د الحرمین الشرفین څخه د الصلح خیرغږ

د الحرمین الشرفین څخه د الصلح خیرغږ
اسلام د میني او اخوت سپیڅلی دین دی . خوله بده مرغه په افغانستان کې ترې په وینو لړلی تیره خنجرجوړشوی چې الله اکبر الله اکبریو مسلمان بل مسلمان وژنې او د نوروادیانوپه پیروانود هیڅ راز وحشت اوظلم څخه ډډه نه کوي اوپه نړیواله کچه ټول بشریت د اسلام په نوم د افغانستان څه د پاسه څلویښت کلن مسلمان وژنې او افغان وژنې ته هک حیران دی چې څوک یې د اسلام اوځیني نورحرفوي اومسلکي بې رحمه ځناوریې د سرو لښکرو اونړیوالوبلوسګرواوښکیلاکګرولښکرود دوستۍ اوستراتیژیک ملاتړ ترچترلاندې آن د موربمونواومډرنیزه پوځي وسلوپه وسیله وژني .
له نیکه مرغه د افغانستان په اوسني غم لړلي اوخونړي ناورین کې د افغانستان ،پاکستان ، سعودي عربستان او رابطه العالم الاسلامي غړوهیوادونواسلامي جیید اوسترعالمان او مشایخ د خدای ج په کوربیت الله شریف کې راغونډ اوپه مکه مکرمه کې یې د یوه دیني اواسلامي کنفرانس په ترځ کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا، حرامه، نامشروع اوغیراسلامي جګړه وبلله . او د جمعې د مبارکې ورځې د لمانځه په خطبوکې د بیت الله شریف ترڅنګ مسجد الحرام خطیب اودیني عالم شیخ عبد الرحمن السدیس اود مدینې منورې د نبوي جومات خطیب اودیني عالم امام علي بن عبدالرحمن الحنیفي د اسلام د صریحواحکاموپربنا د جګړې پرښکیلوغاړود سولې اوسلم د ټینګښت اود جګړې په بندیدو غږ اواسلامي فتواوې واورولی . اود هغو د اسلامي وجدان د ویښتیا غوښتنه یې وکړه .
خوله بده مرغه په مکه معظمه، مدینه منوره کې لا خطبې اوویناوې روانې وي چې ورسره جوخت د هیواد په ګوټ،ګوټ کې خونړۍ جګړې روانې ، ډیری ولسوالۍ سقوط اوپه زرګونو،زرګونو بې وزلي افغانان له خپلو سیمواوکورونوپه تیښته دي . د طالبانو د خونړیوناتارونو له لاسه د بدخشان، تخار،کندز، بغلان، غور، ارزګان ،غزني اونوربیلابیلو ولایتونوکې جګړوعام ولسونه کډوالۍ اوخپلو کورونوپریښودو ته اړ کړي دي .
د بلې خوا د خوست په ولایت کې د کمپاین په نوم وسله والو ځواکونو د صبریو د ولسوالۍ د چڼه ییزوعملیاتو په نوم داسې وحشیانه عملیات پیل کړي چې د زیاتروکلواستوګن بې ګناه ماشومان ، میندې اوپلرونه په چیغواوکوکارو د تودوخي په دې موسم کې خپلو کورونوپریښودو اوجبرې کډوالۍ ته اړشوې اود درپه دره خواریکښه صبریو مړي په میدانوپراته اوجنګ جګړه لا روانه ده . دا پوځي وحشیانه عملیات د سولې د خبروپه دې حساس پړاوکې هیڅ توجیه اومشروعیت نه لري. د خوست شمله ورواوسوله غوښتونکو مشرانو څخه هیله کوم چې د یوې افغاني او پښتني جرګې په دود د عامو اوولسي صبریود ټولوژنې اوعام وژنې مخه ونیول شي . د څوسپږو لپاره ټول پوستین سوځول لوی وحشت اونامردي ده .
په پای کې د مکې مکرمې د اسلامي کنفرانس د پریکړو د برې هیله کوم . خو افغانان په بیت الله شریف کې کلونه پخوا د قرآن خورو څخه ښي اوډاډمنې خاطرې نه لري .
۱۲/۶/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button