د امان الله خان ښېګڼې او تېروتنې

په راولپنډۍ کې د سولې خبرې :
د جي، پي ، یو هڅې
۳ برخه
شهسوارسنګروال

برېتانیا له یوې خوا په دې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته ګاونډ کې یو نوی سیاسي سیال چې له دوی سره په هر اړخیزه توګه رقابت کولی شي د نړۍ په سیاسي جغرافیه کې منځته راغلي دی چې هغه شوروي اتحاد او د بلشویکانو واک او ځواک وه.

له بلې خوا دوی په دې هم پوهېدل، چې ځوان پاچا امان الله خان دریځ د خپل نیکه او پلار له سیاسي دریځ نه تو پیرلري. دی دېته ژمن او هوډمن دی چې افغانستان ازاد او خپلواک کړي.

پاچا امان الله هم په هېواد کې دننه او بهر یو شمېر ستونزې لرلې نو ځکه یې متارکه غوره و ګڼله، هغه هم پدې اند چې په لومړي سرکې د هېواد خپلواکي په خپله یو ستر بری دی.

د دواړو لورو لخوا یو شمېر لیکونه ښکته او پورته شول. د ساري په توګه لارډ چېلمسفورډ چې د جون په دریمې (۳) نېټې (۱۹۱۹ ز کال) د اوربند لپاره کوم وړاندیز ونه کړي ول. پاچا امان الله یې په جواب کې وکښل(۱۱/۶/۱۹۱۹) :

افغانانو چې تل یې له خپل هېواد ،مذهب او ویاړونو نه د دښمن په وړاندې دفاع کړې او جنګېدلي دي. تل یې یرغلګروته ماته ورکړې ده.

نو بیایې د وایسرای وړاندیزونه ونه منل، لکه څنګه چې افغانانو د انګرېزانو د هوایې بريدونو په وړاندې مظاهرې وکړې دارنګه پاچا هم ګواښ وکړ، که چيرې زه افغانانو ته ووايم چې ستاسو په الوتکو بريد وکړي نو افغانان به سر غړونه ونه کړي.

له دغو ځرګندونو وروسته د لندن مرکزي حکومت په ټینګار د برتانوي هند وایسرای یو پلاوی د هملتون ګرانت Hamelton Grant په مشرۍ وټاکه چې د راولپنډۍ د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

له افغان لوري نه هم یو پلاوي ته د کورنیوچارو وزير د علي احمدخان په مشرۍ دنده و سپارل شوه چې د جولای په میاشت کې هند ته دخبرو لپاره لاړ شي.

افغان پلاوي د جولای په (۲۵) نېټې پرته له عبدالهادي داوي نه چې له علي احمد خان سره یې له تللو ډډه وکړه راولپنډۍ ته ورسېد، چې غړي یې دغه کسان ول:

سردار محمدیونس خان ،سردار عبدالعزیزخان، غلام محمد خان، ډاکترعبدالغني خان هندي او «افغاني هندو نرجن داس….

پلاوي ته دپرېکړې واک داسې په ګوته شوي وه، چې په لمړي سرکې د افغانستان بشپړه خپلواکي، د ډېورنډ پورې غاړې ته د پرتو قومونو په ځانګړي ډول د مسیدو، وزیرو، اپريدي، مومند چې له افغانستان نه یې ملاتړ کړی دی د حقوقو ساتنه ، د جګړې تاوان او دجګړې مسولیت چې لومړی انګرېزانو پیل کړېده دا ځکه چې د امان الله خان مکتوب ته یې په وخت ځواب ونه ویل.

له دې سر بېره تاریخ پوه غبار هم په دي اند دی چې د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزی هم د یوې لیکنې له مخې پلاوي ته ښودنه وکړه چې هرو مرو په دغه ټکو ټینګار وکړي:

د پلاوي غړي باید درایو په یوالي سره پرېکړه وکړي، پلاوی تر هغه بریده واک لري چې ورته ورکړل شوی دی. له هغې آخوا باید پلاز او مرکز نه هدایت وغواړي (خو کاشکې چې طرزي دې دندې ته ګومارل شوى وى).

هغه څه چې ډېر اړین دي او سر غړونه ترې ناشوني ده هغه د افغانستان بشپړه خپلواکي د یو شمېر سرحدي سیمو په ګډون. امان الله خان هم د جبهو پوځي مشرانو ته وکاږل:

چې برتانوي چارواکي سوله غواړي، که چېرې دغه سوله د افغانانو خپلواکۍ ته درناوی وي زموږ پت او عزت پکې خوندي وي خو ښه، او که چېرې نه وي نو جهاد ته دوام ورکړۍ .

د سولې پلاوي د جولای په ۲۶ نېټې (۱۹۱۹ ز کال) په راولپنډۍ کې خبرې اترې پیل کړې.

انګرېزانو ته دا ډېره ګرانه وه چې د افغانستان بشپړه خپلواکي و مني دا ځکه چې دويته افغانستان د هند دروازه وه. خود«ګرانت grant) د څر کندونو له مخې افغانانو یوازې (ibid،۱۲۴ مخ) د دې لپاره جګړه کوله چې هېواد یې بشپړه خپلواکي ولري.[1]

افغان پلاوې په دې ټینګار کاوه چې تر هغې به بېرته هېوادته ستانه نه شي چې افغانستان په رسمیت و نه پېژندل شي. نو ځکه دا ناشونې وه چې موږ د افغانستان خپلواکي ونه منو.

د برتانوي هند وایسرای چېلمسفورډ هم دا منلې وه چې په منځنۍ اسیا کې د ولسونو ملي احساس… او د بلشویکانو شعارونه په سیمه کې یو شمير بدلونونو ته لاره پرانيستى وه.

