د افغان ځواکونو وړتیا ډاډ رامنځ ته کړی

د افغان ځواکونو وړتیا ډاډ رامنځ ته کړی

سیدعبدالله پاچا

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه څرګندونو کې د امریکا کانګرس ته ډاډ ورکړی چې د جمهوریت ساتونکي امنیتي ځواکونه اوس د دې وړتیا لري چې د طالبانو تر څنګ نورو ترهګرو ډلو ته هم سختې ماتې ورکړي.

خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام ویلي چې که د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته طالبان د حکومت د سقوط لپاره زور وکاروي نو د جمهوریت د ځواکونو له سخت مقاومت او ماتې سره به مخ شي.

هغه طالبانو ته ور په یاد کړې چې که د زور له لارې واک ته د رسیدو هڅه وکړي، نو د امریکا له سختو بندیزونو او سیمې هېوادونو له سختو فشارونو سره به مخ شي، ځکه د سیمې هېوادونه او امریکا نه غواړي چې بیا د طالبانو د نویمو کلونو نظام راشي.

د خلیلزاد د دې څرګندونو په تحلیل سره ویلی شو چې اوس د سیمې هېوادونو او نړۍ دا درک کړې چې افغانستان پياوړي امنیتي او دفاعي ځواکونه لري او هیڅکله دې دښمن هڅه نه کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام دې ړنګ کړي او پر ځای دې کوم نظام چې هیڅ ولسونو ته د منلو نه وي، راشي.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اوس پوره وړتیا پيدا کړې، په ځان تکیه شوي او له ۲۰۱۴ کال وروسته تر دې دمه یې ثابته کړې چې هیڅ ځواک به د دوی پروړاندې مقاومت و نه کړي.

د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره هیڅ اندیښنې نشته، تاسو د خپلو ځواکونو مورال وګورئ، تاسو د خپلو ځواکونو ځانګړي عملیات او جبهه يي جګړې وګورئ، درته مالومیږي چې دا ځواکونه اوس څومره وړتیاوې او ځواک لري.

کله چې په ۲۰۱۴ کال کې له بهرنیو ځواکونو څخه امنیتي او دفاعي چارې په بشپړ ډول افغان ځواکونو ته وسپارل شوې، هغه وخت هم دا اندیښنې وې او دا اندیښنې هغه خلک ایجادوي چې یا له بهرنیو استخباراتو پيسې اخلي او یا پرې حکومت امتیازات بند کړي وي.

تاسو اوس هم وګورئ چې ولس په خپلو ځواکونو باور لري، دا ځکه چې ولس له خپلو ځواکونو سره ولاړ دی او همکاري ورسره کوی، یواځې هغه کسان اندیښنې ایجادوي چې خپلې شخصي ګټې یې په حکومت کې خوندي نه دي.

دوی ته هم باید ور په یاد شي، که د طالبانو نظام راشي، دوی ولا که دلته شپه وشي، دوی یواځې عقدې اخیستې او د همدې عقدې له مخې خپل ناسم تحلیلونه کوي چې خلکو تشویش ایجاد کړي.

په خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه د سیمې په کچه زړه ورتیا او تجربې لري او کولی شي چې د طالبانو تر څنګ ټولو ترهګرو ډلو ته ماتې ورکړي.

طالب چې په تیرو شل کلونو کې یو ولایت او ولسوالۍ باندې واکمن نه شو، نو راتلونکي کلونه به څه توان ولري، تراوسه طالب تمرکز په ځانمرګو بریدونو او ماین چاودنو باندې دی او د دې وړتیا نه لري چې له افغان ځواکونو سره مخامخ جګړه وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button