د افغان تاریخ سوې کړیکي او غمجن یادونه !

د افغان تاریخ سوې کړیکي اوغمجن یادونه !
د زرغونې ادې په نـنګپاله او غیرتي غیږه کې احمد شاه وروزل او پالل شو چې د ځوانۍ په منګ ،رښتینی افغان بابا شو.
هو! احمدشاه بابا ۲۵ کلن شاه ځلمی وچې د لوی او برمیال هیواد سرلوړي افغانستان بنسټ یې کیښود . ویاړ، ویاړ او بیا هم ستر ویاړ په ستر احمد شاه بابا چې د افغانانو له غروره ډک سر هسکی توغ یې په نړۍ ورپاوه .
عیان ته د بیان اړتیا نه شته . راځم د لیکنې اصلي موخي ته او هغه دا چې د دغه ستر میړه په بامبیړ کې د هغه لمسی اعليحضرت شاه زمان نه یواځې د لوی افغانستان د ساتلو، غوړیدلو، پرمختګ او سوکالۍ ارمانونه درلودل د هغه سره جوخت هغه په افغاني پولادي او کلک هوډ د هند د ولسونو بلنې ته هم هرکلی ووایه څو د هند ولسونه د انګلیس د تور ښاماراو سمندري ټګمارسوسمار د ښکیلاک او نامردانه زبیښاک له منګولو وژغوري.
انګریزانو په هند کې د رسوا ماتې خوبونه ولیدل او له دې کبله یې د استعماري ټګی او دسیسو په کارولو لاس پورې کړ او په دې موخه یې د ایراني قاجاریانو سره د شاه زمان پرضد غورزې، پرزی پیل کړي او په ایران کې استوګن شاه محمود یې په وسلو او پیسو سمبال او د شاه زمان پرضد جګړوته وهڅاوه . د هرات، کندهار ، غزني او کابل په لوري د شاه محمود پوځي لښکرې وړاندې ولاړې او شاه زمان وپتییله چې د یوه ځواکمن او غښتلي لښکرپه موخه په پیښاور کې واکمن د هغه سکني ورورشاه شجاع او پښتنو قومونو په مرسته رامنځته او په دې توګه د ایراني قاجاریانو او پرنګي ښکیلاکګرو د توطیو مخه ډب کړي .
له کابل څخه د خپل باورې پلاوي په ګډون وخوځید او په لاره کې د ملګرو په سلا او مشوره د یو څه دمې اوآرام اخیستلوپه هیله په شینوارو کې د خاین او جاسوس ملا عاشق کلا او کو رته ورغلل . د انګریز جاسوس بې غیرته او نامرده عاشق ملا بې له ځنډه د خپل زوی په وسيله په کابل کې شاه محمود ته د شاه زمان او د هغه د ۱۵ تنو ملګرو د کلابندی خبر ورکړ.
شاه زمان او دهغه ملګرو او نامتو وزیر رحمت الله خان ملاعاشق ته د پښتونولی ، افغانیت او میلمه پالنې د نرخ اوڅلي درنه دودونه یاد خوملا عاشق د انګریزانو د خدمت عاشق و او د دوی غوښتنې یې بابیزه وګڼلې او هغه یې رد کړی .
هغه وچې شاه محمود د وزیرفتح خان وروراسد نامی د یوه جراح په ګډون د وسله والو سپارو سره شینوارو ته واستوه څوشاه زمان د خپلو ملګروسره کابل ته راولي . شاه زمان د کوه نور آلماس د دیوال په یوه سوري کې پټ کړ او وروسته د ملاعاشق په کورکې د وسله وال ټولي په ګوتو ورغی . شاه زمان یې په نامردی په ځمکه ګوزار او جراح د هغه دواړه سترګې ړندې او د سترګو کــسي یې ورڅیرې کړل . کابل ته یووړل شول . د هغه نامتو وزیر رحمت الله خان او د ده دوه وروڼه محمد خان اوزمان خان اعدام شول. اوشاه زمان د بالاحصار په زندان کې پریووت .
د انګلیس جاسوس ملاعاشق د نامردی اوخیانت له کبله د شاه زمان واکمنی ته د پای ټکی کیښودل شو . خو په لنډه موده کې ایرانې قاجاریانو د خراسان او سیستان افغاني سیمي ونیولې او روسې خرسانو هم د مروې افغاني سیمه ترخپل واک لاندې راوسته او په ختيځه برخه کې هم کشمیر،ملتان ، دره غازي خان ، دره اسمعیل خان ، پیښاوراو داټک کلا د پنجاب د سیکانو په لاسونو کې ولویدې .