د بهرنیو چارو سکتر ګرانت grant هم د غونډې د بلې ورځې پایله افغان پلاوی له خولې د برتانوي هند د بهرنیو چارو وزیر ته وویل:

افغانان په خپلو ژمنو دومره ټینګار کوي چې د وزیرستان او نورو قبایلو سیمو په ګډون د لوی افغانستان د خاورې غوښتونکي دي.

ان تر دې چې له بلشویکانو هم غوښتنه کوي چې د پنجده او کشک سيمې هم بیرته افغانانوته ورکړي.

د برتانوي هند دارشیف په پتو اسنادو کې هم د ګرانت له قوله د افغانانو د انګېرنو په تړاو داسې راغلي دي.

په بهرنیو اړیکوکې د افغانستان خپلواکې، د پاتې اعانې ورکړه، د نوو مرستو ژمنه، د جګړې تاوان، مومندو او اپريدیو جنګیالیو ته زیان نه رسول.

افغانستان ته د ډېورېنډ د کرښې پورې غاړې د قبایلي سیمو په سرکې د وزیرستان سپارل.[2]

عبدالصمد دغوث د Ibid «له انده (۱۲۹ مخ» کښلي دي چې افغان پلاوي «ګرانت» ته وویل:

ټولې قبایلي سیمې افغانستان ته و سپارئ. ښایې برېتانیه په راتلونکي کې مشکلات ونه ګوري. کوم لګښت چۍ انګرېزان یې کوي دهغه نیم لګښت د افغانستان ته ورکړي.[3]

ګرانت له افغان پلاوي نه و غوښتل چې هندي انقلابیون له خپلې خاورې وباسي. خو افغانانو په قبایلی سیمو ټینګار وکړ دوی هم له خپلې خبرې پر شاشول.

د دواړو غاړو تر منځ خبرې اوږدې شوې چې ان د اګسټ تر شپږمې (۶) نېټې پورې دوام وکړ.

ګرانت د د پرلپسې تلګرامونو له مخې د خبرو اترو د هر پړاو په تړاو د برتانوي هند چارواکوته نوي معلومات ورکول. ولې علي احمد د محمود طرزي د «رهنمود» خلاف له کابل سره هېڅ اړیکه ونه نیوله او په خپلې سر تمبګۍ او د خپل ژباړن ډاکتر عبدالغني په سلا یې ټینګار کاوه.

د علي احمدخان په تړاو ګرانت په یو شمېر تلکرامونو کې ویلی دي:

علی احمدخان د خپلو ملګرو په منځ کې یوازینی کس دی چې سولې ته ژمن ښکاري… دې له موږ سره ښې اړيکې پالي، ما له علي احمد خان نه وپوښتل چې د پلاوي غړي غواړي چې موږ سره تړون لاس لیک کړي؟

ده وویل کفایت کوي چي یوازې زه یې لاسلیګ کړم، له دې څخه څر ګندېږي چې نور ملګري یې نه غواړي چې موافقه لاسلیک شي.[4]

په پای کې د اګست په اتمه(۸) نېټه دواړې غاړې په سر کې علي احمد خان او ګرانت دې پایلې ته ورسېدل چې یو پنځه فقره ییزه موافقه لاس لیک کړي چې لنډيز یې داسې دی:

۱ – تر لاس لیک نه وروسته د افغانستان او انګرېزانو تر منځ د سولې پایښت.

۲- افغانستان نشي کولاي چې دهند له لارې خپل هېوادته وسله وه لېږدوي.

۳- کومۍ پېسې چې امیر حبیب الله خان ته ورکړ کېدلې او د برتانوي هند په خزانه کې خوندي دي پاچا امان الله ته به نه ورکول کېږي.

۴- که چېرې د شپږو میاشتو په موده کې افغانستان د انګرېزانو ددوستۍ جوګه شي، نو بیابه د یوبل پلاوي تر منځ خبرې پیلېږي.

۵- د افغانستان او هند تر منځ هماغه پوله د منلو وړده چې دامیر حبیب الله په مهال منل شوې وه.

د میرغلام محمد غبار په اند چې کله علی احمدخان دغه موفقه لاسلیکوله نو وه رېږدېده او دانګليس په ګټه یې امضا کړه.[5] ولې بیا هم دموافقې خلاف برتانویانو د خیبر لوېدیز ته خاوره چې افغانانو پرې دعوه درلوده په خپل قلمرو کې ونېوله، له دې سربېره په حقوقي ډول پلاوي ته ویل شوي ول د خپل واک په چاپېریال کې د پرېکړې حق لرئ او هم بایدد رایو په اتفاق پرېکړه وشي.

ولې هر څه علې احمد خان وکړل، خو کله چې کابل ته ورسېد. .‌.لومړى امان الله دی ورټه او وروسته یې و غوښتل چې اعدام یې کړي.

ولې مور یې د ځپل وراره په ملاتړ و درېده او ان داچې خپله لور یې ورته په نکاح کړه.

دغه تړون د اګست په ۸ نېټه د اسد په ۱۸ مه لاسلیک شو پلاوي په لسو ورځو کې ورسېد او پاچا د اګست په (۱۸) پرۍ لاسلیک وکړ پدغه ورځ په ارګ او زرنکار کې خلکو جشن ونیو.

د خبرو دوهم پړاو:
د راولپنډۍ له موافقې نه وروسته بیا هم برتانوي ځواکونو د ډيورنډ کرښې پورې غاړې په وسله والو بریدونو(په ځانګړي ډول وزیرستان) وڅپلې اوهم کله چې په وسلو راوړلو بنديز و لګېد. امان الله دېته اړ شو چې د شوروي له لارې وسلې تر لاسه کړي.

