د افغان وژنې لپاره چندې

سیدعبدالله پاچا

د اختر په ورځو کې د پاکستان بیلابیلو سیمو کې، په ښارونو، مدرسو او نورو عامه ځایونو کې یو څو کسانو چې طالبانو ته منسوب دي، د چندې لپاره څادرونه غوړولي او له خلکو د افغانستان د جګړې لپاره چندې غواړي او خلک جهاد!؟ ته هڅوي.

پاکستان استخبارات له دې دوه هدفونه لري

لومړی هدف دا دی چې وښيي په افغانستان کې جګړه د پاکستان په مالي مرسته نه بلکې د خلکو په چندو مخ ته ځي، په داسې حال کې چې د افغانستان جګړه د چندو جګړه نه ده چې پرې وشي.

د چندو له سیمو ویډیوګانو کې ښکاري چې ځينې خلک هیڅ چنده نه ورکوي او ځینې خلک لس او شل کلدارې ورکوي چې د چنده راټولونکو د لارې کرایه هم نه کیږي.

په دې سره د طالبانو لپاره هم یو سپیناوی شته چې خلکو ته فریب ورکړي چې د افغانستان جګړه د ولسونو په چندو روانه ده او هیڅ استخباراتي او بهرنی ډونر نه لري.

د چندو تر څنګ یو بل لوی هدف دا دی چې د جهاد په تړاو فریبانه بیانونه کوي، د ایات او حدیث ناسم تفسیر کوي او خلکو ته د افغانستان په تړاو ناسم مالومات ورکوي چې ګنې افغانستان کې جګړه جهاد دی.

په داسې حال کې اوس ټولو ته واضح ده چې په افغانستان کې تر پاکستان حکومت اسلامي او خلک یې کلک مسلمانان دي، پاکستان کې چې څومره بې دیني او فحشا ده، د نړۍ په هیڅ هېواد کې نشته، خو دا چې پاکستان مدرسې او دینې عالمان د استخباراتو په کنټرول کې دی، یوه خبره هم د پاکستان د ګټو خلاف نه شي کولی.

افغانستان کې بدبختي دا ده چې ځینې علماء او ملایان د پآکستاني استخباراتو تر تبلیغاتو او اغیز لاندې راغلي او د پاکستان د ټولو حرکتونو پروړاندې یا چوپ دي او یا د هغوی نظریه دلته پيچکاري کوي.

خو پاکستان مدرسو او عامه ځایونو کې یو ښکاره پيغام دا دی چې د افغانستان جګړه کې د پاکستان همکاري ډيره ده او دا همکاري پټه پنا نه بلکې ښکاره ده، کنه لږ تر لږه د پآکستان حکومت کولی شي چې دا خلک وپوښتي چې په کوم صلاحیت او کوم جرات باندې د افغانستان د جګړې لپاره پيسې ټولوي.

یو بل پيغام له دې دا کیدلی شي چې پاکستان غواړي، ثابته کړي چې دوی داسې کسانو ته هم خپله خاوره کې اجازه ورکوي او زمینه ورته برابروي چې د افغانستان د جګړې لپاره ښکاره تبلیغ کوي او پيسې ټولوي.

اوس وخت کې پخواني سره پرتله شي، وضعیت ډير تغیر کړی دی، نه خلک د جهاد په نوم چندې ورکوي او نه هم خلک د فریبکاره مذهبي کسانو په تبلیغاتو تیر وځي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button