د افغان ځواکونو ملي ورځ او د ولسونو ملاتړ

د افغان ځواکونو ملي ورځ او د ولسونو ملاتړ

عبدالمنان توحیدیار

افغانستان کې د کب نهمه یوه داسې ورځ ده چې په دې ورځ باندې دښمن اور بلیږي چې ولې ولسونه د افغان ځواکونو په ملاتړ راوځي او ولې یې له خپلو ځواکونو څخه د ملاتړ شعارونه ورکوي.

تاسو به نن ورځ خواله رسنۍ تعقیب کړي وي چې حتا هغو سیمو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ورځ نمانځل شوې چې طالبان پکې هم فعالیت کوي او خلک په یو او بل نوم باندې ګواښي.

زیات شمېر افغانانو د فیسبوک پروفایل عکس باندې د افغان ځواکونو عکسونه نښلولي او په دې تړاو یې بیلابیلې جملې لیکلي دي.

دښمن په دې ورځ فیسبوک کې بيخي ورک دی او هیڅ ډول باندې نه شي کولی چې دا ورځ په کاذبو تبلیغاتو باندې تر سیوري لاندې راولي.

هر ولایت او هره ولسوالۍ کې په دې تړاو شانداره غونډې شوي او پکې د افغان ځواکونو د قربانیو ستاینه شوې ده.

دیني علماوو خبرې کړي او ولسونه یې تشویق کړي چې د خپلو ځواکونو تر شا ودریږي، ځکه سرتیري یې مقدسه دنده کې دي.

زموږ سرتیري د دې وطن د دفاع لپاره جګړه کوي، د خلکو د ناموس ساتلو لپاره سنګر کې دي او هره ورځ او شپه د دې لپآره بیداره تیروي چې ولسونه یې ارامه ژوند وکړي.

د کب نهمه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ د همدې لپاره نمانځل کیږي چې د خپلو سرتیرو د قربانیو یادوونه وشي او د هڅو، میړانو او سرښندنو یاوونه یې وشي.

زموږ سرتیري اوس تر بل هر وخت د خلکو زړونه کې ځای نیولی او تر بل هر وخت زیات مسلکي او دندې ته ژمن دي.

سرتیري د خلکو له منځه راپورته شوي او د خلکو او هېواد ساتنه کوي، د خلکو ملاتړ به د سرتیرو روحیه لا پياوړې کړي چې په دښمن باندې بریدګر اوسي.

زموږ سرتیري د خلکو د هوسا ژوند او د هېواد د ثبات لپاره جګړه کوي او علماء یې دا دنده مقدسه یادوي چې د مکار او فریبکاره دښمن پروړاندې جګړه کې دي.

دښمن چې اسلام د خپلو وحشتونو لپاره سپر کړی و، او سپر کړی دی، اوس زړه ورو علماوو طالبان چلنج کړي چې جګړه یې د پردیو د ګټو لپاره ده او هیڅ ډول اسلامي اړخ نه لري.

پخوا به خلک د طالبانو په کاذبو تبلیغاتو باندې تیروتل چې ګنې جګړه یې د اسلام له خاطره ده، خواوس مالومه شوه چې د طالبانو جګړه د واک او شخصي ګټو لپاره ده.

همدا لامل دی چې د هرې ورځې په تیریدو د افغان ځواکونو ملاتړ زیاتیږي او خلک لا ډيره مینه خپلو ځواکونو ته ورکوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button