برتانوي چارواکو د روسانو د دوستۍ له وېرې افغانانو ته وړاندیز وکړ چې د دوستۍ په نوم یو پلاوي هندوستان ته ولېږي.

د اپرېل د میاشتې په (۱۲) نېټه (۱۹۲۰ زکال) د محمود طرزي په مشرۍ یو پلاوي چې غړي یې د سوداګریزو چارو وزیر علام محمد خان، پیرمحمدخان، نرنجنداس، څرخی غلام صدیق خان، عبدالهادي داوي، میرزا غلام معروف، میرزا بازمحمدخان او میرزا محمدنعیم خان ول مېسیوري ته ورسېدل.

د برتانوي پلاوي مشري دهنري دابس په غاړه وه. نوموړی د هند د بهرنیو چارو منشي وو.

نوموړي داسې انګېرله چې دوروسته پاتې افغانستان د هر پلاوي مشر به د علي احمد خان په څېر وي. نو ځکه يې د تېر په څېر خپلې دوه مخې پالیسي په دغو ټکو پیل کړه:

-افغان حکومت اوس هم د قبایلي مشرانو ملاتړ کوي.

– په افغانستان کې هندي انقلابیون برتانوي هند ته یو سترګواښ دي باید انګرېزانو ته وسپارل شي.

– له شوروي روسیې سره د افغانستان اړېکې د انګرېزانو په زیان دي.

لمړي خو د برتانوي هند چارواکو تر څو میاشتو پورې افغان پلاوي ته ډېره پاملرنه ځکه نه کوله، چې د هندوستان خلکوته دوي بابېزه و ښيې. ولې کله چې خبرې هم پیل کړې په ډېرې بې پروایۍ پرمخ وړلې.

خو افغان پلاوي په سرکې محمود طرزي د هندوستان له وګړو سره په لیدونو او کتنو داسې ښوده چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دېته چمتو دی چې د هند له خلکو سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د ده لیدنې او کتنې دومره ګټورې پرېوتې چې د روهیلکنډ خلکو یو لیک د طرزی پلاس امان الله خان ته واستوه.

محمودطرزي پخپلو خبرو کې په رسمي بڼه خپل سیال دابس(Dubs) ته وویل:

-داچې برتانویان د افغان او روسیې له دوستۍ نه وېره لري غوره به وي چې د قبایلو ستونزه له افغان حکومت سره حل شي. دغه سېمې باید افغانستان ته وسپارل شي او یا خپلواکې شي.

– برتانوي هند چارواکو چې کوم بندیزونه د وسلې به راوړلو لګولي دي باید لرې شي.

– افغان حکومت هیله لري چې له ترکي مسلمانانو سره ښه سلوک غوره کړي.

– موږ دانساني خوا خوږۍ له مخې د هندوستان انقلابیون برتانوي هندته نشو سپارلی.

– که چېرې پرته له ځنډه وزیرستان افغانستان ته و سپارل شي افغان حکومت به له برېتانیې سره یو ځای د بلشویکانو پر وړانډې ودرېږي. او دبخارا، خېوې، ترکمنستان وګړو سره به هر اړ خیزه مرسته وکړي.

د دواړو لورو خبرې پرته له کومې پايلې او نتیجې پای ته ورسېدې او د جولای په ۲۴ نېټه (۱۹۲۰ ز کال) د برتانوي هند چارواکو یو لیک د امان الله خان په نوم پلاوي ته وسپاره چې پکې لیکل شوي وه.

موږ د افغانستان استقلال پدې شرط منو چې د ډېورنډ د کرښې دې غاړې ولسونو سره مرسته ونه شي.

د (Ibid) په اند که افغان حکومت په قبایلېي سیمو کې لاس وهنه ونه کړي، برېتانیه ژمنه کوي چې د افغان حکومت سره به د وسلو او پیسو مرسته کوي.

او د ګمرکي محصولاتو پرته به د تلګراف، د رېل کرښې او عصري افغانستان په جوړولو کې مرسته کوي، پدې شرط چې افغان حکومت به د موږ سره پدې تړاو یو سند لاس لیک کړي.« دډېرومعلوماتو لپاره ۱۵۶ مخ وګوری».

د خبرو دریم پړاو:
د برتانوي هند د چارواکو دغه اندېښنه د دوی په اند په ځای وه چې یو شمېر ترکي اوهندي شخصیتونو لکه په کابل کې د هند د موقتي حکومت ریس مهندراپرتاب، صدراعظم مولوي برکت الله، د بهرنیو چارو وزیر مولاناعبیدالله، د عثماني ترکيې یو شمېر پخواني چارواکي انور پاشا طلعت پاشا او جمال پاشا هم په سیمه کې فعال ول، ولې داچې بريتانيا حق درلود چې اروپا نه دهند نيمې وچې ته راشي، نو پاچا هم دا حق درلود.

پدغسې شرایطو کې دا بس په جنورۍ کې افغانستان ته رسمي سفر وکړ، چې له دې سره جوخت د افغانستان او شوروي تر منځ د دوستۍ تړون چې په ۱۹۲۱ز کال (د فبرورۍ په ۲۸ نېټه) لاسلیک شو. دا یو بل ګوزاروه چې د برېتانیا هېواد یې هک پک کړ.

له دې تړون نه دوه ورځې وروسته د افغانستان او ترکې ترمنځ تړون چې په مسکو کې په امضا ورسېد، د برتانوي هند چارواکې یې وه لړزول.

د افغانستان او شوروي تر منځ د سفیرانو په کچه دېپلوماتیکو اړيکو برېتانیا لا اندېښمنه کړې وه.

کله چې له امریکې پرته یو شمير لوېدیځ والو په سرکې فرانسې، جرمني او ایټالیې هېوادونو د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژندله.

