ټول پر دې خبره متفق دي، چې د نړۍ زیات خلک په دوه ګروپونو باندې ویشل شوي دي، عربان او ترکان، تاسو ښه پوهیږئ، چې عربان هغه وخت قوي شول، چې کله هغوی د خپل مذهب په پیروی کولو باندې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر شاوخوا باندې راټول شوه او د ترکانو خبره داده، چې د ایران د واکمنو سره جګړې او د افراسیاب لخوا د ایرانیانو او خراسان نیول، او د نړۍ ستر پاچاهان، هغه که کسری، قیصر، سکندر او یا هم بخت نصر وي، هغوی (ترکانو) ته نشي رسیدای، کسری د ایرانیانو پاچا وه؛ خو، ایرانیان له ترکانو سره کله جګړه کولای شي، بخت نصر د بابل او نبطیانو حاکم وه، د هغه او ترکانو جګړه؟.

دویمه وجه، چې زه یې د امیر تیمور د لیدو لیواله کړی وم، هغه داده، چې ستا په اړه ماته او ستا ټوله قیصه په مغرب کې ما اوریدلې ده.

هغه ماته وویل، تا د کسری، قیصر او سکندر تر څنګ د بخت نصر نوم هم واخیست، په داسې حال کې، چې بخت نصر هغوی ته نه شي رسیدای، هغوی ټول ستر پاچاهان وه.

هغه بیا زه وپوښتم، بخت نصر د کومو خلکو پورې تړلی وه؟ ورته کړه مې، د هغه په اړه په خلکو کې اختلاف موجود دی، ځینې وایې، چې د نبطیونو سره یې اړیکه درلوده، یانې د بابل د وروستیو پاچاهانو سره او ځینې وایې، چې هغه د لرغونو ایرانیانو څخه وه.

هغه وویل: ددې مطلب دا شو، چې هغه د منوجهر د اولادې څخه وه؟

ورته کړه مې، هو دا درسته ده او همداسې مشهوره هم ده. خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ او ویې ویل: موږ د خپلې مور له طرفه د منوشهر سره اړیکه لرو، ما ژباړونکي ته وویل، دا دویمه وجه وه، چې زما په زړه کې یې د امیر تیمور سره د لیدو لیوالتیا پیداکړې وه.

بیا امیر وویل: د بخت نصر په اړه په دې دوه نظرونو کې ستا لپاره کوم نظر قوي بریښې؟ ورته کړه مې، هماغه چې هغه د بابل د وروستیو پاچاهانو څخه وه (نبطیانو څخه)؛ خو، هغه دویم نظر ته ترجیح ورکړ، ورته ومې ویل، راځۍ د طبري نظر وګورو، چې هغه څه وایې، هغه داسې مؤرخ دی، چې څوک د هغه په رایه باندې د بل چا رایې ته ترجیح نه ورکوي، هغه وویل، د طبري د قول منل خو واجب نه دي، ژباړونکی دې ایراني او عربي کتابونه راوړي او تا سره دې بحث وکړي، ورته کړه مې او زه به د طبري په رایه باندې بحث کوم، په دې سره بحث ختم شو او هغه چوپ شو.

پاتې لري…

ژباړن: زاهدخلیلي

مأخذ: ابن خلدون، حیات، نظریات اور فلسفه، لیکوال: ملک اشفاق

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button