د امازون ځنګل

امازون:
د امازون ځنګل د نړۍ په نهو ۹ هیوادونو کې غځېدلې دی چې ترټولو ډېره برخه یې په برازیل هیواد کې راځي. د امازون ځنګل سیمه تر ۵۵ لکه کیلو متره مربع پراخوالۍ لري په داسې حال کې چې د افغانستان ټوله سیمه ۶.۵۲ زره کیلو متره ده، امازون یو یونانۍ کلیمه ده چې مانا یې جنګیالۍ ښځه ده.
د ځمکې ۲۰ سلنه اکسیجن یوازې د امازون ځنګل ونې او بوټي تولیدوي، د نړۍ ۴۰ فیصده څاروي، مرغان او حشرات د امازون په ځنګل کې موندل کیږي. دلته له ۴۰۰ څخه ډېر ځنګلي قبائل مېشت دي چې نفوس یې نږدې ۴۵ لکه زیات او کم اټکل سوی. دغه خلک د یویشتمې پېړۍ په دې پرمختللې دور کې هم په هماغه ځنګلي سټایلونو کې ژوند تېروي. د دې ځنګل ځینې سیمې دومره ګڼې دي چې لمر ورته نسي رسېدلی او په ورځ کې هم د شپې غوندې تیاره شتون لري.
امازون ځنګل کې داسې حشرې هم شتون لري چې په یو ټک چيچلو سره یو انسان په څو ثانيو کې هغې دونيا ته رسؤلۍ سي. د امازون سیند د اوبو له حسابه په نړۍ کې ترټولو لوئ سیند دی، چې ۷ اووه زره کیلومتره اوږدوالۍ لري یې. د امازون په سیند کې تر ۳۰ زره ډؤله کبان ژوند کوي، د امازون په ځنګلونو کې شاؤخوا ۶۰ سلنه حیوانات اوس هم بې نومه پاتې دي. دلته دومره لوی او قوي غڼي دي چې مرغۍ او ورته الوتونکي هم نیسي او وژني. دلته شاؤخوا ۳۰ زره ډوله میوې موندل کیږي. بیولوژیستانو تر دې دمه یوازې د دې ځنګل ۱۰ فیصده برخو ته رسیدلي دي. که تاسې د امازون په ځنګلونو کې ښکته سئ او سخت باران شروع سي نو د لوړو او ګڼو ونو له امله تقریباً ۱۲ دقیقو پورې تر تاسې د باران اوبه نسي در رسېدلئ.
©

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button