دافغانستان او برېتانیې اړیکې یو ځل بیا خړې پړې شوې، خو بیا هم انګرېزانو کوښښ کاوه چې د منځنۍ اسیا دپېښو په تړاو له افغانستان سره سر وخوځوي.

نو ځکه یې دا ورسره ومنله چې افغانستان کولی شي یو شمېر وسلې او تخنیکي توکي له برتانوي هندنه افغانستان ته وه لېږي.

ولې یوه خبره چې افغان چارواکو پرې ټینګار کاوه هغه د ډېورنډ د پورې غاړې د خلکو برخليک وه چې د بېلابېلو سیمو او قومي مشران لخوا حکومت ته ویل شوي ول چې د ډېورنډ کرښه له مینځه یوسي چې موږ یو شمېر مشران د ساري په توګه یادولی شو:

د ملا پوونده زوی شهزاده فضل الدین، ملاسید اکبرخان، د محمود اخون زاده زوی عبدالخالق خان. ..همدا راز د یو شمېر قومونو استازي لکه: د اکا خېلو، ملک دين خېلو، کوکي خېلو، قنبرخېلو، زخه خېلو، کمرخېلو، ادم خېلو، ساپیانو، مومندو، شینوارو، ترنګزیو، اتمانزیو او د نورو ټبرونو او خېلونو استازي چې شمير یې د څلورو سونو(۴۰۰) تنو شاوخواته رسېده د بېلکې په توګه د یادولو وړدي.

برتانوي چارواکي د افغانستان د پېښو په تړاو ډېر اندېښمن ول.

ددې لپاره چې سيمې او نړۍ په تېره د هند نیمې وچې ته وښیې چې افغانستان لا تر اوسه یو خپلواک هېواد نه دی ، نو په ځغرده یې په رسمیت نه پېژانده.

خو کله چې د افغانستان استازي محمد ولی خان د پاچا امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي په لارښونه له روسيې، ترکیې، ایران او له یو شمېر لوېدیزو هېوادونو سره دېپلوماتيکې اړیکې یو د بل پسې ټینګولې دوی یې لا ور ختا کړي وو.

دوی په خپلو برېکړو کې دومره ورختاوو چې کله ایټاليې هېواد له افغانستان سره سوداګریز تړون لاس لیک کاوه. .. برېتانوي چارواکو اېټالیې هېواته وویل:

د افغانستان هېواد ددې واک او ځواک نه لري چې په خپلواکه توګه تړون لاس لیک کړي.

دوئ ته دې خبرې هم زور ورکړی و چې په کابل کې د سر هنري دابس(Dubs) خبرې یوولس(۱۱) میاشتې اوږدې شوې.

د همدې خبرو په لړ کې د افغانستان د سفارت فوق العاده استازی (محمد ولی خان) لندن ته ورسېد د برتانیې هېواد لومړی ونه مانه او ورته یې وويل چې تاسو د برتانوي هند له وزیر سره وګورئ.

پلاوي غوښتل چې پرته له کومو خبرو لندن پرېږدي. خو (لارډ کرزن د انګلیس د بهرنیو چار وزیر) اړ شو چې افغاني پلاوي سره وګوري، محمدولي خان د کرزن د بې پروایی له بابته افغان چارواکوته خبر ورکړ.

محمود طرزی له ډېرې غوسې هنري دابس ته پرته له دې چې بشپړ نوم یې واخلي د یوه لیک په ترڅ کې یوازې «جناب داب» ولیکه: چې پدې برتانوي پلاوي د خواشینۍ یو سخت غبرګون و ښود.

افغان چارواکي د انګلستان په سیاسي لوبو پوه شوي ول، نو ځکه یې له شوروي سره د دوستۍ تړون لاس لیک کړ که څه هم د « بخارا» په سر د دواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې وې.[6]

خو د انګلیس پلاوی لا په کابل کې وه له مسکو سره د فبرورۍ (۱۹۲۱/۲/۲۸) تړون و وېرول.

ان تر دې چې د پغمان په مېلمستیا کې یې پاچا ته وویل: موږ دېته چمتو یو چې د دوستۍ تړون لاس لیک کړو. خو پدې شرط چې د روسانو له دوستۍ نه لاس په سر شئ.

امان الله خان ورته وویل:

هغه څه چې موږ یې غواړو باید را یې کړی…کوښښ مکوی چې افغانستان ته د نولسمې (۱۹)پېړۍ په سترګه وګورئ.

کله چې پاچا د ډسمبر په میاشت ۱۹۲۱) کې په اصطلاح د « دوستۍ) تړون لاسلیک کاوه نو وویل:

دغه د دوستۍ تړون نه دی بلکه د ښه ګاونډیتوب موافقه لیک ورته ویلی شو.

دافغانستان او انګلیس موافقه لیک :
د دواړو غاړو له اوږدو خبرو وروسته چې نږدې یو کال یې دوام وکړ، په پای کې دې پایلې ته ورسېدل چې محمود طرزی او دابس ددواړو هېوادونو (افغانستان او بریتانیې) په استازیتوب یو تړون لاسلیک کړ چې په څوالسو(۱۴) مادو کې ترتيب شوي وه.

به دغه موافقه لیک کې يو ځل بيا د افغانستان بشپړه خپلواکي (په کورنیو او بهرنیو چاروکې) په څرګندو ټکو ومنل شوه،

خو له بده مرغه د تېر په څېر د ډېورنډ موافقه لیک تایید شو، د دواړو هېوادونو له خوا د استازو منل چې عبدالهادي داوي د افغانستان د لومړني سفیر په توګه لندن کې په کار پیل وکړ.