د افغانستان د تاریخ په بل پوړکې د افغانستان د خپلواکی د ګټونکي قهرمان او غازي آمان الله خان په وړاندې بیا انګریزانو خپل جاسوس ملایان ولمسول او د افغانستان د پرمختګ او ترقي غوښتونکي متجد د او متمدن پاچا پرضد یې د هیواد په سهیل او ختیځ پکتیا او د نـنګرهار په شینوارو او خوږیاڼیو کې د ملایانو او جاسوسانو په وسیله شرغوبل رامنځته کړ. په پکتیا د هغه وخت سمت جنوبي کې انګریزپلوه ملایانوهریو ملا عبد الله او ملاعبدالرشید بیلا بیل قومونه د غازي آمان الله پرضد جنګ ،جګړوته راپاڅول چې د د دغو تور مخو اشرارو په ټکولو او مخ نیوي کې د پکتیا د ځدراڼو د غیور قوم توریال او نـنګیال زړور مشر غازي ببرک خان بابا میړانه اوشهادت د تاریخ افتخار دی . چې په پایله کې دواړه جاسوس ملایان ملا عبد الله ، ملاعبد الرشید او ورسره اشوبګر په دار وځړیدل . خو ورسره جوخت انګریزانو په پاړه چنار کې شین نامتوغل حبیب الله د سقاوزوی له بنده خلاص او هغه یې هم د غازي آمان الله خان پرضد د مالوم الحاله د انګریزانو جاسوس ملایانو او د شوربازارد وطن پلوروحضرتانو په ملاتړ جنګ جګړو او غلاووته وهڅاوه د تګاب ملا حمیدالله د کلکانو ملا ویس الدین د حرفوي بدنامه غله حبیب الله ترشا ولاړ او د ملا ویس الدین په کلا کې یې شین غل حبیب الله د پاچا په نوم اعلان او د هغه ترملایې د پاچاهې دستمال تاوو کړ. حضرتانواو ملایانو هغه خادم دین رسول الله په لقب یاد او ملا برهان الدین د حبیب الاسلام په نوم ورځپاڼه خپره کړه . د امان الله خان عصري، مترقي اومتمدن دوراو بهیر د جهل او تورتم ګړنګونو ته ګوزار شو.
دادی په ۲۱ زیږدیزه پیړۍ او۱۵ لمریزه پیړۍ کې د طالبانو او ملایانو ګډوله خونړی بهیر د تورپنجاب په سرغندویې او جوت لمسون له کلونو راهیسي روان دی . او هغو د افغان مسلمان ولس په وژنه ، هدفي ترور او مرګونو، د ټولګټوتاسیساتو، لویولارو، ښوونځیو، پوهنتونونو په ورانولو، سوځولو، د ژورنالیستانو، مدني فعالانو، ديني عالمانو،اقومي مخورو، بشرپالو او ماشومپالوښځينه واکسیناتورانو، ډاکترانو، امیند واره میندو او تنکیو ماشومانو په وحشيانه اوزړه بوږنوونکو وژلو، ویرې او ترس په رامنځته کولو بوخت دي . او په دې توګه غواړي د ولس مشر اشرف غني ، آمان الله خانې آرمانونه له خاورو سره خاورې او د ساینس ، کمپوټرایزمدنې عصر د تحجراو منځنیو پیړیو پېرته ګوزار او افغانستان یوازې د امربالمعروف ونهی عن المنکر په ځاله او ممبر تبدیل او ګاونډیو هیوادونو ته محتاج ،بې وزله او بې وسه وساتي. او د وطنپالنې او افغانپالنې پرځای ویني تویول خپل پلار، مور، خور، ورور وژل د هرې ورځې د وحشت او بربریت څرګند ثبوتونه دي.
امریکایې ځناور او روسي خرسان د افغانانو د وژلو او خوارولو پروا نه لري. د دوی او د هغو د تالي څټو د نابودی په هیله د شهيد لايق بابا د شعر په یوه برخه خپلې لیکنې ته د پای ټکی ږدم :

اکبري ـ ۹/۴/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button