په ننګرهار، پېښور،کوېټه، ډیلي، کلکته، ممبيې او کراچي کې د قنسلګریو پرانستنه هم وشوه.

دواړو لوریو دا ومنله چې باید په قرارداد کې یې يادونه وشي چې دواړه حکومتونه « افغانستان به حالات قبايل سرحدی زیر اثر هر دو حکومت علاقه دارد.[7]

دا ځکه چې څو وارې د خبرو بهیر له همدې امله له ځنډ او خنډ سره مخامخ شوی وه.

تړون لاسلیک شو خو دواړه غاړې خوشاله نه وې. د ډېورنډ دواړو غاړو ته هم پراته قومونه نا خوښ ول.

د هند کډوال په کا بل کې پاتې شول، د برتانوي هند چارواکوته ونه سپارل شول.

له دې ټولو مهمه دا چې د لندن له پارلمان نه دغه موافقه لیک تېر شو.

خو افغانستان ته دغه ډېره مهمه خبره وه چې په کورني او بهرنۍ سیاست کې ازاد او خپلواک شو،خوسره دهغې هم

امان الله خان د انګرېزانو په نیت پوهېدلی و چې نه غواړي د زړه له کومي له افغانانو سره ښې اړيکې ولري نو ځکه یې د هغوی په دوستۍ باور نشو کولای.

بله کومه خبره چې پاچا ته مهمه وه د قبایلو خپلول وو چې له برتانوي هند نه یې جلاکړي.

د افغانستان پاچا ته دا هم په زړه پورې وه چې د لمړۍ نړیوالې جګړې نه وروسته د عثماني ترکې په وېشلوکې د برتانوي ښکېلاک لوی لاس وو.

ولې له دې سره سره دا وېره هم ورسره وه چې (سره ښکېلاک) سرو لښکرو اوپوځونو په منځنۍ اسیا کې په تېره بخارا او خېوې کې خپلې منګولې ښخې کړې وې.

امان الله خان او د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي دواړو کوښښ کاوه چې د دوه زبر ځواکو هېوادونو په منځ کې خپلې دېپلوماتیکې اړیکې داسې ټینکې کړي چې دافغانستان ملي ګټې خوندي وي.

افغان پاچا امان الله خان پدې پوهېده چې د دولتي او ټولنیز جوړښت له مخې د شوروي فدرالي روسې او د سرمایه داري رژیمونو تر منځ بنسټیز سیاسي اختلاف شتون لري.

نو ځکه یې شوروي اتحاد ته د دوستۍ لاس اوږد کړ.

ده له مخکې د دربار غلام بچه ګانو مشر محمد ولي درواز د اپرېل په سرکې (۱۹۱۹ ز کال) د بخارا د سفیر په توګه ټاکلی وو.

شوروي دولت هم لمړنی هېواد وو، چې د مارچ په اوه ویشتمه (۲۷) نېټه یې د یوې اعلامې په ترځ کې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وه پېژندله.

پاچا امان الله هم د اپرېل په (۷) مې او شلمې نېتې د شوروي اتحاد مشر لېنن په نوم پیغام واستاوو. دستیوارت د څرګندونو له مخې:

… ایران، ترکې، جاپان، فرانسې او امریکې ته هم ورته پیغامونه د دېپلوماتیکواړیکو د ټینګښت لپاره واستول شول. [8]

د برتانوي چارواکو(کینه) شېبه په شېبه ډېرېده او د افغانستان د دېپلوماتيکو اړیکو د پراختیا ځغم یې نه در لود.

دوی په ډاګه ویل چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د روسيې قونسلګرۍ پرانسته د برتانوي هند په کورنیو چاروکې لا س وهنه ده.

افغان واکمن ته د پنجدې خبره هم ډېره مهمه وه نو د بهرنیو چارو وزیر محمود طرزي ته یې دنده وسپارله چې« دابس » دېته را مات کړي چې د افغان وسلوال پوځ سره د وسلو مرسته وکړي. که چېرې روسیه د هېواد په شمالي سیمو برید وکړي چې موږ یې په کلکه د پرمختګ مخه و نیسو.

موږ د وسلو له مرستې پرته د روسانو د برید مخه نشو نیولی او که چېرې له موږ سره بېړنۍ مرسته وشي تېري کونکو ته پرمخ څپړه ورکولي شو.[9]

امان الله خان غوښتل، پخوا تردې چې له روسانو سره اړیکې پرې کړي، باید د انګرېزانو لخوا ډاډ تر لاسه کړي.

دواړو ښکېلاک ګرو (روسیې او انګلیس) هېوادونو د افغانستان ثبات نه غوښته او شوکارې کاوه يې. پخپلو څرګندونو چې ژمن نه ښکارېدل، نوځکه د روسیې استازي (سوریتز) وویل چې موږ پدې ټینکار نه کوو چې د برتانوي هند په ګاونډ قونسلګري پرانیزو.

حال داچې، مرکزي حکومت لوړه او ژمنه کړې وه چې امير ته به پیسې او وسلې ورکوي. هغه ته باید ډاډ ورکړل شي پدې شرط چې به روسانو سره اړیکې پرې کړي.[10]

له بده مرغه چي افغان چارواکِي د روسیې او انګلیس له دې پرېکړې خبر نه ول چې دوی د سوداګریزو اړیکو په بهیرکې د روسیې استازو انګرېزانو ته ډاډ ور کړی وه چې موږ د قونسلګریو پرانیستې ته بیړه نه لرو.

ولې بیا هم د «ستیوارت» په اند افغان ټولواک دېته اړ وه چې د دوه سترو ګاونډیو ترمنځ داسې حالت غوره کړي چې د هېواد خپلواکۍ ته یې زیان ونه رسېږي.

د افغانستان خپلواکي دی دېته هڅاوه چې د دواړو ځواکمنو ګاونډیو تر منځ انډول وساتي، په همدې موخه یې روسانو ته لاس اوږد کړ.[11]

له شوروي اتحاد سره د افغانستان اړیکې
الکساندر براوین د روسیې لمړی استازی وه، چې د افغانستان له خپلواکۍ وروسته د ۱۹۱۹ ز کال په پای کې د افغان چارواکو سره خبرې پیل کړې.

د دوی د خبرو موخه داوه چې افغانستان د بریتانیا له دوستۍ او اړیکونه لرې وساتي.

افغان پلاوي د مې په ۲۸ مې نېټې د محمد ولي خان په مشري چې غړي یې لودین عبدالرحمن، محمد ګل خان مومند، میرزا محمد خان یفتلي، فیض محمد خان زکریا، سیف الرحمن، عبدالحمید، هدایت الله، بشیراحمدخان، عزیزالرحمن، ادیب افندي او بیا وروسته څرخي غلام صدیق خان ول د تاشقند په لور رهي شول.

پلاوي لمړنۍ خبرې په کابل کې د شوروي لخوا ټاکل شوي سفیر الکساندر براوین سره پیل کړې. وروسته مسکو ته وخوځېدل چې په مسکو کې له درانه هرکلي سره مخ شول او بیا یې له لېنن سره هم ولیدل.

د خبرو اترو بهیر له چټک بدلون سره پرمخ روان وه. ان داچې د فبرورۍ په ۲۸ (۱۹۲۱) نېټې د دواړو هېوادونو لخوا يو تړون هم لاسلیک شو.

ولې شوروي اتحاد غوښتل چې د تزاري روسيې په څېر د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپله ولکه ټینګه کړي. افغان واکمن امان الله نه یوازې د پنجدې، مروې او د یو شمېر نورو سیمو بېرته ترلاسه کول غوښتل. بلکې د بخارا او خېوې د خپلواکۍ ملاتړ یې هم کاوه.

همدا لامل وه چې د بخارا له امیر سید مېرعالم خان سره یې دهغه د وړاندیز له مخې پوځي مرسته وکړه.

برتانوي چارواکو هغسې هم یوه پلمه لټوله چې د افغانستان او شوروي تر منځ څرنګه اړيکې خړې پړې کړي؟

دوی ته د شوري اتحاد او جرمني هېواد هغه تړون هم په زړه وه چې د دواړو هېوادونو لخوا په ۱۹۱۸ کال کې د مارچ په میاشت د «برسټ لیټو فسک) پنوم لاسلیک شوې وه.

جنرال ملیسن General wilfird malleson دیوه پوځ په ملتیا چې وسلې او پيسې ورسره وې مشهد ته لاړ.

د بخارا ځوانانو چې د امیر سید عالم خا ن په وړاندې پاڅون پیل کړی وه د اګست په میاشت (۱۹۲۰) کال کې بخارا ونیوو، یو شمېر چارواکي او پوځیان یې ونیول چئ پدې کې افغانان هم شامل ول،

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د عبد الهادي داوي په مشرۍ یو پلاوى چې غړي یې څرخي غلام صدیق، غلام حیدر خان ول د اکتوبر په (۲۰) شلمه نيټه بخارا ته واستوه.

پلاوي د بخارا له ولسمشر غلام محی الدین، خواجه عبدالرحیم په کابل کې د بخارا سفیر (چې بیا یې افغان بیعت ومانه) او د یو شمېر نورو چارواکو سره خبرې وکړې.

داوي د افغانانو د ښه نیت څرکندونه وکړه او ورته ویې ویل افغانستان نه غواړي چې د بخارا په کورنیو چاروکې لاسوهنه وکړي.

دوی هغو ټکو ته هم ګوته ونیوه …موږ غواړو چې بخارا یو خپلواک هېواد وي، بيا یې افغان بندیان خوشي کړل، پلاوی بېرته راستون شو.

د بخارا پخوانی امیر د یوې مودې لپاره په دوشنبه کې وو بیا افغانستان ته راغی او په فبرورۍ کې (۱۹۲۱ز کال) کابل ته ورسيد او همدلته ومړ.

د افغانستان چارواکي په دې پوهېدل چې ښکېلاک ګر هېوادونه چې په هره بڼه کې وي خپلې موخې لري.

شوروي اتحاد هم لکه د برتانوي چارواکو په څېر په خپلو ژمنو پښې کېښودې او کوم څه یې چې ویلي وه په هغو خبرو ونه درېدل.

لکه د بخارا او خېوې خپلواکي، افغانستان ته د هغو سیمو بېرته سپارل چې د تزاري روسې د بریدونو پرمهال نیول شوې وې، د سوداګریزو توکو لېږد او رالېږد پرته له کوم محصول نه د قونسلګريو پرانسته او نور یادولی شو.

د لودویک ادمک د څرګندونو له مخې:

« شوروی اتحاد منلې وه چې هر کال به یومیلیون روبل سره او سپین زر افغانستان ته د مرستې په ډول ورکوي.[12]

د نوي بلشویکي حکومت چارواکو ویناوې د یوه غولونکي سیاست پر بنسټ ولاړې وې او د افغانستان حکومت هم يو لړ خپلې غوښتنې لرلې نو ځکه ددواړو هېوادونو اړيکې خړې پړې شوې.

دافغانستان او شوروي د اړیکو خړپړتیا
په قبایلي سیمو د برتانوي هند پر له پسې بریدونو، دهند له لارې افغانستان ته د وسلو په راوړلو بندیزونه، له بهرنیو هېوادونو سره دافغانستان اړیکې او یو شمېر نور لاملونه ول چې د افغان او برتانوي چارواکو تر منځ یې سیاسي باور زیان من کړی وه.

افغان واکمن امان الله دېته لېواله و چې د یوه خپلواک او سرلوړي افغانستان پاچا وي.

د یادو ستونزو د لرې کولو لپاره یې غوره وګڼله چې له شوروي اتحاد سره دوستانه اړیکې ولري.

دا چې ولې دغه اړیکې ونه پالل شوې او د دواړو لورو د بې باورۍ لامل شوې؟

پدې تړاو یو شمېر لاملونو ته سر ښکاره کو:

-شوروی اتحاد د تزارۍ روسيې په څېر غوښتل چې تودو اوبو ته لاره پیداکړي. نو ځکه یئ کوشش کاوه چې له افغانستان سره دوستانه اړيکې ولري.

– دې موخې ته درسېد و لپاره شوروي چارواکو ژمنه وکړه چې د افغانستان نېولې سیمې بېرته پرېږدي.

له دې سربېره افغانستان او شوروي اتحاد د خېوې او بخارا خپلواکۍ ته هم غاړه کيښودلې وه.

-شوروي چارواکو نه یوازې داژمنې عملي نه کړې بلکه په منځنۍ اسیا کې د افغان حکومت اغېزو لا هم شکمن کړل.

– شوروي اتحاد دا نشوی ځغملی چې افغان چارواکو د منځنۍ اسیا د مسلمانانو یوالی غوښت.

په مروه کې د (۴۰۰) څلور سوه افغان سرتېرو ځای پرځای کېدل، د یو شمېر قومونو ترمينځ جوړجاړی ،د سرخس په سیمه کې د افغانانو پر مټ د ترکمنانو خپل منځي یوالی، د بلشویکانو د جریمو لغوه کول، په فرغانه کې د محمد امین بېک سره د افغانانو مرسته.

دغو لاملونو او ددې په څېر داسلامي او انساني خوا خوږیو له کبله افغان، شوروي اړيکې د ۱۹۲۰ ز کال په لومړیو کې دومره خړې پړې شوې چې شورویانو له ډېرې غوسې نه وسله وال برید ته ملا وتړله.

ــ د سره ښکېلاک سره پوځ فرغانه او خېوه لاندې کړه اوله « پنجدې» نه یې د افغانانو لاس لنډکړ.

ـ په بخاراکې د بخارا له امیر نه وروسته شوروي چارواکو، د شورا په بڼه د یوه حکومت بنسټ کېښود. چې پدۍ سره افغان، شوروي اړيکې لازیانمنې شوې.

ـ په فرغانه، بخارا، او دمنځنۍ اسیا په نورو سیمو کې د ترکې د یوه پخواني چارواکي انور پاشاه هاندې او هڅې چې مسلمانان یې د شوروي په وړاندې لمسول.

امان الله خان چې خپل ځواکونه یې د هېواد شمال ته و لېږدول، روسان یې اندېښممن کړل. د امو سیند په منځ کې د «درقد» د سیمې په سر دافغان، شوروي اړيکې دومره د خواشینۍ کچې ته ورسېدې چې پاچا امان الله د هېواد شمال ته ځواکونه واستول.

ولې روسان د درقد له ټاپو نه پرشا شول. د مينځنۍ اسيا له وګړو او له ترکانو سره د پان اسلامېزم مفکورې پر بنسټ، له «باسمچي» (شوروي ضد ځواکونه) ځواکونو سره د دامان الله خان انساني، اسلامي، او اخلاقي مرسته.[13] روسان نهیلي کړل.

پاچا امان الله څه غوښتل؟
امان الله خان پدې اند وه د افغانستان او برېتانیا تر منځ چې کوم دفاعي تړون شتون نلري. ولې بیا هم د هند د ساتلو لپاره که شوروي په افغانستان برید وکړي ښا یې افغانستان وژغوري او مرسته ور سره وکړي.

که څه هم شوروي دومره پوځي او اقتصادي ځواک نه درلود، چې په افغانستان برید وکړي. ولې بیا هم د بخارا او خېوې نیول، په افغانانو ناوړه اغېزه وکړه.

ددې ترڅنګ یې دغه وېره هم خوره کړې وه چې د منځنۍ اسیا افغانستان او هند د وګړو تر منځ د تګ او راتګ په وسیله کېدای شي کمونستي اند او فکر د هند تر نیمې وچې پورې خپور شي.[14]

افغان واکمن امان الله غوښتل چې د منځنۍ اسیا په هېوادونو کې خپلواک هېوادونه د اسلام د سپېڅلي دین په رڼاکې منځته راشي.

د « بسمه چې » پنوم ِغورځنګ هم پدې هیله چې یو خپلواک اسلامي هېواد جوړ کړي د شوروي اتحاد په وړاندې پاڅون وکړ.

امان الله خان پدې اند وه چې باید افغانستان د عثماني تر کې په څېر دریځ ولري دا ځکه، په لومړۍ نړیواله جګړه کۍ عثماني ترکیه ماته شوه او خپل پخوانی برم یې له لاسه ورکړ.

چې یو شمېر چارواکي په سر کې انور پاشا، طلعت پاشا او جمال پاشا لمړی شوروي او ورپسې افغانستان ته راغلل.

د بخارا پاشا سید عالم او ابراهیم بيګ هم چې د منځنۍ اسیا د خپلواکۍ لپاره جنګېدل په افغانستان کې استوګن شول.

د برتانوي هند یو شمېر مخکښ ازادي پلوي هم په کابل کې فعال ول…دا ټول هغه لاملونه ول چې پاچا امان الله یې دېته هڅاوه چې یو کنفډریشن جوړ کړي.

افغان حکومت لیدل چې شوروي اتحاد نه یوازې خپل ځواکونه د بخارا او خېوې نه د خپلو ژمنو له مخې ونه ویستل بلکې خپلې مورچلې یې ټینګې کړې.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې شوروي استازي(راسکولینکوف) چې نوی د (سوریتز) پرخای ټاکل شوی وه د اعتراض په توګه وویل چې شوروي ځواکونه بايد له منځنۍ اسيا نه ووځي. هغه وويل چې دغه لږکي ځواکونه د بخارا د حکومت په بلنه راغلي دي. کله چې حکومت وغواړي چې دوی ووځې نو پرته له ځنډه به سیمه پرېږدي.

ولې شوروي اتحاد د خپل دغه غولونکي سیاست له مخې د منځنۍ اسیا هېوادونه لکه د تزاري روسیې په څېر تر خپل واک او ځواک لاندې راوستل.

انور پاشا پدې پلمه چې غواړي د انګرېزانو په وړاندې مسلمانان و هڅوي د شوروي چارواکو ملاتړ يې خپل کړ.

هغو هم لمړی دی باکوته واستوه او وروسته یې ترکستان ته و لېږه.

نوموړي په ۱۹۲۲ ز کال د مارچ پر میاشت کې د بسمه چیانو سره مل شو او د شل (۲۰) زره تنو په شاوخوا کې اسلام پالې ځوانان پر ځان راټول کړل.

جمال پادشا هغسې هم په افغانستان کې وه او ابراهیم بيک هم لکه د انور پاشا په څېر د یوه پیاوړي لښکر سروال وه، د یو شمیر څرګندونو له مخې کابل چارواکو په مارچ کې (۱۹۲۲)کال د انګلیس استازی « همفرېز» ته داسې ویلي وو:

امان الله خان هم په (۱۹۲۲کال مارچ) کابل کې د برتانیا داستازي همفريز له لارې انګرېزانو نه وغوښتل چې د بخارا او خېوې خپلواکي ومني. او هم د وسلو او پیسو مرسته ورسره وکړي. ولې هغوی دده وړاندیز ته کوم ځواب ورنه کړ[15].

ددې لپاره چې ابراهیم بیګ، انوربیګ او جمال پاشا او نور پدې ډاډه شي چې افغان ټولواک د بخارا او خېوې ازادۍ ته ژمن دي. نو بیايې ددفاع وزیر محمد نادرخان د قطغن تنظیميه رئيس، د عدليې وزیر محمد ابراهیم او څرخي غلام نبي خان مزارشریف او شجاع الدوله یې هرات ته ولېږل.

له دې سربېره یو شمېر پوځې ځواکونه یې د انور پاشا په ملاتړ لپاره بخاراته واستول چې په فرغانه کې له « بسنمه چې) جنګیالیو سره مرسته وکړي.

سایکس percy sykes په خپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده چې دا خبره شوروي چارواکوته څرګنده شوې وه چې افغانان د منځنۍ اسیا له ازادۍ بښونکوسره مرسته کوي نو ځکه یې:

(سردار عبدالرسول خان چې افغان سفیروه پدې تور له بخارا نه بهر کړ چې له جنګیالیو سره مرسته کوي.[16]

سکاټ هم د امان الله خان د دربار منشي له خولې چې په انګلیسي ژبی یو اثر یې لیکلی دی.(اوس په برېټش کتابتون کې خوندي دی) منځنۍ اسیا ته پرلاره د باندنیو چارو وزارت یو پوسته چورشوه چې یو شمېر سندونه یې شورویانو ترلاسه کړل. (۷ مخ)

شوروي چارواکو سربېره له دې چې بخارا یې د یوه وسله وال برید په ترڅ کې وځپه بلکې ګڼ شمير کسان یې دېته و ګمارل چې له منځنۍ اسیا نه را واخله تر افغانستانه پورې دا ټولې سیمې باید و څاري.

په دغو څار ګرو کې یو هم اقابکف Georges agabekov وه ده ډېر څه په خپلو سرګو ليدلې او کتلی دي، نه یوازې ده بلکې والټر هم، دوی دواړو په افغانستان کې دندې درلودې چې جاسوسي وکړي.

د (پنجدې) په تړاو د نورو په څېر دوی او د جۍ- پي-یو- غړیو په وار وار دغه خبرې غبرګې کړېدي چې شوروي چارواکو په ښکاره نه غوښتل چې د افغان چارواکو سره ښکېل شي. ولې له یوې خوا یې له هغو سره سر خوځاوه او له بلې خوا سره پوځ ته دنده وسپارله چې پنجده لاندې کړي.

څار ګروته دا په غوږ کې څڅول شوی وه دا په ډاګه ووایي چې د پنجدې خلکو پخپله نه غوښتل افغانستان حکومت پورې وتړل شي.

د جي- پی- یو- مشر په خپلو کې يوه ورځ په ځغرده وویل: د« ریفرنډم) خبره د نړیوالو لپاره موږ شار بلله کنه ځواکونه مو د خلکو په جامو کې ور ولېږل او پنجده مو لاندې کړه.

بلشویکان هم لکه د « پترو کبیر» غوندې پدې لټه کې ول چې د هند سمندر ته ځانونه ورسوي.

په لرې ختیز کې زیړ سمندرګی او په منچوریاکې «پورت ارتر) بندر ته لاس رسی ولري.

خو د روس او جاپان جګړې (۲٠ مې پېړۍ په سرکې) د دوی لاسونه لنډ کړل.د دې یو لامل دا وه چې د اکتوبر(۱۹۱۷ز کال) انقلاب تزاریان نسکور کړل دا ارمان یې تر سره نه شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button